1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په افغانستان کې د يوه موقت حکومت جوړېدو پلوي کوي

۱۳۹۹ اسفند ۲۲, جمعه

روسيې ويلي دي چي په افغانستان کي د يوه داسي انتقالي حکومت د جوړېدو پلوي کوي چي د طالبانو غړي هم پکې شامل وي.

Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندي ماريا زخارووا د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۲مه) په مسکو کي له خبريالانو سره د خبرو پرمهال وويل: «د يوې ټولشموله موقتي ادارې جوړښت به ښايي دغسي ستونزي ته يو منطقي حل وي چي طالبان په سوله ايز ډول د افغانستان سياسي ژوند ته ورګډ سي.»
زخارووا وويل چي د مارچ میاشتي پر ۱۸نېټه په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډه به د روسيې، امريکا، چين او پاکستان د استازو په سطحه وي. 
هغې وويل: «تمه ده په دې غونډه کي به د افغانستان د حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا، برجسته سياستوال او دغه راز د طالبانو استازي هم گډون وکړي.»
هغې زياته کړه چي په دې غونډه کي به د بين الافغاني خبرو د پرمختگ، تاوتريخوالي د لږولو او وسله والي شخړي د پای ته رسولو په اړه بحث وسي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندي دغه راز وويل چي د غونډي په ځنډه کي د دوو اړخيزو خبرو امکان هم سته، خو په هغه صورت کي که «غوښتني مناسبي» وې.


د افغانستان د سولې هڅو کې ګړنديتوب

تر دې يوه ورځ مخکي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف په يوه خبري غونډه کي وويل چي په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډه له قطر يا نورو هيوادونو سره رقابت نه دی.
لاوروف د ترکيې او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو مولوت چاووش اوغلو او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په گډ خبري کنفرانس کي وويل: «موږ ټول علاقه مند يوو چي د افغانستان غميزه هرڅومره ژر چي کيږي پای ومومي.»
هغه وويل: «دا د يموکراتيک سازۍ د پايلو يوه بله نمونه ده چي غير سيمه ايز هيوادونه هڅه کوي چي په عمل کي يې پياده کړي.»
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف زياته کړه: «موږ دلته له قطر يا بل هر څوک چي وي، سره رقابت نه کوو. موږ دلته له هغه دريځه خبري نه کوو چي کيدای سي د حسادت شک دي پرې وسي.»
لاوروف وويل: «د مسکو غونډه چي د امريکا، چين او روسيې په گډون جوړيږي پکښي د ايران، پاکستان او افغان چارواکو ته هم د گډون بلنه ورکړل سوې ده. په دغه غونډه هيڅ ډول پريکړي نه کيږي.»

د مسکو د يوې پخوانۍ غونډې يوه څنډهانځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل