1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ویتنام کې د کرونا ویروس د لا ساري او خطرناک ډول خپریدل

۱۴۰۰ خرداد ۹, یکشنبه

د ویتنام روغتیایي چارواکو د کرونا ویروس د یوه نوي او چټک خپریدونکي ډول د کشفولو خبر ورکړی دی. د دغه هيواد د روغتیا وزیر دغه ویروس چې د هوا له لارې په چټکۍ سره خپریږي، د هندي او بریتانوي بدلې شوې بڼې یو ترکیب بللی دی.

Vietnam Da Nang | Coronatest in Hotel
انځور: Hugh Bohane/DW

د روغتیا وزیر لګوین تان لانګ، ویلي دي: «د کرونا ویروس نوی ډول د ناروغ ستونې عفوني کوي او په ډيرې چټکۍ سره خپریږي.»

نوموړي په دولتي رسنیو کې ویلي دي چې دا د هندي او بریتانوي ویروسونو ترکیبي ډول دی چې خپله بڼه یې بدله کړې ده. ویل شوي چې دا نوی ډول ډیر خطرناک دی. وروسته له دې چې یو کس پر دغه ویروس اخته شي په ډیرې چټکۍ سره په ستونې کې زیاتیږي او بیا په پراخه پيمان په ځانګړي توګه د هوا له لارې خپریږي.

ویل کیږي چې تر اوسه پورې دا نوی ډول ویروس د دې هیواد له ۶۳ اداري سیمو څخه په ۳۰ کې یې پيژندل شوی دی. د ویتنام د روغتیا وزارت پر دې نوي ډول ویروس د اخته او یا له امله یې د مړو شویو کسانو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي.

په صنعي سیمو کې انديښنې

پر دې نوي ډول ویروس د اخته کیدو تر ټولو ډیرې پیښې په «باک نین» او «بانک ګیانګ» کې لیدل شوي. په دغو دوو ولایتونو کې لوې صنعتي سیمې موجودې دي.

په دغو سیمو کې په زرګونو کسان په محدوده فضا کې د «سامسونګ»، «کانون» او د «اپل» شریک «لوکسشیر» په څیر شرکتونو او کارخانو کې کار کوي.

د نورو ډیر شمیر هیوادونو په پرتله تر اوسه پورې په ویتنام کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو تعداد ډیر کم دی. په دغه سویل ختیځ آسیایي هیواد کې تر اوسه پورې پر کرونا ویروس د اخته کیدو یوازې ۶۳۹۶ پيښې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل میاشتې له وروستیو را په دیخوا تر ۳۰۰۰ ډیر موارد ثبت شوي دي.

په دغه هیواد کې تر اوسه پورې ۴۷ تنو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه هیواد نږدې ۱۰۰ میلیونه نفوس لري چې د رسمي شمیرو له مخې تر اوسه پورې په کښې یوازې یو میلیون انسانان واکسین شوي دي.

(SN, AA (afp, rtr, dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل