شخړياروپا
روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر ځینو ښارونو هوایي بریدونه کړي
۱۴۰۴ مهر ۱۲, شنبه
اعلان
روسي پوځ یو ځل بیا پر اوکراین شپنې بریدونه کړي دي. د اوکرایني چارواکو په حواله د جمعې (د اکتوبر میاشتې ۳ نیټه) په ماښام روسي انتحاري ډرونو د اوکراین څو ښارونه له دې ډلې دنیپرو او خارکیف په نښه کړي دي.
سیمه ایزو رسنیو رپوټونه ورکړي چې په دغو بریدونو کې له روسي جنګي الوتکو څخه هم استفاده شوې ده او د اوکراین په سویل ختیځ کې د زاپوریژیا ښار او د هغې شاوخوا سیمې د هدایت شوو بمونو په وسیله بمبار شوي دي.
په ورته وخت کې کیدای شي چې اوکراین هم د روسیې د خاورې پر لور ډرونونه یا بې پیلوټه الوتکې توغولي وي. د دغه هیواد په درو ښارونو کالوګا، ولګوګراد او ساراتوف کې هوایي ډګرونو خپل فعالیتونه په مؤقت ډول وځنډول، هغه اقدام چې معمولاً د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو ګواښ په دلیل صورت نیسي.
تر اوسه پورې د اوکراین پوځ په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.