1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر خپلو پلویانو د کنګرې د ودانۍ د پریښودو غږ وکړ

۱۳۹۹ دی ۱۷, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د کنګرې غړي د چهارشنبې په ورځ د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د تایید په حال کې ول چې د ولسمشر ترمپ پلویان د کنګرې ودانۍ ته ننوتل او دغه بهیر یې ودروه. د سنا ټول غړي امنو ځایونو ته لیږدول شوي دي.

Washington I Sturm gegen U.S. Capitol
انځور: Win McNamee/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د کنګرې په ودانۍ کې تاوتریخوالي او ګډوډیو د دې هیواد د سنا او د استازو د مجلس غړو ګډه ناسته مختل کړه. هر څه هغه مهال رامنځ ته شول چې د ولسمشر ترمپ پلویانو د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلې د تاییدیدو مخه ونیوله. په دغو ټاکنو کې اوسني ولسمشر دونالد ترمپ ماته خوړلې، او له مخې به یې د امریکا متحده ایالاتو د پخوانی ولسمشر بارک اوباما مرستیال جو بایدن، د دې هیواد راتلونکی ولسمشر شي.

خو ترمپ لا هم د ټاکنو پایله نه ده منلې او ادعا کوي چې په کې درغلی شوی او په اصل کې ګټونکی همدی دی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ټولو انتخاباتي ادارو او محکمو د ترمپ دغه ادعا او دا خبره چې په تیرو ټاکنو کې په پراخه کچه درغلی شوي دي، رد کړې ده.

یو مظاهره کوونکی د سنا او استازو د مجلس غړو د ګډې غونډې د مشر پر څوکۍ د ناستې پر مهالانځور: Win McNamee/Getty Images

کله چې د ترمپ پلویان د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس ودانۍ ته ننوتل، نو په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې انځورونو خپاره شول چې ښايي د امریکا په نزدې تاریخ کې بې سارې وي. ودانۍ ته ننوتو ځینو کسانو د سناتورانو په دفترونو کې انځورونه اخیستي وو. ځینو خو آن د سنا او استازو د ګډ مجلس د مشر په څوکی هم خپل انځورونه اخیستي او بیا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي وو.

د ګډوډي له پیلیدو سره، ډیر شمیر امریکایي سیاستوالو پر ولسمشر ټرمپ باندې غږ کړی وو چې په تلویزیون کې څرګند شي او له خپلو پلویانو وغواړي چې دغه وضعیت پای ته ورسوي. په دغو سیاستوالو کې د امریکا متحده ایالاتو راتلونکی ولسمشر جو باید هم شامل وو.

ولسمشر ترمپ بیا وروسته پر خپل تویتر اکونت باندې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې یې له مظاهره کوونکو څخه وغوښتل چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو هغه په دې ویډیو کې هم یو ځل بیا خپله دا ادعا چې د ټاکنو اصلي ګټونکی همدی دی، تکرار کړه.

بایدن بیا د ترمپ د پلویانو کړنې غندلې دي. د ولسمشر ترمپ مرستیال مایک پنس هم ویلي چې ودانۍ ته ننوتي کسان باید ژر تر ژره له هغه ځایه ووځي.

په امریکا متحده ایالاتو کې رامنځته شوې پیښې په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي. د ډیرو شمیر هیوادونو لوړپوړو چارواکو دغه پیښه غندلې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، ویلي دي چې دغه شان پیښې د دیموکراسۍ دښمنان خوشحاله کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب