1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

WHO د بيزوګانو د چيچک له کبله بېړنی حالت اعلان کړ

۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبه

د بيزوګانو د چيچک ويرويس په ټوله نړۍ کې په زرونو انسانانو کي خپور شوی دی. د کارپوهانو شورا پر سپارښتنو توافق ته نه ده رسېدلې خو د روغتيا نړيوال سازمان په ټوله نړۍ کې د یادې ناروغۍ له کبله «بېړنی حالت» اعلان کړی دی.

Affenpocken
د بيزوگانو د چيچک دغه ويروس لومړی په افريقا کي وموندل شوانځور: Isai Hernandez/imago images

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ په بيلو هيوادونو کي تر ۱۶ زرو څخه زیات انسانان د بيزوګانو د چيچک په ويروس اخته شوي دي. دغه سازمان وايي له همدې کبله يې د «بېړنی حالت» اعلان کړ. د روغتيا د ياد نړیوال سازمان له خوا ویل شوي چې دغه تر ټولو هسکه اضطراري درجه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر تېدروس ادهانوم غېبرېسوس د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۳نېټه) په ژينيف کي وويل چي د ياد ويروس د خپرېدنې وضعيت «په نړيواله پيمانه» دی. هغه زياته کړه: «په ښکاره توګه سره د دې ګواښ موجود دی چي يوه بله نړيواله د ابتلا څپه راشي، باوجوده د هغه چې د نړيوال سفر د اخلال امکانات کم دي.»

په داسې حال کې چې پخوا له بيزوګانو څخه و انسانانو ته انتقال شوې دغه ناروغي صرف په افريقايي هيوادونو کې موجوده وه، اوس يې د نړۍ بيلو هيوادونو ته سرايت کړی دی. د روغتيا نړيوال سازمان په ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په مياشت د کرونا ويروس له کبله بېړنی حالت اعلان کړی ؤ. خو کرونا او د بيزوګانو د چيچک ناروغي په زياته د سرايت په ترڅ کي يو د بل سره ډېر فرق لري.

دمګړی په ۷۵ هيوادونو کي د بيزوګانو د چيچک په ويروس څه باندې ۱۶ زره انسانان اخته شوي دي. د روغتيا د نړيوال سازمان د عمومي مشر تېدروس په وينا تر اوسه د ياد ويروس له کبله ۵ انسانان مړه شوي دي. دغه سازمان د دغه ويروس په هکله وختي بېړنی حالت په داسې وخت کې اعلان کړ چې د کرونا پاندمي پر وخت ورباندې تور لګول سوی ؤ چې ډېر ناوخته يې غبرګون ورته وښود اوپر ضد يې اقدامات ناوخته ول.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي ځکه يې د بيزوګانو د چيچک د ويروس په تړاو بېړنی حالت اعلان کړی دی، ولې چې غواړي هيوادونه، روغتونونه او ډاکټران و چمتو والي او اقداماتو ته وهڅوي.

د بيزوګانو د چيچک په نوم د ويروس د خپرېدونې او پراخېدنې درې مياشتي تر پوره کېدو وروسته له ناروغو سوو څخه يې ۹۸ فيصده نارينه دي. د ياد سازمان کارپوهې روساموند لېويس ويلي دي چې په دغه ويروس اخته شوي اکثريت هغه نارينه دي چې له يو څخه د زياتو نورو نارينه ؤ سره يې جنسې اړيکه نيولې وه. تېدروس ويلي دي چې په درستو ډلو کې په درسته ستراتيژۍ سره د دغې ناروغۍ مخه نيول کېدلای شي. خو هغه له دې څخه خبرداری ورکړی دی چې پر ناروغانو دې ټاپې نه وهل کيږي او نه دې ورباندې تورونه لګول کيږي، ځکه چې دغه ناروغي اوس د ټولنې بيلو ډلو ته هم خپره شوې او يوازې تر همجنسباز نارينه ؤ پوري محدوده نه ده.

د بيزوګانو د چيچک په ناروغي د ابتلا سره پر بدن باندي تڼاکو ته ورته دانې راخيژي او پر جنسي اعضاؤ التهاب راڅرګنديږي چې د سختې تبې سره مل وي. که څه هم چې د دغې ناروغۍ جريان د ډيرو دردونو سره مل کيدلای سي، خو عموما دغه ناروغي وژونکې نه ده.

د ياد ويروس ضد واکسين هم موجود دی او تر نيمايي څخه زيات هغه هيوادونه چې پکښې د ابتلا پيښې يې ثبت شوي دي، دغه واکسين ته لاس رسی لري.

د کويډ ۱۹ او نورو زياترو ويروسونو په شان د بيزوګانو د چيچک له ويروس څخه د ځان ساتنې اصول د نظافت ساتل، د ماسکونو اغوستل او په دغه ناروغي له اخته کسانو سره احتياطي تدابير عملي کول دي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب