د اکتوبر دريمه په آلمان کي د مسجد ورځ ده. سږکال په آلمان کي په دغه ورځ د «ښه گاونډيتوب او ښې ټولني» په شعار سره د مسجدونو دروازې د ټولو وگړو پرمخ پرانيستل کيږي. په آلمان کي د مسجد د پرانيستو دروازو په اړه انځوريز راپور.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten
د آلمان د يووالي په ورځ مسجدونه
په آلمان کي د مسجد ورځ د ۱۹۹۷م کال د اکتوبر مياشتي له ۳ څخه هرکال لمانځل کيږي. د اکتوبر دريمه د آلمان د يووالي ورځ هم ده. د دغه هيواد د مسلمانانو مرکزي شورا اعلان کړی دی چي مسلمانان د آلمان د ټولني يوه برخه ده او په دې سره د آلمان له يووالي سره خپله پخلاينه ښيي. تمه کيږي چي په دغه ورځ نژدې ۱۰۰ آلمانان د مسجدونو ليدلو ته ورسي. انځور په برلين کي د «شهيدليک» مسجد.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken
مسجد د ټولو له پاره
په آلمان کي مسلمانان غواړي چي په دغه ورځ مسجدونو ته راغلي آلمانانو ته اسلام نور هم ورنژدې کړي او هغوی ته وښيي چي مسجد يوازي د لمانځه ځای نه، بلکي د ټولنيزو فعاليتونو او نورو مراسمو ځای هم دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/Paul Zinken
اصول او مقررات
د اسلام پيژندلو له پاره بايد لومړني لارښووني وپيژني چي په آلمان کي ئې هم مراعتول ضروري دي. دلته هم بايد مسجد ته تر ننوتلو مخکي خپل بوټونه وکاږي او اودس ولري. داچي په مسجد کي سجده کيږي نو فرش بايد پاک وي. انځور د کولن ښار مسجد.
د آلمان د دويسبورگ ښار مسجد په دغه هيواد کي تر ټولو ستر مسجد دی. دغه مسجد په ۲۰۰۸م کال کي پرانيستل سو. د دغه مسجد اسلامي ټولنه له آلماني بنسټونو سره له نژدې کار کوي. مسجد ته ورتلونکي وگړي په دغه ورځ کولای سي چي د مسلمانانو د ماسپښين لمونځ وگوري.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska
د برلين په شهيد ليک مسجد کي آلمانان د لمانځه ننداره کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hanschke
تسبيح
دغه آلماني زلمي ته په فرانکفورت کي د مسجد په ورځ تسبيح ډالۍ سوي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst
په مسجد کي کاتوليکان
يوازي د مسجد په ورځ په آلمان کي د مسجدونو دروازې آلمانانو ته پرانيستي نه وي، بلکي د کاتوليکانو په ورځ هم په آلمان کي د مسجدونو دروازې د مسيحي وگړو پرمخ پرانيستي وي، څو د اديانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو فرصت پيدا سي. د آلمان د مانهايم ښار په مسجد کي کاتوليکان.
انځور: picture-alliance/dpa
شين مسجد په آلمان کي څلورم پخوانی مسجد دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz
په هامبورگ ښار کي د عمر فضل مسجد په دغه ورځ د لويانو او کوچنيانو پرمخ پرانيستی وي. دغه مسجد په ۱۹۵۷م کال کي پرانيستل سوی دئ. په دغه مسجد کي د اکتوبر پر دريمه د اسلام د تاريخ په اړه معلومات وړاندي کيږي.
د «مسجدونو د خلاصو دروازو» د ورځي د تنظیمونکو په خبره تیر کلونه تقریباً ۱۰۰۰ مسجدونه د لیدونکو پرمخ خلاص سوي وه او پکښي معلوماتي پروګرامونه هم جوړ سوي وه. هغوی وايي، چي په وروستیو کلونو کي د کاله تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ غیر مسلمان لیدونکو د مسجدونو څخه لیدنه کړې ده.
سږکال د«مسجدونو د خلاصو دروازو» ورځ په «غیر معمولي او استثنايي وخت کي عقیده» تر شعار لاندي دایریږي.
زموږ له آرشيف څخه:
د افريقا نهه د پام وړ مسجدونه
په سينگال کې د لويدیځې افريقا تر ټولو ستر مسجد پرانيستل شو. په دغه لويه وچه کې يو شمير مذهبي ودانۍ موجودې دي چې له ۶۷۰م کاله نيولې تر ۲۰۱۹م کال پورې د هرې معماري دورې نمونې پکښې ليدل کيږي.
انځور: Getty Images/R. Kramdi
مسالکل جنان مسجد، سېنېگال
د ۳۳ ميليونه ډالرو په لگښت دا مسجد د ۲۰۱۹م کال په سپتمبر مياشت کې بشپړه شو. دا د لويديځې افريقا تر ټولو ستر مجسد دی چې ۱۵۰۰۰ کسان یې په دننه کې او ۱۵۰۰۰نور يې دباندې په ساحه يا حويلۍ کې ځاېيږي. دا مسجد د مريديه طريقې د پیروانو له خوا جوړ شوی دی او نوم یې د دې څانگې د مشر شيخ امادو بامبا مباکه له يوه نظم څخه اخيستل شوی دی.
انځور: AFP/SEYLLOU
د قيروان ستر جومات، تونس
دا پرتمين مسجد د اسلامي نړۍ د قديمو عبادتځایونو څخه يو دی او احتمالاً د افريقا تر ټولو زوړ مسجد دی. دا مسجد په ۶۷۰م کال کې عرب جنرال عقبه ابن نافع جوړ کړی او د معمارۍ طرز یې له اسلام څخه د مخه، د رومن او بيزانتيني مهندسۍ اغیزې لري. دا د تونس په شمالي صحرا کې په قيروان سيمه کې دی. دغه سيمه د يونيسکو له خوا د نړيوال ميراث په توگه درجه بندي شوې ده.
انځور: Imago/Panthermedia
لارابانکا مسجد، گانا
د لويديځې افريقا د مکې په نوم شهرت لرونکی دا مسجد د گانا په لارابانکا کې د سوډان د مهندسۍ پر طرز جوړ دی. دا مسجد چې په ۱۴۱۲م کال کې جوړ شوی د گانا تر ټولو قديمي مسجد دی او د لويديځې افریقا په زړو جوماتونو کې شميرل کيږي.
انځور: Imago/UIG
د توبا ستر مسجد، سېنېگال
د توبا د دې ستر مسجد د جوړيدو چارې په ۱۸۸۷م کال کې د مريديه طریقې د بنسټ ايښوونکي صوفي امادو بامبا له خوا پېل شوې وې خو دا مسجد په رسمي توگه په ۱۹۶۳م کال کې هم لا نو وو بشپړه شوی. بامبا په ۱۹۲۷م کال کې ومړ او په همدې مسجد کې خاورو ته وسپارل شو چې د هغه د پیروانو له خوا چلول کيږي. دا د نړۍ له ښکلو جوماتونو څخه يو بلل کيږي.
انځور: Imago Images
د جینيه ستر جامع مسجد، مالي
د جينيه ستر جومات د خټينو خښتو د نړۍ تر ټولو ستره ودانۍ ده. دا په ۱۹۰۷م کال کې په يوه څانگړي طرز جوړ شوی دی. هر کال د جينيه ټول وگړي د يوې میلې په ترڅ کې دې مسجد ته د طبيعي اغیزو له کبله رسېدلي زيانونه ترميموي. په دغه ميله کې موسيقي او خواړه هم وي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Cattani
د ابوجا ملي مسجد، نايجيريا
دا ښکلی جومات په ۱۹۸۴م کال کې جوړ شوی دی او د نايجيريا ملي جومات دی. که څه هم چې دا مسجد د نايجيريا د مسلمانانو له پاره جوړ شوی خو د مسجد دروازې د لمونځونو د وختو پرته د غير مسلمانانو پرمخ هم پرانيستي وي.
انځور: Imago Images/F. Stark
د يوگندا ملي مسجد
د يوگندا دا مسجد چې د جوړيدو چارې یې په ۲۰۰۶م کال کې بشپړې شوې، د عصري معمارۍ يوه بيلگه ده. د ليبيا پخواني ولسمشر معمر القدافي په کمپالا ښار کې د دې مسجد د جوړولو لارښوونه کړې وه او د هغه په نوم نومول شوی دی خو د نوموړي تر مړينې وروسته یې نوم تغير کړل شو.
انځور: Imago/UIG
حسن الثاني مسجد، مراکش
د حسن الثاني په نوم دا مسجد چې د جوړيدو چارې یې په ۱۹۹۳م کال کې پای ته رسېدلې وې، تر دې وروستيو پورې د افريقا د لویې وچې تر ټولو او نړۍ دريم ستر جومات وو. دا مسجد د مراکش د پخواني پاچا حسن الثاني د ۶۰ کليزې په وياړ جوړ شوی وو. د دې مسجد موقعيت چې په بحر کې پروت دی د قرآن پاک د دې آيت استازيتوب کوي چې د الله تعالې تاج وتخت پر اوبو جوړ دی.
انځور: picture alliance/Arco Images
جامع الجزايز، الجزاير
دا مسجد د الجزاير د ستر جومات په نوم هم شهرت لري او د جوړيدو چارو ېې اوه کاله موده ونيوله. دا جومات چې ۹۱۵ ميليونه يورو لگښت پرې راغلې سږ کال پرانيستل شو. د دې مسجد تعمير يوه نړيواله چاره وه: مالي تمويل یې الجزاير کړی، طرحه یې آلماني مهندسانو وړاندې کړې وه او د جوړيدو چارې یې يوه چينايي شرکت پر غاړه اخيستې وې.