آلمان د غزې جګړې، د فلسطين د دولت او بشري مرستو په هکله له فشار، جنجال او اخلاقي ازموینې سره مخ دی. په دې ترڅ کې د لومړي وزير پر ضد عريضې هم شوي دي.
د آلمان صدراعظم، فريدريش مېرڅانځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS
اعلان
د آلمان حکومت د غزې جګړې له امله له کورنیو قانوني شکایتونو، د فلسطین د دولت د پېژندنې پر سر د سیاستي تناقضاتو او د هوا له لارې د بشري مرستو له امله له پراخو داخلي او نړیوالو نیوکو سره مخ دی.
په آلمان کې د صدراعظم فریدریش مېرڅ پر ضد د غزې جګړې له امله له ۱۰۰۰ څخه زیات قانوني شکایتونه شوي دي. د آلمان لويې څارنوالۍ تایید کړې چې دا شکایتونه د غزې د وضعیت، اسرائيل ته د وسلو صادراتو او د بندیزونو له نشتوالي سره تړاو لري.
د اشافنبورګ د چپګوند یوې سیمه ییزې مشرې، سلینا فیسټر، پر حکومت تور لګولی چې د اسرائيل له ملاتړ سره یې د بشر ضد جنایتونو د ترسره کېدو زمینه برابره کړې ده.
د شکایت کوونکو په وینا، آلمان د ژنیوا کنوانسیون او د روم د اساسنامې له مخې مکلف دی چې د جګړې او بشر ضد جنایتونو مخه ونیسي او د وسلو صادرات باید هغو خواوو ته ونه شي چې ممکن ورباندې له نړیوالو قوانینو سرغړونه وکړي.
د فلسطین د دولت د پېژندنې پر سر د آلمان سیاست لا هم روښانه نه دی
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول د فلسطین د دولت ملاتړ وکړ، خو ویې ویل چې آلمان به دا دولت «سمدلاسه» په رسميت نه وپېژني.
واډیفول ټینګار وکړ چې آلمان به هغه وخت د فلسطین دولت په رسميت وپېژني چې د دوو دولتونو د حل لاره نهایی شي. صدراعظم مېرڅ هم مخکې له دې ویلي و چې دا پېژندنه باید تر خبرو وروسته وشي، نه مخکې.
واډیفول همداراز د اسرائیل پر حکومت غږ وکړ چې د غزې او لویدیځې غاړې د الحاق پلانونه بند کړي. هغه وویل: «هر ډول الحاقي ارمانونه، که د غزې لپاره وي یا د لویدیځې غاړې، زموږ له لوري به ونه منل شي.»
د نړۍ په کومو هيوادونو کې لوږه زياته ده؟
د آلماني مرستندويه سازمان «وېلت هُنګر هيلفه» هر کال په نړۍ کي د لوږي په تړاو د هيوادونو يو ليست خپروي. له لوږي سره مخامخ دغو هيوادونو په سږني راپور کي افغانستان په کوم مقام دی؟ انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
انځور: AP
۸۷ مقام ـ ايران
ايران د هند، پاکستان او افغانستان هغه ګاونډی هيوا دی، چي د لوږي ستونزه پکښي تر زياتي اندازې حل سوې ده. دغه هيواد د لوږي په ترڅ کي له خپل ګاونډي هيواد افغانستان څخه ۷۷ مقامه بهتر دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۸،۲).
انځور: TASNIM
۲۴ مقام ـ پاکستان
زيات نفوس لرونکی هيواد پاکستان تر هند وروسته د آسيا دويم لوی هيواد دی چي پکښي د وږو انسانانو شمېر تر نورو زيات دی. دغه هيواد په ليست کي تر هند ۸ مقامه او تر افغانستان ۱۴ مقامه بهتر دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۲۸،۵).
انځور: AP
۱۶ مقام ـ هند
هند د آسيا له تر ټولو لوی هغه هيواد دی چي پکښي د لوږي جدي ستونزه موجوده ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۰،۳).
انځور: picture-alliance/dpa
۱۰ مقام ـ افغانستان
په نړۍ کي د تر ټولو زيات لوږي سره مخامخ هيوادونو په لړ کي افغانستان پر لسم مقام دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۳،۸).
انځور: picture-alliance/Photoshot
۹ مقام ـ زيمبابوې
زېمبابوې يو له هغو افريقايي هيوادونو څخه دی چي پکښي لوږه د زياتو انسانانو د ورځني ژوند يوه لويه ستونزه ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۴).
انځور: DW/Nyani Quarmyne
۸ مقام ـ ختيځ تيمور
ختيځ تيمور د آسيا په سويل ختيځ کي واقع هيواد دی چي پکښي د اوسېدونکو شمېر نژدې يو ميليون او ۱۶۰ زره ته رسيږي. په دغه هيواد کي هم زيات انسانان له لوږي سره مخامخ دي. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۵).
د مرکزي افريقا جمهوريت په ګاونديو هيوادونو کې، چاد په دريم مقام کي هغه هيواد دی چي ډير انسانان يې وږي دي. د ۲۰۱۹ کال له پاره ورکول سوي نمرې (۴۴،۲).
انځور: Andy Hall/Oxfam
۲ مقام ـ يمن
يمن چي پکښي له څو کالونو راهيسي کورنۍ جګړه روانه ده، يو کال مخکي په تر ټولو زيات لوږه لرونکو هيوادونو کي پر شپږم مقام ؤ. خو په سږني راپور کي د دغه هيواد وضعيت لا خراب سوی او دويم مقام ته جګ سوی دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۴۵،۹).
انځور: picture alliance/abaca
۱ مقام ـ د مرکزي افريقا جمهوريت
د لوږي د نړيوال ليست له مخي په نړۍ کي تر بل هر هيواد د مرکزي افريقا په جمهوريت کي لوږه زياته ده. په دغه هيواد کي لوږه په لوړه اندازه مخ پر زياتېدو هم ده. د ۲۰۱۹ کال له پاره ورکول سوي نمرې (۵۳،۶).
انځور: F.Daufour/AFP/GettyImages
انځورونه1 | 13
د آلمان د هوايي مرستو د نوې مرحلې پیل او پراخې نیوکې
د آلمان پوځ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې) له اردن څخه د غزې پر لور د هوا له لارې ۱۴ ټنه مرستې وغورځولې. دا مرستې د خوراکي توکو او درملو بستې وې چې د اردني خیریه مؤسسو له خوا برابرې شوې وې.