د لندن په هوايي ډگر کي يوه ښځه د پنځو بکسو پيسو سره نيول شوې
۱۳۹۹ مهر ۱۷, پنجشنبهد بریتانيا د سرحدي پولیسو په حواله ویل شوي دي چې د دې ۳۰ کلنې ښځې نوم تارا هینلن دی، چې د لندن د هیتر هوایي ډګر څخه يې په یوې تجارتي الوتکه کې دوبی ته پرواز لاره.
له دغې ښځې سره چې پنځه بکسونه ول ټول د بریتانيا د پولي واحد پونډ څخه ډک ول. کله چې د بریتانيا سرحدي پولیسو ته شک پيدا شو او د دغې ښځې سفري بکسونه یې تلاښي کړل نو ۱،۹ میلیونه پونډه یې ترې را وایستل. دا پيسې د ۲،۴۴ میلیونه امریکایي ډالرو معادل کیږي.
د چارواکو په خبره په روان کال کې د بریتانيا په هیڅ کوم سرحد کې سرحدي پولیسو دومره ډیرې پيسې نه دي نیولې. تر نیول کیدو وروسته د دغې ښځې پر وړاندې د پيسو سپینولو د جرم دوسیه پرانیستل شوې ده.
د بریتانيا حکومت په حواله دوی د پيسو سپينولو پر وړاندې سخت اقدامات کوي، څو له بریتانیا څخه په غیر قانوني ډول ایستل کیدونکو پيسو څخه د سازمانیافته جرمونو د ترسره کولو په برخه کې کار وانه خیستل شي.