مسکو کې د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه
۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبهپه مسکو کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال دویچه ویله ته وویل، د ګډ امنیتي تړون سازمان په رسمي بلنه یې دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی.
آرمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجکستان د ګډ امنیتي تړون سازمان دایمي غړي دي.
د افغانستان په تړاؤ ددغه سازمان غونډه کې، د غړو هېوادونو سربیره د ملګرو ملتونو د فعالې ډيپلوماسۍ سیمه ییز مرکز د بشري حقونو او سیاسي چارو سلاکار، په خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې د څېړنې ملاتړ ډلې مشرې، د سرحدي ځواکونو د قوماندانانو شورا د همغږۍ ادارې مرستیال او د روسیې په فدراسیون، بیلاروس، او مالدووا کې د سره صلیب نړېوالې کمېټې د سیمه ییز پلاوي له وسله والو ځواکونو سره د تعامل څانګې مشر ګډون کړی ؤ.
سرچینه وايي، ددې غونډې اجنډا تر ډېره د افغانستان پر امنیتي، سیاسي مسایلو، ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د سیمي هېوادونو پر ګډې همکارۍ ورټوله وه.
اړوند مطالب:د طالبانو له ګډون پرته د مسکو په غونډه کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار
افغانستان کې د بهرنیو وسله والو د فعالیت په اړه د روسيي اندېښنې
جمال ناصر غروال وویل، د غونډې ګډونوالو ته یې د امنیتي اندېښنو په اړه ډاډ ورکړی.
دا غونډه داسې مهال رابلل شوې چې د روسيي د دفاع وزیر تازه په نوي ډیلي کې ویلي، چې افغانستان کې فعالو وسله والو ډلو خپل فعالیتونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو غځولي.
ښاغلي غروال په دې اړه دویچه ویله ته وویل: « دا د دوی تشویشونه دي، خو فکر کوم سند او یا روښانه شواهد په لاس نه لري. که چیرې شواهد یا اسناد لري نو باید د اسلامي امارت سره یې شریک کړي تر څو پر ضد یې عملي اقدام ترسره شي.»
اړوند مطالب:روسيه په مسکو کې د طالبانو کوربتوب کوي
خو د شانګهای سازمان په غونډه کې د هند د دفاع وزیر هم د ترهګریزو فعالیتونو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې.
په نوي ډیلې کې د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې روسيي او هند په ګډو دفاعي همکاریو موافقه کړې.
د هند د دفاع وزیر راجینت سنګ د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پرضد یو موټی شي او هغو کړيو ته باید سخت ځواب ورکړي چې د ترهګرو ملاتړ او مرسته کوي.
د هند دفاع وزیر ظاهراً د چا نوم نه دی اخېستی خو دغه هېواد تل پاکستان د ترهګریزو ډلو په ملاتړ او مالي تمویل تورنوي.