د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افریقایي هیوادونو کي د اِم پاکس د ناروغۍ د رامنځته کیدو له امله « د نړیوالي اندیښنې وړعامي روغتیا بیړنی حالت» اعلان کړی دی. دغه خبره د نوموړي سازمان مشر، تیدروس ادهانوم گیبریسوس د چارشنبه په ورځ (د اگست ۱۴مه) په ژنیو کی د روغتیا د نړیوال سازمان په غونډه کی څرگنده کړه. تیدروس وویل، د روغتیا نړیوال سازمان به په راتلونکو ورځو او میاشتو کی له ټولو اغیزمنو هیوادونو سره د نیژدې گډ کار له لاري د نړیوالو متقابلو اقداماتو په هکله همږغي وکړي.
د دغي سرمشریزي مشر، دیمي اوگوینا خبر ورکړی چی ۱۵ کسیزي بیړنۍ کمیټې په یوه خوله پریکړه وکړه چي د خبرداری تر ټولو لوړه کچه اعلان کړي. نوموړی نایجیریایي، د ویروسي ناروغیو ډاکټر او متخصص دی.
تیدروس په ژنیو کي تر سرمشریزي مخکی وویل:« موږ په بیلابیلو هیوادونو کي د وبا د مختلفو ډولو سره مخامخ یو.» د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر په خبره، د هغوی د سرایت کولو لاري او خطرونه هم یو له بل سره ډیر توپیر لري. دغه ویروس د تڼاکو له کلاسیک ویروس سره تړاو لري. هغه تر ټولو د مخه د بدن پر پوستکي تڼاکي رامنځته کوي ، همدارنگه تبه او د عضلاتو دردونه هم ورسره وي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر، تیدروس ادهانوم گیبریسوسانځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images په تیره بیا د 1b ډول یې کارپوهان اندیښمن کړي چی په اوس وخت کی په ځینو افریقایي هیوادونو کی مخ په پراخیدو دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د اضطراري کمیټې د سلامشورو په پیل کي، تیدروس خبر ورکړ چي په بوروندي، کینیا، رواندا او یوگندا کي چي مخکي له اِم پاکس څخه نه وه اغیزمن سوي، د جولای راهیسي په مجموعي ډول د 1b ویروس شاوخوا ۹۰ پیښي ثبتي سوي وې.
دروغتیا د نړیوال سازمان په حواله د ویروس دغه ډول د ناروغۍ سخت بهیر او د مړینو د ډیرو پیښو سبب کیږي. او د 1b ډول یې کیدای سي د مخکیني ډول په پرتله په آسانۍ سره د جنسي اړیکو په گډون د عادي نیژدې تماسونو له لاري خپور سي.
د دغه ویروس معمولي علایم، پر ټول بدن د تڼاکو راڅرگندیدل دي. د هغه تر څنگ تبه هم رامنځته کیږي.
په تیره بیا د کانگو ډیموکراټیک جمهوریت ډیر اغیزمن سوی د اِم پاکس د تازه ویروس له خپریدو څخه د کانگو ډیموکراتیک جمهوریت په ځانگړي توگه اغیزمن سوی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله د مرکزي افریقا په دغه هیواد کی په روان کال کي څه د پاسه ۱۴ زره پیښي ثبتي سوي دي. د نوموړي سازمان په حواله ۵۲۴ انسانان ددغه ویروس له امله مړه سوي دي. تیدروس وایي چي دغه رقم د ټول ۲۰۲۳ کال په پرتله ډیر دی. د کانگو ډیموکراټیک جمهوریت حکومت د جولای په میاشت کي د پیښو په شمیر کي له فوق العاده زیاتوالي څخه خبره کړې ده.
د اونۍ په پیل کي لا د افریقا روغتیایي چارواکو د نوموړي لویي وچی له پاره د اِمپاکس د ویروس د خپریدو اضطراري حالت اعلان کړ. سربیره پردې خبرداری ورکول سوی دی چی دغه ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کي دی. تر اوسه پوري په روان کال کي په دغه لویه وچه کي څه د پاسه ۱۸ زره پیښي ثبتي سوي دي. دا په دې معنی چی د تیر کال همدغه وخت په پرتله ۱۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په مجموعي ډول د دغي ناروغۍ په هکله له ۱۳ هیوادونو څخه رپوټ ورکول سوی دی.
په افریقا کی د واکسین د کافي دوزونو کمښت د ویروسي ناروغیو په وړاندي مبارزه کي دوه ډوله واکسیونونه موجود دي. خو د روغتیا له نړیوال سازمان څخه، تیم نگیوین وایی چي په تیره بیا افریقا کي په کافي اندازه د واکسین دوزونه نسته.
د اِم پاکس واکسینانځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance نوموړي په مشخص ډول واضح کړه چی د واکسین د MVA-BN- ډول څخه، دوه ډوله یې د پیریدلو له پاره موجود دي. که قوي فرمایشونه موجود وي، کیدای سي د کال تر پایه پوري نور ۲،۵۰۰ میلیونه هم تولید سي. د روغتیا نړیوال سازمان له بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چی د هغه له پاره پیسې آماده کړي. همدارنگه یې له هغو هیوادونو څخه هم د واکسین د دوزونو د ورکولو غوښتنه کړې چي هغه یې ذخیره کړي دي.
د LC16 په نوم د واکسین دوهم ډول په جاپان کي تولیدیږي، خود نگیوین په خبره نه په تجارتي ډول. له بلې خوا جاپان تل د بسپنې د ورکولو په برخه کي ډیر سخاوتمند دی.
اروپایی ټولني اعلان کړی چي د MVA-BN د واکسین، پوره ۱۷۵ زره دوزه به په اختیار کي ورکړي. د
Bavarian Nordic په نوم د دوا جوړولو ډنمارکي آلماني تولیدونکي شرکت غوښتل ۴۰ زره دوزه د بسپني په ډول ورکړي.
د مور د شیدو او د شیدو ورکولو ۱۰ په زړه پوري حقیقتونه
په ټوله نړۍ کي نژدې ۴۰ سلنه ماشومان چې شپږ میاشتني سوي نه وي د مور په شیدو تغذیه کېږي. ملګري ملتونه وايي چي د مور شېدې د لومړي واکسین غوندي کار ور کوي، خو ګټه يې ډېره ده. انځور: Fotolia/Okea د مور شیدې څنګه پيداکېږي؟ د مور شیدې ان له زېږون څخه ترمخه د میندوارۍ پرمهال جوړیږي. خو پروژسترون هورمونونه او پرولا کتین غدې له زېږون څخه نژدې ۲۴ ساعته وروسته دمورشیدې په حرکت راولي. دانو د کوچني کار دی، چي په اول وار د مور تی روي د مور د شیدو ورکولو پرېکړه کوي. پردې سربېره د پرولاکتین هورمون د مور عصبي سیسټم او د شیدو د تولید اندازه تنظمیوي.
انځور: Diana Bagnoli/Getty Images کوچني ته ولي د مور شېدې دومره ګټوري دي؟ د کوچني له پاره د مور شیدې دومره ګټوري دي چي بیخي د چا زړه ته نه لویږي. په اوله اوونۍ کي د مور شیدې د کوچني د کولمو د ساتني او عفونیت دنده لري، په هضم کي مرسته کوي او د باد او برېښ څخه کوچنی ژغوري. د مور شیدې د نوي زېږېدلي کوچني له پاره ځواکمني، ساتندویه او له بېلا بېلو حساسیتونه څخه يې مخنیوی کوي. پر دې سربېره د مور شيدې رودل د زامي او تالو له جوړولو سره مرسته کوي.
انځور: Ariana Cubillos/AP/picture alliance د مور په شیدو کي کوم ګټور مواد سته؟ د مور په شیدو کي د ګټورو موادو لړلیک خورا اوږد دی. له هغو څخه مهم يې معدني مواد، ویټامینونه، غوړزګي او امینو اسید، په همدې ترتیب نوکلئوتیدونه، چي د « ډي این اې» په جوړولو کي اساسي رول لري. کاربوهایدرېډونه، چي انرژي چمتوکوي، نور هغه د ودي فکټورونه چي د کولمو په اوبدلي پوښښ کي د معافیتي سیسټم له خوا کارول کيږي مرسته کوي، ترڅو له بدن سره د باندنیو میکروبونو په پېژندلو او شنډولو کي همکاري وکړي.
انځور: Addictive Stock/Shotshop/IMAGO د مور د شیدو بېلا بېل پړاونه د مور شیدې تل د بدلون په حال کي دي. د شیدو ورکولو په لومړیو ورځو کي د مور د شیدو غدې د«کولسټروم» په نوم یوه داسي ماده تولیدوي چي ډېر غذايي مواد لري. له څلورمي ورځي وروسته لنډمهاله شیدې رامنځته کېږي، په لسمه ورځ د شیدو ورکولو غدې بشپړیږي، خو دا یوازې یوه مرحله نه ده، بلکي د مور شیدې د کوچني د ودي د بېلا بيلو مرحلو سرسم بدلیږي.
انځور: Antonio Ovejero/Addictive Stock/IMAGO یوه ښځه د ورځي څومره اندازه شیدې کوي؟ یوه ښځه هره ورځ تر یو لېټر پوري شیدې تولیدوي. نوی زېږېدلی کوچني په هر «واري خوراک» له ۲۰۰ ملي لیټرو څخه تر ۲۵۰ ملي لیټرو پوري شیدې روي، خو ښځه کولای سي چي د نوي زېږېدلي کوچني له اړتیا سره سم لږ یا ډېري شیدې تولید کړي.
انځور: Brandon Bell/Getty Images نوي زېږېدلي کوچني ته باید ترڅو میاشتو پوري شیدې ورکول سي؟ په دې اړه بېلا بیل نظرونه موجود دي، د روغتیا نړيوال سازمان او د شیدو ورکولو ملي کمېسیون میندو ته لارښوونه کوي، چي باید ترڅه کم شپږو میاشتو پوري نوي زېږېدلي کوچني ته شیدې ورکول سي، خو په څلورمه میاشت کي باید له شیدو ورکولو سره غذا هم ور زیاته سي.
انځور: Addictive Stock/Shotshop/IMAGO په بېلا بیلو فرهنګونو کي د شیدو ورکولو وخت فرق لري. د مثال په ډول په بوفي، چي د افریقا په منځنۍ برخه کي پروت دی هلته کوچنيان تر ۵۳ میاشتو یعني تر څلورنیمو کالو پوري د مور شیدې روي. په دې وخت کي یوه مور له تصوره لیري ۱۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي، خو په ټوله نړۍ کي په منځنۍ کچه نویو زېږېدلو کوچنیانو ته ۳۰ میاشتي د مور شیدې ورکول کیږي.
انځور: Begsteiger/Bildagentur-online/picture alliance پخوا په ځینو هیوادونو کي د «مورشیدې» د نامه پرځای د « ښځي شیدې» نوم کارول کېدی دا په ۱۸مه مېلادي پېړۍ کي له کمپاین څخه وروسته په دغه نامه بدل سو، په دې وخت کي میندو ته لارښوونه کیده چي خپل کوچنیان دایانو ته ونه سپاري او خپله هغوی ته شیدې ورکړي. ميندي بايد کوچنیان تغذيه کړي، نه نوري بېګانه ښځي.
انځور: R Modi/Dinodia Photo/IMAGO په عامو ځایونو کي کوچني ته شیدې ورکول جنجالي دي په عامو ځایونو کي کوچني ته د شیدو ورکول عامه خبره نه ده او په یو شمېر هیوادونو کي پر دغه کار بندیز دی، خو په یوشمېر لوېدیځو هیوادونو کي بیا کوچني ته په عام محضر کي شیدې ورکول عادي خبره ده.
انځور: Wladimir Wetzel/Colourbox د حيواناتو او انسانانو تی/ شیدې ورکول انسانان او حيوانات خپلو اولادونو ته د شیدو ورکولو پرمهال يې پاملرني یو ډول نه وي، انسان که هر وخت وغواړي کولای سي اولادونو ته شیدې ورکړي او یا ګرسره هیڅ شیدې ورنه کړي. کوچني څاروي بیا تر هغه مهاله په خپلو میندو پوري تړلي وي او د مورشیدې روي، ترڅو پر خپلو پښو د څرېدو او خوړو پیداکیدو توان پیداکوي. د مثال په ډول هومینید بیزوګاني له پنځو تر اوو کالو پوري خپل نوي زېږېدلي بچي ته شیدې ورکوي.
انځور: Reuters
GP/AA/DW.Online