1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي چې د جوماتونو امنيت خپله وساتي

۱۴۰۰ مهر ۲۴, شنبه

طالبانو ويلي غواړي د شيعه ګانو د جوماتونو امنيت وساتي. نن په سلګونو خلکو په کندهار ولایت کې د پروني بريد قربانیان خاورو ته وسپارل.

Afghanistan - Kandahar
انځور: Bilal Guler/picture alliance/AA

د اسلامي دولت په نوم اورپکې ډلې د کندهار پر فاطميه جومات باندې د بريد پړه منلې ده. دغه جومات ته بريدکوونکي ورننوتل او د جمعې د لمانځه پر مهال يې ځانونو ته چاودنه ورکړه. يوه روغتيايي چارواکي ويلي چې د مړو شمېر۴۱ تنه دی چې ۷۰ تنه ټپيان هم دي. د هغه په خبره »ځينې زخمي کسان په نازک حالت کې دي چې کوښښ کوو کابل ته يې انتقال کړو.«

د شنبې په ورځ يوې لويې ډلې په سپينو کفنونو کې نغښتي مړي په کندهار کې يوه ډله يز قبر کې خاورو ته وسپارل. د کندهار د پوليسو مشر وويل چې د شيعه ګانو د جوماتونو د حفاظت له پاره به خاص واحدونه وګومارل شي. تر اوسه يوازې رضاکارو ځواکونو دغه کار کاوه چې د وسلو د ګرځولو ځانګړی جواز ورکړل شوی وو. د کندهار د پوليسو مشر په تويتر کې د طالبانو د يوه وياند له خوا په يوه خپاره شوي بيان کې ويلي چې «له بده مرغه هغوی ونه شو کولی چې دغه سيمه وساتي، نو په راتلونکي کې به ځانګړي امنيتي ساتونکي د جوماتونو او مدرسو د ساتنې له پاره وګومارو.»

د فاطميه جومات په کندهار کې د شيعه ګانو تر ټولو ستر مسجد دی چې د امام بارګاه په نوم هم شهرت لري. اوسنی بريد يوه اوونۍ مخکې د کندوز په يوه جومات کې تر بريد وروسته دويم لوی بريد دی. د کندوز په حمله کې ۸۰ تنه ووژل شول.

 د شيعه ګانو او هزاره ګانو پر جوماتونو او نورو ځايونو باندې بريدونه د لويديځ له ملاتړ څخه د برخمن حکومت لاندې هم تر سره کېدل. خو د طالبانو د واکنمۍ راهيسې هم د اسلامي دولت په نوم ترهګرې ډلې په لسګونو عمليات تر سره کړي دي، يعنې پر طالبانو د وړو بریدونو تر څنګ داسې لوی بريدونه هم شوي دي چې په لسګونو خلک يې له منځه وړي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب