1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په برلین کې د دوو افغان ورونو محکمه پیل شوې

۱۴۰۰ اسفند ۱۱, چهارشنبه

د آلمان په پلازمینه برلین کې د یوې ۳۵ کلنې افغانې مور د قتل په تور نن د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د دوو افغان ورونو محکمه پیل شوې. ټاکل شوې چې دغه محکمه به د اګست میاشتې تر ۱۲مې نیټې په ۳۵ جلسو کې بشپړه شي.

Prozess Mord im Kleinen Tiergarten, Berlin
انځور: Odd Andersen/AFP Pool/doa/picture alliance

نن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې په ۲مه) د آلمان په پلازمینه برلین کې د یوې افغان میرمنې د قتل په تور د هغې د دوو افغان ورونو محکمه پیل شوه. په دې پیښه کې تورن دوه افغان ورونه چې عمرونه یې ۲۷ او ۲۳ ښوول شوې د خپلې خور د قتل په تور محکمې ته وړاندې کیږي. پر دوی دواړو تورو دی چې تیر کال یې خپله خوره وژلې او جسد یې په یوه بکس کې تر اچولو وروسته له برلین څخه د آلمان بایرن ایالت ته انتقال کړی وو او بیا یې هلته خاور ته سپارلی وو.

د محکمې د څارنوالو په خبره، دواړو افغان ورونو له دې کبله خپله خور وژلې ځکه هغې د خپلې کورنۍ د اخلاقي فکر سره سم چلند نه کوو. پر یادو دواړو افغان ورونو تور دی چې خپله مشره خور یې چې د دوو ماشومانو مور وه، د تیر میلادي کال د جولای میاشتې په ۱۳مه نیټه په وحشتناکه ډول وژلې. تیر کال د یادې افغان میرمنې د قتل پیښه د رسنیو سرټکو ته هم راوتلې وه.

نن د چهارشنبې په ورځ د یادو افغان ورونو د محکمې د پوښښ له پاره ګڼ شمیر رسنۍ هم د محکمې مخې ته راغلې وې. دغه دواړه افغان ورونه د تیر کال د اګست میاشتې راهیسې د پولیسو په بندې کې دي او له هغوی څخه پلټنې روانې وې. د دوی د مدافع وکیل په خبره، دواړه غواړي چې په محکمه کې خپل د سکوت یا نه خبرې کولو حق وکاروي.

د یادولو ده چې یادې افغانې میرمنې او ورونو یې له کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کاوه. د وژل شوې میرمنې د ماشومانو عمرونه ۱۰ او ۱۴ کاله ښول شوي دي چې اوسمهال د ځوانانو او ماشومانو د ساتنې د ادارې له خوا یې پالنه او روزنه کیږي.

ټاکل شوې وه چې د خپلې خور د قتل په تور د یادو افغانانو محکمه د روان میلادي کال په فبروري کې پیل شي خو د کرونا د خپریدو له کبله دغه محکمه نن د چهارشنبې ورځې ته ځنډیدلې وه. د معلوماتو له مخې، د دې قضیې څیړل ښايي د روان کال د اګست میاشتې تر ۱۲مې نیټې دوام وکړي او ټولټال به د محکمې ۳۵ غونډې رابلل کیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب