1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان کې مېشتو ډېری ترکانو ښايي اردوغان ته رايه ورکړې وي»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

آلمان کې مېشتو ډېری ترکانو د ترکي ټولنې د مشر په حواله ښايي ولسمشر رجب طيب اردوغان ته خپله رايه ورکړې وي. د سبا ورځې په انتخاباتو کې ښايي د ولسمشرۍ په سر سيالي د ۲۰۱۸ کال پرتله لا ډېره جوخته وي.

رجب طيب اردوغان
رجب طيب اردوغانانځور: Cagla Gurdogan/REUTERS

په آلمان کې د ترکي ټولنې مشر، ګوکای سوفوغلو، د دويچلند فونک راډيو سره په يوه مرکه کې چې ټاکل شوې سبا به خپره شي، ويلي چې جرمني کې مېشت ډېری ترکانو ښايي اردوغان ته خپله رايه ورکړې وي. د سوفوغلو په خبره دا په دې پورې هم اړه لري چې اردوغان ځان داسې ښکاره کړی چې د خلکو په درد خوري.د ترکیې د اپوزیسیون پر سیاستوال د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی

په ترکيه کې د نويو هوايي ډګرونو په جوړولو سره يې ترکانو ته سفرونه آسانه کړي دي او د روغتيا سيستم هم هلته اوس د آلماني ترکانو له پاره په زړه پورې شوی دی. د سوفوغلو په خبره د بشري حقونو او د رسنيو د آزادۍ په څېر موضوعګانې بيا د ډېری ترکانو له پاره مرکزي اهميت نه لري.اردوغان د ناروغۍ له امله په مهمه غونډه کې خپل حضور لغوه کړ

سوفوغلو د آلمان پر سياست هم نيوکه وکړه چې اردوغان په آلمان کې د مېشتو ترکانو تر منځ اوس ډېر ښه نوم او شهرت لري. دا ځکه چې د هغه په خبره په آلمان کې مېشت ترکان په کافي ډول نارول شوي نه دي. ډېر کسان داسې تصور هم لري چې هغوی په آلمان پورې اړه نه لري. سوفوغلو البته د آلمان د حکومت د هغو پلانونو هرکلی وکړ چې غواړي ښځينه او نارينه ترکانو ته د دوه ګوني تابعيت زمينه برابره کړي.ترکيې د ترهګرۍ په شک ۱۱۰ کسان نیولي دي

په ترکيه کې د يکشنبې يا اتوار په ورځ ولسمشريزې ټاکنې تر سره کيږي. کتونکي د يوې څنګ په څنګ یا جوختې سيالۍ انتظار لري. اردوغان د ۲۰۱۴م کال راهيسې ولسمشر دی چې په دغه هېواد کې يې خپل قدرت وار په وار ډېر کړی دی. د هغه په وړاندې ولاړ کانديد، کمال کيليجداروغلو ويلي دي چې غواړي پارلماني ډموکراسي لا پياوړې کړي. په ځينو نظرپوښتنو کې کيليجداروغلو مخکې دی. له دويچلند فونک راډيو سره په آلمان کې د ترکي ټولنې له مشر سره ثبت شوې مرکه به د يکشنبې يا اتوار ورځې په غرمه خپره شي.

کی ان ای/ن.ص./ش.ن.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل