1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر ۴۰۰ ډیر افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شول»

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت په حواله په تیرو دوو ورځو کې ۴۳۸ افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته ستانه شوي دي. ایران او پاکستان تیره ورځ تر ۸۰۰ ډېري افغاني کورنۍ اخراج کړي دي.

پاکستان په دوو ورځو کې تر ۴۰۰ ډیر افغان مهاجر خوشې کړي دي
آرشیف انځور: پاکستان په دوو ورځو کې تر ۴۰۰ ډیر افغان مهاجر خوشې کړي ديانځور: Badloon

د طالبانو ادارې د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت نن سه شنبه (۲۰۲۵م کال د می میاشتې ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په تیرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۴۳۸ افغان مهاجر د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه آزاد او بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي وزارت ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲۸۶ کسان او د دوشنبې په ورځ ۱۵۰ نیول شوي افغان مهاجر د پاکستان له محبسونو څخه خوشی او د سپين بولدک او تورخم د سرحدي بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک پر سرحدي کرښه د طالبانو د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې سره له دې چې دغو کسانو قانوني اسناد درلودل، د پاکستان په مختلفو برخو کې نیول شوي ول او څو ورځې په توقیف کې له تیرولو وروسته افغانستان ته اخراج شوي دي.

له ایران او پاکستان څخه د اخراجونو دوام

د طالبانو ادارې د چارواکو په حواله، تیره ورځ ۸۰۸ افغاني کورنۍ په اجباري او يا خپله خوښه له پاکستان او ایران څخه ستاني شوي دي.

د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنترول لاندې فعالیت کوي، ویلي دي چې دغه کورنۍ په ننګرهار، کندهار، پکتیکا، نیمروز، هلمند او هرات ولایتونو کې د سرحدي لارو له طریقه خپل هیواد ته را ګرځیدلي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، یوازې په یوه ورځ کې ایران ۶۲۸ او پاکستان ۱۷۱ مهاجري کورنۍ اخراج کړي دي.

پاکستان د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغان مهاجرو د اجباري اخراج دویم پړاو پيل کړی دی او دغه بهیر په بیړه روان دی.

ایران هم هغه مهاجر چې د اقامت یا پاتېدو قانوني اسناد نه لري اخراجوي او ډیرو هغو ته یې د اخراج یا وتلو پاڼې ورکړي دي، څو په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي.

له پاکستان څخه اخراج: په سرحدي کمپونو کې د افغانانو وضعيت

02:48

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل