جمهوریت غوښتونکي سناتور، میټ رومني دغه خبره د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۴مه نېټه) پخپل تویتر کي لیکلې ده. هغه ویلي، چي د « افغانستان څخه وتل د امریکا متحده ایالاتو اعتبار، اعتماد او افتخار ته یوه سخته ضربه ده.» رومني همدارنګه ویلي، چي« زموږ د ملګرو د دفاع پخاطر مو هیڅ مؤثره ستراتیژی نه درلوده.» ده اضافه کړي،«زه نه پوهیږم، چي دځواکونو وتل ولي په دغه ډول او طریقې سره تر سره کیږي. »
د امریکا جمهوررییس، جوبایدن د طالبانو پر چټکو پرمختګونو او ډراماتیک حالت سربیره د افغانستان څخه د خپلو قواوو د وتلو څخه بیا دفاع وکړه او دا کار یې سم وباله.
انځور: REUTERS بایدن ویلي، چي په افغانستان کي یو یا پنځه کاله نور پاته کیدل پردې باندي هیڅ تاثیر نه کوي، چي افغان امنیتي قواوي وکولای سي د خپل هیواد څخه دفاع وکړي.
د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع راهیسي ډیري سیمي د طالبانو لاسو ته لویدلي دي. امریکايي قواوو غوښتل، چي د فغانستان څخه د اګست میاشتي تر پایه پوري ووزي.
آ./م.ق./ا.ا.
افغانستان؛ د مرګ خطر پر منلو سربيره د لرغونو غاليو لټه
په افغانستان کې د عتیقه غاليو لټون کوونکي وایي چې د سر په بیې پر خطر منلو دغه غالۍ راټولوي. د هغوی په خبره د ماشیني قالینو او بهرنیو اومو موادو وارداتو په لاس اوبدل شویو غالیو رونق کم رنګه کړی.
انځور: Wakil Kohsar/AFPد افغانستان د عتیقه غاليو راټولونکي د مرګ د خطر پر منلو په لیرو پرتو کلیو او بانډو کې د زړو قالینو د راټولو هڅه کوي.
انځور: Wakil Kohsar/AFPد ځان په بیه د غاليو راټولول
چاري الله ګل د افغانستان د وروستیو پاتو زړو قالینو د راټولولو په لټه کې دي. هغه په دې ترڅ کې په سخته هوا کې سفرونه کوي، د وسله والو غلو له وهلو او د یاغیانو له نښتو سره مخامخ شوي. هغه زیاتره وخت پر اس د افغانستان په شمال کې پرتو لیرو سیمو ته سفر کوي او د کوچي قبایلو په لاس اوبدل شوو قالینو په لټه کې دي.
انځور: Wakil Kohsar/AFPالله ګل چې له یوه محافظ سپي سره سفرونه کوي، وایي: «لارې خطرناکې، له لیوانو او دښمن ډکې دي. موږ باید په ځنګلونو کې یا دښتو کې شپې تیرې کړو.» د زړو غاليو راټولونکي په پخوانیو او خطره ډکو لارو آن اوونۍ او میاشتې سفرونه کوي. هغوی د پیسو یا عصر شیانو په وړاندې کولو سره پخواني غالۍ ترلاسه کوي چې بیا یې پر غالين فروشیو او نورو خلکو پلوري.
انځور: AP«یوازینی شی چې یې پیدا کړ بوتان او غالۍ یې وې»
الله ګل وایي چې یو وار غلو په کلاشینکوف وواهه او د پیسو په لټه کې یې ورته قالینې وغورځولې: «هغوی وویل چې دا غالۍ زړې دي، ویې غورځوه.» هغه وایي چې له پلاره یې اوریدلي وو چې څو لسیزې دمخه یې له دوستانو څخه یو یې چې د لرغونو غالیو په لټه کې وو، د واورې په توپان کې بند پاتې شو او د لیوانو خوراک شو: «یوازینی شی چې یې پیدا کړ بوټان او قالینې یې وې»
انځور: DWله کندز څخه نیولی د ازبکستان او ترکمنستان د پولې په اوږدو کې پرتو سیمو او همداشان په لویدیځ کې د ایران پولې ته څیرمه سیمې د هغو مالدرانو هستوګنځایونه دي چې له پیړیو راهیسې پکې غالۍ اوبدل کیږي. الله ګل دغو لیرو سیمو ته ورځي او لرغوني غالۍ راټولوي، هغه کوچنۍ غالۍ هم چې د ناوې د کورنۍ له خوا اوبدل شوي وي او د جهیز په توګه ورکړل شوي وي.
انځور: Reuters/M. Ismailد ځینو غالیو قدامت آن څو لسیزو ته رسیږي. د وړیو دغه غالۍ چې په لاس اوبدل کیږي او په سیمه کې د ترلاسه شوو ريښو، بوټو او ګلونو په رنګ، رنګ شوي وي. بیا وروسته دغه غالۍ د کابل په څیرو ښارونو ته لیږدول کیږي او د خرڅلاو له پاره چمتو کیږي. د الله ګل په آند «د غالۍ کاروبار د ماشوم د لویولو په څیر دی. دا کار ډیره سختي غواړي.»
انځور: Reuters/M. Ismailد غاليو یو سوداګر عبدالوهاب وایي چې د الله ګل په څیر له خلکو قالین راټولوي او وایي چې ۹۹،۹ سلنه په دغو خلکو پورې تړلي دي. هغه وایي چې خپلې غالۍ یې خوښيږي او یوازې د خرڅلاو په موخه یې نه رانیسي.
انځور: Wakil Kohsar/AFPپه لاس د اوبدل شوو غالیو بازار کم رنګه کیدل
د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د غالۍ سوداګر په دې باور دي چې جګړو، له سیمې د خلکو بې ځایه کیدو او ښاري کیدو د دغه صنعت رونق کم رنګه کړی دی. د دې ترڅنګ ماشیني ارزان بیه غاليو هم بازار خراب کړی دی.
انځور: Wakil Kohsar/AFPځینې غالۍ آن څو زره ډالر بیه لري
د یوې غالۍ اوبدل له شپږو میاشتو نیولې تر دوه کاله پورې وخت نیسي او د غالۍ پلورونکو په ښو نندارتونو کې د ځای موندلو په صورت کې، کیدای شي په نړیوالو بازارونو کې په څو زره ډالر وپلورل شي.
انځور: DW/S. Tanha بازار ته د ماشینو قالینو عرضه کیدل
په هرات کې د غاليو یوه بل سوداګر زلمي احمدي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې بازار ته د ماشيني غاليو عرضه کیدو هم په لاس اوبدل شوو غاليو صنعت ته زیان اړولی دی.
انځور: Reuters/M. Ismail