1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د بهرنۍ پوځي اډې له رامنځته کولو سره مخالفت

شمس الرحمن ناصر | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۴ مهر ۱۵, سه‌شنبه

د مسکو فارمټ د اوومې غونډې ګډون کوونکو په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د ځینو هیوادونو له خوا د پوځي اډو رامنځته کولو هڅې د نه منلو وړ وبللې. په دې غونده کې د ترهګرۍ ګواښ په اړه هم انديښنه ښودل شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې امیر خان متقي په رسمي ډول د مسکو فارمټ په ناسته کې ګډون کوي
متقي په داسې حال کې په دې غونډه کې ګډون کوي چې د طالبانو اداره په تیرو څلورو کلونو کې په نړیواله کچه منزوي پاتې شوی دهانځور: Alexander Nemenov/AFP

د مسکو فارمټ اوومه غونډه د لومړي ځل له پاره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په موجودیت کې ترسره شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې غونډې ګډون کوونکو د یوه خپلواک، متحد او سوله ایز هیواد په توګه له افغانستان څخه پر غوڅ ملاتړ ټینګار وکړ او د اقتصاي پراختیا او سوداګریزې تبادلې غوښتنه یې وکړه.

دغه غونډه د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او طالبانو ادارې د لوړپوړو چارواکو په کچه جوړه شوه.

د روسیې له خوا د طالبانو ادارې له په رسمیت پيژندلو وروسته دا مسکو ته د امیرخان متقي لومړی سفر دی. په دې ترتیب د طالبانو ادارې د لومړي ځل له پاره په رسمي ډول دې فارمټ کې ګډون وکړ.

په افغانستان کې د بهرنۍ پوځي اډې مخالفت

دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د بګرام هوایي اډې د بیرته نیولو د هڅې خبره وکړه. دغه موضوع د مسکو د اعلامیې په غونډه کې هم وڅیړل شوه.

د دغې ناستې په ګډه اعلامیه کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوه راغلي دي: «دوی[په غونډه کې حاضر هیوادونو] په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د پوځي جوړښتونو استقرار له پاره د هر هیواد هڅې د نه منلو وړ وبللې، ځکه دا کار د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه دی.»

د روسیې تاس خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په دوه اړخیزه ناسته کې په افغانستان کې د بهرنیانو اډې رامنځته کیدل رد کړي دي.

نوموړي خبري آژانس د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په نقل لیکلي دي: «افغان لوړپوړي دیپلومات(متقي) په قاطعیت سره وویل چې افغانستان او حکومت یې په خپل قلمرو کې د بهرني پوځي اډې رامنځته کولو ته اجازه نه ورکوي. په دې کې بګرام هم شامل دی.»

د ترهګرۍ ګواښ

د مسکو فارمټ غړو هیوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د پياوړې کولو غوښتنه وکړه.

د دې غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي دي: «ګډون کوونکو یادونه وکړه چې ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پيښوي.»

ګډون کوونکو په لنډ مهال کې د ترهګرۍ د ريښو لمنځه وړلو په برخه کې له افغانستان څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده او ویلې یې دي چې «د افغانستان له خاورې څخه دې د سیمې هیوادونو او تر هغې هاخوا د امنیت له پاره د ګواښ په توګه استفاده ونه شي.»

دغو هیوادونو د هغو مشخصو ډلو چې ترهګریز ګواښ رامنځته کوي،  نوم نه دی یاد کړی، خو اکثره وخت په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په نوم ډلې د حضور له کبله انديښنه ښودل کیږي.

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې په افغانستان کې د داسې ډلو چې نورو هیوادونو ته دې ګواښ پيښ کړي، موجودیت رد کړ او په نورو هیوادونو کې یې د داعش د روزنیزو مرکزونو د موجودیت ادعا وکړه.

نوموړي بې له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل: «زمونږ اطلاعات دا دي چې داعش او یو شمیر نورو ډلو د سیمې په هیوادونو کې روزنیز او تجهیزاتي مرکزونه رامنځته کړي دي چې دا د افغانستان د حکومت له پاره د انديښنې وړ دی.»

متقي په داسې حال کې په دې غونډه کې ګډون کوي چې د طالبانو اداره په تیرو څلورو کلونو کې په نړیواله کچه منزوي پاتې شوی ده او دغه اداره بې له روسیې هیڅ کوم هیواد د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه ده پيژندلې.

خو سره له دې د مسکو فارمټ د غړو په ګډون یو شمیر ګاونډي او د سیمې هیوادونه له طالبانو سره نزدې اړیکې لري.

د روسیې او طالبانو د اړيکو پراخيدل؛ دواړه لوري څه هدف لري؟

32:16

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل