1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک: پر پوځي تأسیساتو بیا ځلې ډرون لیدل شوي دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ مهر ۶, یکشنبه

د ډنمارګ پوځ نن یکشنبه وویل چې د دوهمې پر له پسې شپې له پاره د دغه هېواد د پوځي تاسیساتو پر سر لا ډېر ډرونونه ليدل شوي دي. چارواکو په وروستیو ورځو کې په ډنمارک او ناروې کې د ناپېژاندو ډرونونو د ګرځېدا خبرونه ورکړي دي.

د ډنمارک پوځ نن یکشنبه (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۸مه) په یوه اعلاميه کې ويلي: «وسله وال ځواکونه کولي شي تصدیق کړي چې د شپې په جریان کې د وسله والو ځواکونو په مختلفو ساحو کې ډرونونه لیدل شوي دي، څو وړتیاوې په کار واچول شوې.» 

دا چې د ډرونونو د ليدو په پایله کې څه پېښ شوي او یا پوځ ېې په مقابل کې کوم غبرګون ښودلی که نه، په اعلامیه کې ېې په اړه څه نه دي ويل شوي.

ډنمارکۍ رسنیو ويلي چې د شپې په جریان کې هېڅ هوايي ډګر تړل شوی نه دی.

د ډنمارک او ناروې پر آسمانانو د سپتمبر له ۲۲مې راهیسې مشکوک ډرونونه لیدل کیږي چې له کبله ېې ګڼ هوايي ډګرونه په موقتي توګه تړل شوي هم دي. ډنمارک په دغو پېښو کې د روسیې د لاس لرلو احتمال نه ردوي.

د ډنمارک پوځ د شنبې په ورځ وويل چې د جمعې او شنبې په شپو ېې د «مختلفو پوځي ساحو» پر سر ناپېژاندې ډرونونه ليدلي دي، خو نور جزئیات ېې ورنکړل.

د ډنمارک پولیسو هم منلې چې د جمعې په شپه ېې کاروپ پوځي اډې ته نژدې او د هغې په سر «یو تر دوه پورې ډرونونه» لیدلي دي. کاروپ د ډنمارګ تر ټولو لويه پوځي اډه ده چې په کې د دغه هېواد ټول وسله وال ځواکونه، چورلکې، د هوايي نظارت، هوايي پوهنتون او حمايتي څانګې موجودې دي.

د ناټو سازمان یو ویاند ویلي دي چې د اروپا په شمال کې د ناپیژاندو ډرونونو د لېدو تر پېښو وروسته دغه ائتلاف په بالتیک سیمه کې خپل نظارت ډېر کړی دی.

کوپنهاګن په پام کې لري چې د چهارشنبه او پنجشنه په ورځو کې د اروپايي ټولنې د مشرانو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب