1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانیې په سرحد کې ۱۸ تنه مهاجر وژل شوي

۱۴۰۱ تیر ۴, شنبه

د رسنیو د رپوټونو په حواله د مراکش او د هسپانیې د ملیلیه ښار ترمنځ پوله کې پر سرحدي دیوال د شاوخوا ۲۰۰۰ تنو مهاجرو د هجوم پر مهال ۱۸ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Migranten in der spanischen Nordafrika-Exklave Melilla
انځور: Javier Bernardo/AP/dpa/picture alliance

دغه خبر د جمعې (د جنورۍ میاشتې ۲۴ نیټه) په شپه ناوخته د «ال پائیس» او «لاونګورد» ورځپاڼو، د مراکش ناظور ښار ته نږدې ادارو د څرګندونو په استناد ورکړی دی.

مخکې تر دې د پنځو تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی و. د ملیلیه خودمختاره ښار د هسپانیې پورې تعلق لري، خو د افریقا لویې وچې په شمالي ساحل کې موقعیت لري.

د دغو رپوټونو په حواله، په دې ترڅ کې ۶۳ تنه مهاجر او شاوخوا ۱۴۰ تنه مراکشي پولیس ټپیان شوي دي.

د مراکش د کورنیو چارو وزارت پر مهاجرو تور لګولی دی چې له تاوتریخوالي یي کار اخیستی دی. دوی د جنوبي صحرا د افریقایي هیوادونو مهاجر دي.

د رپوټونو په حواله ۱۳۳ مهاجر توانیدلي دي چې له شپږ متره لوړ دیوال څخه تیر شي او د هسپانیې خاورې ته ځانونه ورسوي. په هغو ویډیوګانو کې چې په انټرنټ کې خپاره شوي دي، لیدل کیږي چې مهاجر ځوانان په سندرو ویلو او نڅا سره په خوشحالۍ د ملیلیه ښار پر سړکونو منډې وهي. دوی یو مؤقتي کمپ ته وړل شوي دي.

مراکش په ۱۹۵۶م کال کې له فرانسې او هسپانیې څخه خپلواکه شو؛ خو سره له دې هم هسپانیې د مراکش په خاوره کې دننه دوه سیمې له ځان سره ساتلي دي: د ملیلیه ښار او سئوتا چې د جبل الطارق تنګې په ۲۵۰ کیلومترۍ کې واقع دي او مراکش يي د مالکیت د حق ادعا لري.

ګمان کیږي چې دواړو سیمو ته نږدې په لسګونو زره افریقایان چې اکثره یي د سویلي صحرایي هیوادونو اتباع دي، یوه داسې فرصت او چانس ته په تمه دي چې وکولی شي ځانونه اروپایي اتحادیې ته ورسوي.

ډيري وختونه په زرګونو تنه په ډله ایز ډول کوښښ کوي چې سرحدي ځواکونه غافل ګیره کړي او له پولې واوړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب