1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

م.م: په ۲۰۲۴م کې تر بل هر وخت ډیر مرسته رسوونکي وژل شوي

احمد حکيمي | اسوشیتید پریس خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲, جمعه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په ۲۰۲۴م کال کې تر بل هر وخت ډیر مرسته کوونکي، د روغتیا د برخې کارکوونکي او د بشري مرستو رسوونکي وژل شوي دي. په ټوله نړۍ کې په منځني ختیځ کې دغه مرګ ژوبله ډیره ښوول شوې.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴م کې تر بل هر وخت ډیر مرسته رسوونکي وژل شوي
ملګري ملتونه وايي په نړیواله کچه ۲۰۲۴م کال د خیریه سازمانونو د کارمندانو له پاره تر بل هر کال ډیر خونړی وو. انځور: AFP

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې په ۲۲مه) ملګرو ملتونو  د تازه شمیرو پر اساس په نړیواله سطحه په ۲۰۲۴م کال کې تر بل هر وخت ډیر د خیریه سازمانانو کارکوونکي وژل شوي دي. د بشري مرستو د همغږۍ له پاره د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، په نړۍ کې د نورو سیمو په پرتله دغه مرګ ژوبله په منځني ختیځ کې ډیره لوړه وه. د اوچا یا د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ویاند ینز لاریک وویل: «مخکې له دې چې روان کال پای ته ورسیږي، ۲۰۲۴م کال په نړیواله سطحه د بشري مرستو د رسوونکو له پاره تر ټولو خونړی کال وو.» نوموړي چې په جنیوا کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، همدا راز زیاته کړې چې سږ کال په مجموعي ډول ۲۸۲ تنه د مرستو رسولو په حال کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چېتیر کال کې دغه شمیر ۲۸۰ تنه  وو.

د بشري مرستو د همغږۍ له پاره د ملګرو ملتونو دفتر یا اوچا ویاند همدا راز ویلي چې د خیریه سازمانونو کارمندان د غزې، سوډان، لبنان او اوکراین په شمول په شخړه ایزو سیمو کې خپل کار ته لا هم اداه ورکوي. د نوموړي په خبره، دغه کارکوونکي په داسې حال کې چې خپل ژوند په خطر کې اچوي او اړمنو ته په سختو شرایطو کې مرستې رسوي، د دغه کار په بدل کې دوی په زیات شمیر کې وژل کیږي.

د اوچا یا د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ویاند ینز لاریک زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې «دغه شمیرې به د بشري مرسته رسوونکو ټولنې په منځ کې یو شوک رامنځ ته کړي، په ځانګړې توګه د هغو له پاره چې د شخړو په لومړۍ کرښه کې د مرستو رسولو په چارو کې ښکیل دي.

ملګري ملتونه وايي چې دوی دغه شمیرې د خیریه کارمندانو د خوندیتوب په هکله د راټولو شویو معلوماتو څخه ترلاسه کړي. دغه معلوماتي پروژه د امریکا متحده ایالاتو له لوري تمویلږي چې مقر یې په بریتانیا کې دی. د دغو معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالې ادارې په شمول د ملګرو ملتونو د کارمندانو پرته په مجموعي ډول ۲۶۸ مرسته رسوونکي وژل شوي چې ټول یې په مختلفو هیوادونو کې محلي کارمندان دي او ۱۳ تنه بیا نړیوال کارمندان وژل شوي دي.

د دغې پروژې د معلوماتو په اساس، یوازې د فلسطین په اشغال شوې سیمو کې شاوخوا ۲۳۰ تنه د خیریه سازمانونو کارمندان وژل شوي. د دغه سازمان په معلومات کې دا روښانه شوې نه ده چې دغه کسان په غزه کې او یا د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې وژل شوي دي.

د اوچا ویاند ینز لاریک همدا راز خبریالانو ته وویل چې د خیریه سازمانونو کارمندانو ته ګواښونه یوازې تر غزې پورې محدود نه دي بلکې دوی د افغانستان،  کانګو هیواد، جنوبي سوډان، سوډان، اوکراین، یمن او په نورو هیوادونو کې هم د سړي تښتونې، ګواښونو او زور زیاتیو له پیښو سره لاس او ګریوان دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب