1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منسک کي یوه کس خپل موټر د روسیې د سفارت سره جنګولی

۱۴۰۰ تیر ۶, یکشنبه

د سپيني روسیې په پایتخت منسک کي یوه کس خپل موټر د روسیې د سفارت د دروازې سره جنګولی او په سفارت ورننوتلی دی. داچي ولي، تر اوسه پوري معلومه نده.

Weißrussland Botschaft von Russland in Minsk
انځور: DW/E. Daneyko

دغه خبر پرون شنبه ماښام (د جون میاشتي ۲۶ مه) د سپيني روسیې چارواکو ورکړی دی. پلټونکو د کنټرولیدونکي کمرې یوه ویدیو خپره کړې ده. په دغه ویډیو کې ښکاري چې یو سپین موټر په ډیر لوړ سرعت سره د روسیې د سفارت د اولي دروازې سره جنګول کیږي، د کوم له وجهي چي دروازه خلاصیږي. ترهغه وروسته یو سړی د موټر څخه راکښته کیږي او دسفارت پر دوهمه جالی (کټاره) د ور پورته کیدو کوښښ کوي.

چارواکو همدارنګه ویلي دي، چي دغه ۳۵ کلن سړی یې نیولی او د دغي پيښي دقیق جزییات به وروسته د تحقیقاتو په جریان کي معلوم کړي.

خو دا چي دغه پيښه په سپینه روسیه (بلاروس) کي د سیاسي وضعیت سره په ارتباط کي وي، لا تر اوسه پوري معلومه نده. روسیه د دغه په بین المللي سطحه منزوي سوي هیواد د جمهور رییس، الکساندر لوکاشینکو څخه ملاتړ کوي.

جمهور رییس، الکساندر لوکاشینکوانځور: State TV and Radio Company of Belarus via AP/picture alliance

اروپايي ټولني د سپینې روسیې پر اپوزیسون د فشار او د هغوی د سرکوبه کولو په دلیل همدا د تیرې جمعې په ورځ د دغه هیواد پرضد اقتصادي تعزیرات وضع کړل.

د ۲۰۲۰ م کال په اګست کي د بلاروس د جمهوري ریاست ترانتخباتو را وروسته، کوم چي د ناظرینو په حواله تر ډیره حده پوري تقلب پکښي سوی، د لوکاشینکو پرضد په ټوله سپینه روسیه کي سخت احتجاجونه تر سره سول. دغه ۶۶ کلن د تقریبأ ۲۵ کلونو راهیسي پردغه هیواد باندي حکومت کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب