په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې سیاسي بحران د ژورېدو په حال کې دی، تاوتريخوالی هم مخ پر ډېرېدو دی.
په موزمبيق کې پوليسو وويل چې د پلازمينې موپوتو په يوه زندان کې چې ډېر شدید امنیتي تدابیر لري، د ګډوډۍ د رامنځته کيدو وروسته ۳۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د دغه هېواد د پوليسو د مشر په حواله په دې ترڅ کې ۱۵۰۰ زندانیان هم په تېښته بريالي شوي دي. زياته شوې چې مظاهره کوونکو د هېواد پر نورو يو شمير زندانونو هم هجوم ور وړی چې د ډېرو زندانيانو تېښتې ته یې لاره هواره کړې ده.
اړونده موضوع: له دوو سوو ډير بنديان په لوڅ حالت کې تښتيدلي
د پوليسو دغه مشر وويل چې د تښتېدلو څخه تر اوسه ۱۵۰ کسان بيرته نیول شوي دي.
په موزمبيق کې د ټاکنو د نتايجو تر اعلانېدو وروسته په دې تېرو څو ورځو کې مظاهرې وار د واره د پراخېدو په حال کې دي.
د اپوزيسيون مشر واننسيو موندلانه، چې د رپوټونو په حواله یې ۲۴ سلنه رایې ترلاسه کړي، د ټاکنو نتايج د درغلې په تور رد کړي دي.
له زندانونو څخه د بندیانو د تېښتې حیرانونکي پيښي
له هغه وخت راهیسي چې زندانونه جوړ شوي دي، بندیان د لویو دیوالونو، اوسپنیزو دروازو او سختې پيرې په څیر خنډونو سربیره په تیښته بریالي شوي دي. په دې انځوریز رپوټ کې د تیښتې د حیرانونکو پيښو په اړه معلومات راټول شوي.
انځور: imago/Kai Koehlerیو مجرم چې د ۲۰۱۸ م کال په جولای میاشت کې وتوانید چې د هلیکوپتر په وسیله د فرانسې په رئوی سیمه کې له زندانه په تېښته بریالی شي. رضوان فاید یوازې په څو دقيقو کې په تیښته بریالی شو. درې تنه وسله وال کسان په هلیکوپتر کې د زندان په انګړ کې ښکته شول او هغه یې له ځان سره بوت. دا هلیکوپتر وروسته بیا پاريس ته نږدې په یوه سیمه کې وموندله شوه. پولیس د ټول هیواد په کچه د هغه په لټه کې دي.
انځور: Getty Images/AFP/G. van der Hasseltد یوه سابقه لرونکي مجرم تېښته
د ۲۰۰۷ کال په جولای میاشت کې هم یو غل چې بانک یې لوټ کړی وو په همدې طریقه فرار کړی وو. د پاسکال پایه، ملګرو له درنو وسلو سره د هلیکوپتر په وسیله هغه د ګراس ښار له زندان څخه بوت. پاسکال پایه، چې په ۳۰ کاله بند محکوم شوی وو، مخکې تر دې هم په ۲۰۰۱ م کال کې د فرانسې له یوه بل زندان څخه هم د هليکوپتر په وسیله فرار کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Horvatپه مکسیکو کې مستحکم زندانونه
د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې د نشه یې توکو د بانډ یو مشر خواکين ګوزمن، د یوه تونل په وسیله د مکسیکو د التی پلانو، له زندان څخه په تېښته بریالی شو. دا په ۱۴ کلونو کې د هغه دوهم وار وو چي له زندانه فرار کوي.
انځور: Reuters/PGR/Attorney General's Officeد بدرفتونو د پيپونو له لارې تیښته
د ۲۰۱۵ م کال په جون میاشت کې په نیویارک کې دوه تنه قاتلان وتوانیدل له یوه ډیر مستحکم زندان څخه تېښته وکړي. دوی د دې کار له پاره دیوالونه سوري کړل او د ناپاکو اوبو د یوه بدرفت له لاري یې ځانونه له زندان څخه و ایستل.
انځور: Getty Images/New York State Governor's Office/D. McGeeپه ۲۰۱۱ م کال کې په مکسیکو کې د خوان رامیرز تیرینا، چې د مخدره توکو د قاچاق په جرم بندي شوی وو، ملګرو هڅه وکړه چې له هغه سره له زندان څخه په تېښته کې مرسته وکړي. خو د زندان ساتونکو پر هغه بکس شک وکړ چې د تیرینا، ملګرو ویل په هغه کې د زنداني خیرني جامې دي. او د تلاشۍ پر مهال یې له بکس څخه خوان رامیرز تیرینا، را اویست.
انځور: picture-alliance/dpa/Sspqrدا د لویې بریتانيا په تاریخ کې له زندان څخه د بندیانو د فرار تر ټولو لویه پيښه وه. په ۱۹۸۳م کال کې د ایرلندي پوځ جمهوري غوښتونکو ملیشه و ۳۸ تنه زندانیان وتوانیدل چې د ایرلند په شمال کې د «میز پریزون» له مستحکم زندان څخه وتښتي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Mcerlaneد چرګانو د هګیو په لټه کې
هغه جمله چې یو ملت یې وخنداوه. د یوه بانک لوټونکی والتر شتورم، په هغه یو لیک کې چې تر خپلې تېښتې مخکې یې په خپل ځای کې پریښې وو لیکلي وو: «د (پاک اختر) د جرګانو د هګیو په لټه کې یم». هغه په ۱۹۸۱ م کال کې د عیسویانو د پاک اختر په رخصتیو کې له زندانه وتښتېد.
انځور: picture-alliance/dpaپه امریکا کې زنجیره ای قاتل تئودور باندې، د ۱۹۷۷م کال د جولای میاشتي پر ۷ له زندان څخه په تېښته بریالی شو، خو تر څه مودې وروسته بیرته ونيول شو. شپږ میاشتې وروسته هغه بیرته له زندانه وتښتید. باندې تر تېښتې مخکې خپل ۱۰ کیلوګرامه وزن کم کړی وو، څو وکولای شي د هغه سوري له لارې وتښتي چې د خپل محبس د کوټې په چت کې یې جوړ کړی وو.
انځور: picture-alliance/APله الکاتراز څخه افسانه ایې تېښته
د هغوی د تېښتې پرکیسې فلم جوړ شوی دی. فرانک لي موریس، انګلین او د کلارنس ورونو په ۱۹۹۲م کال کې د هغې یوې برمې څخه په استفادې وکولای شول فرار وکړي چې دوی پخپله جوړ کړی وو. دغو غلو چې بانک یې لوټلی وو د دې له پاره چې بندیانو ته بازي ورکړي د خپل خوب په ځایونو کې یې په لاس جوړي شوي ناوکۍ څملولي وې او له پلاستيکي چپنونو څخه یې (د خپلې تېښتې له پاره) کښتۍ جوړه کړې وه.
انځور: imago/Kai Koehler پلازمينه موپاتو له هغو ښارونو څخه يو دی چې د مظاهرو له کبله اغیزمن شوي دي. په دې مظاهرو کې تر اوسه ۵۶ کسان وژل شوي او نور ۳۸۰ تپيان شوي دي.
د موپاتو ترڅنګ د موزمبیق بايرا او نموپولا هغه ښارونه دي چې د احتجاج له کبله اغیزمن شوي.