1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په بنو کې چاودنې دوه کسان وژلي او يو شمیر نور یې ټپيان کړي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ بهمن ۲۷, دوشنبه

په پاکستان کې د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه په موټر ساېکل کې د ځای پر ځایو شویو چاوديدونکو توکو د چاودنې په پايله کې دوه کسان وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان شوي دي.

آرشیف انځور: په کرمه سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواک دونه تنه غړي
که څه هم چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې په بنو کې د بريد مسئوليت نه دی منلی خو په ماضي کې د دې ډول يو شمیر بريدونو پړه پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي ډلې منلې ده. انځور: Basit Gilani/AFP

چارواکو نن، دوشنبه (د ۲۰۲۶م کال د فیبرورۍ ۱۶) ويلي دي چې د پاکستان په شمال لویديځ کې د پوليسو د يوې پوستې مخې ته په يوه موټر ساېکل کې د ځای پر ځای کړل شويو چاودیدونکو توکو د انفجار په نتيجه کې د يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان شوي دي.

د سيمې د پوليسو يوه مشر فدا محمد، وويل چې دا پېښه د ناامنه ایالت خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي د پېښې په اړه ډېر جزيات وړاندې نه کړل او يوازې دومره یې وويل چې وژل شوي او ټپيان يوه نږدې پراته روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

که څه هم چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی خو په ماضي کې د دې ډول يو شمیر بريدونو پړه پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي ډلې منلې ده. 

په پاکستان کې د تاوتریخوالي ډیرېدل

پاکستان په دې وروستيو کلونو کې د تاوتريخوالي د ډيرېدو شاهد او د دې هېواد حکومت یې پړه پر پاکستاني طالبانو اچوي.

دا ډله که څه هم چې ځان له افغان طالبانو جلا ګڼي خو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک د طالبانو تر رسیدو وروسته له هغوی سره نزدې اړیکې لري.

ايا پوځي عمليات به په خيبر پښتونخوا کې امنيتي وضعيت ښه کړي؟

26:24

This browser does not support the video element.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي د څپې زیاتیدو له افغان طالبانو سره د اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړې، او پاکستان ادعا کوي چې ټي ټي پي، په افغانستان کې ازاد فعالیت لري. خو ټي ټي پي او افغان طالبان دا تورونه ردوي. په افغانستان کې د طالبانو اداره وايي چې پاکستان پخپله د خپلو داخلي ستونزو مسئول دی.

پر ټي ټي پي سربیره پاکستان د بلوچ بيلتون غوښتونکو ډلو د تاوتريخوالي شاهد هم دی او همدا راز د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې هم په دغه هېواد کې خونړي بريدونه ترسره کړي دي. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب