1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټينګښت د پاکستان ټینګار

امان الله جواد | بريښنا صابر
۱۴۰۴ مهر ۲, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي چې افغانستان په انزوا کې نه شي پاتې کیدلی. هغه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعاليت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه ډلې د سيمې امنيت ته ګواښ پيښوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار د بنگله دیش په ډاکه کې د ملاقات پر مهال
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعاليت د سيمې ثبات ګواښيانځور: Abu Sayed Rigel/AFP

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د اسلامي همکارۍ د سازمان د تماس د ډلې په لومړۍ غونډه کې د افغانستان په اړه خپل نظر څرګند کړ. دغه پاکستاني چارواکي د خپلو خبرو په يوه برخه کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او سوکالۍ له پاره د پاکستان تعهداتو ته اشاره وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان منزوي نه شي پاتېدلی او له اسلامي همکارۍ د سازمان له غړيو څخه یې وغوښتل چې د بشري مرستو بودجه بې له قيد او شرطه تامين کړي، تجارتي او بانکي سيسټمونه بيرته فعال کړي، سيمه ایز ارتباطات پراخ کړي او د نړيوالو ژمنو د رعايت کولو په موخه خبرې اترې پرمخ يوسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ايکس په شبکه کې د يوه پوست په خپرولو سره زياته کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير د افغانستان په خاوره کې د ترهګريزو بريدونو د فعاليت په اړه خپله جدي اندیښنه په ډاګه کړې ده او په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړی دی چې دغه ترهګر د سيمې امنيت او سوله ګواښي. 

محمد اسحاق ډار، چې د پاکستان د لومړي وزير معاون هم دی، له طالب چارواکي وغوښتل چې د «پولې بلې غاړې ته د ترهګرۍ» پر ضد دې جدي او تائيد شوي ګامونه پورته کړي.

آيا له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې ممکنې دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اسحاق ډار له نقل قوله زياته کړې ده چې پایداره سوله صداقت، متقابل احترام او سياسي ارادې ته اړتيا لري. نوموړي وړاندیز کړی دی چې په افغانستان کې د ثبات د تامينولو له پاره د يوې نقشې د عملي کولو له پاره بايد د اسلامي همکاريو د سازمان د کارپوهانو يوه ډله رامنځته کړل شي.

په پاکستان کې د امنيتي پېښو په ډېريدو سره د دغه هېواد چارواکي مخ پر زياتيدونکي توګه په افغانستان کې د طالبانو پر ادارې نیوکې کوي او هغوی تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې چې «تحريک طالبان پاکستان» يا «ټي پي پي» ډله هم بلل کيږي، پناه ورکړې ده؛ هغه تورونه چې د طالبانو اداره یې تل ردوي.

په دې وروستيو کې پر پاکستاني عسکرو د وسله والو تر يوه خونړي بريد وروسته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ يو انتخاب کړي.

شريف ټینګار وکړ چې پاکستان به په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي رېښې د افغان طالبانو په همکارۍ او يا د هغوی له همکارۍ پرته له منځه يوسي.

د اسلامي همکارۍ سازمان چې ۵۷ غړي لري، ځان د اسلامي هېوادونو د ګډ غږ د منعکس کوونکي په توګه معرفي کوي. دا سازمان په ۱۹۶۹م کال کې تاسيس شوی دی. د دغه سازمان غونډه د سې شنبې په ورځ د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر پر ۲۳مه نيټه په نيویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې جوړه شوې وه.    

امان الله جواد يو افغان خبريال دی چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د دويچه ویله د افغانستان په څانګه کې فعاليت کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب