شهزاده رضا پهلوي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبرورۍ ۱۷مه) د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د بهرمیشتو سیاسي فعالانو د ټینګو دریځونو په اړه د آلمان د «یو ټلویزوني شبکې» د خبریالې ناتالي امیري د پوښتنې په ځواب کې وویل: «لکه څنګه مې چې تېره اونۍ په واشنګټن کې د خپلې وینا پرمهال وویل، اوس د یووالي او پیوستون وخت دی او راتلونکی ښايي د سیالۍ وخت وي.»
اړوند مطالب:د ایران د حکومت د اپوزیسیون ناسته، د نظام پر پرځولو ټینګار شوی
د مونیخ امنیتي غونډې ته د ایران اسلامي جمهوري حکومت چارواکي نه دي بلل شوي، خو شهزاده رضا پهلوي، مسیح علي نژاد او نازنین بنیادي بلل شوي او هغوی به نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبرورۍ ۱۸مه) د «ښځه، ژوند، خپلواکي» تر سرلیک لاندې د یوه ګردي میز ګډونوال وي.
رضا پهلوي دغه راز زیاته کړه:«دلته باید ثابته کړو، چې تر هرڅه وړاندې کولای شو د یوې ګډې غوښتنې لپاره ګډ کار وکړو، د خپل هېواد د خپلواکی لپاره، هیله من یم چې له هرې فکري ډلې زمونږ هېوادوال ددې موضوع آهمیت په بشپړ ډول درک کړي.»
شهزاده پهلوي دغه راز د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د خپل پلار پر کړنو د نیوکو په ترڅ کې وویل: «مونږ هر یو په خپله د خپلو کړنو، تګلارو او چلند مسئول یو، هیله من یم چې زما په اړه هر قضاوت زما د کړنو او لیدلورو پر بنسټ وي نه د نورو...»
قهرېدلي ځوانان سړکانو ته راوتلي دي. د ايران په ځينو ښارونو کي مظاهرې وار په وار په تاوتريخوالي اوړي. د دې تاوتريخوالي انځورونه دلته کتلای سئ.
انځور: Farsهغه ويډيوگاني او خبرونه چي له ايران څخه په ټولنيزو رسنيو کي خپاره سوي دي، ښيي چي په تهران، دماوند، شاهين شهر، اراک، قزوين، ساوه، همدان، کرج، تويسرکان، مراغه، ايذه، بهشهر، کرمانشاه، سنندج، خوی، اليگودرز او څو نورو ښارونو کي له امنيتي ځواکونو سره تاوتريخوالی رامنځ ته سوی دئ.
انځور: Farsپه ټولنيزو شبکو کي داسي خبرونه خپاره سوي چي وايي مظاهره چيان پر سړکانو باندي د «استقلال، آزادۍ، مرگ پر ديکتاتور» او داسي نور شعارونه ورکوي.
انځور: Farsد ايران جمهوررئيس پخپله دوهمه وينا کي د دوشنبې په ورځ وويل: «زموږ ملت يو اقليت او يوه کوچنی ډلې ته چي د قانون او د خلکو د غوښتنو خلاف شعار ورکړي او مقدساتو ته توهين وکړي، ډير ښه ځواب ووايي.»
انځور: Irane-maد ايران د ځينو ښارونو سړکانو او کوڅو ته په زرونو ځوانان راوتلي دي. مظاهرې د پنجشنبې په ورځ لومړی په مشهد ښار کي د بې کارۍ او بيه د لوړوالي پرضد پيل او وروسته ډير ژر نورو ښارونو ته وغځېدلې.
انځور: Kurdistan24د وروستيو راپورونو له مخي په دغو مظاهرو کي تر اوسه پوري تر ۲۰ زيات انسانان وژل سوي دي.
انځور: Farsد ايران د مجلس ځينو استازو هم د تويتر له لارې له خلکو غوښتي دي چي د بېگانه وو په خبرو پسې سر و نه گرځوي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي.
انځور: Farsپه دې تاوتريخوالي کي تر اوسه پوري ځينو ځايونو ته اورونه هم اچول سوي دي.
انځور: Mashreghnewsپه ايران کي په تيرو مظاهرو کي لکه په ۹۶هجري لمریزکال کي هم د مظاهرو پرمهال پر سړکانو ولاړو موټر او دوکانونو ته اور اچول سوی وو. انځور د پخوانيو مظاهرو دئ.
انځور: twitter_arteshboodپه ټولنيزو رسنيو کي خلکو عامه شتمنیو ته د زيان رسولو پرضد سخت غبرگونونه ښوولي دي.
انځور: twitter_farzad_azپه ايران کي رسنيو د مظاهرو په پنځمه ورځ ويلي چي، وروسته له هغه چي په ځينو ځايونو کي مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي تر اوسه پوري تر ۲۰ زیات کسان وژل سوي دي.
انځور: twitter_sartipiد وروستيو راپورونو له مخي تر اوسه پوري تر ۱۰۰ زیات مظاهره کوونکي نيول سوي دي.
انځور: Farsکه څه هم چي دغه مظاهرې د بيو د لوړوالي پرضد په مشهد کي پيل سوې، خو وروسته ډير ژر ځينو نورو ښارونو ته هم وغځېدلې او شعارونو يې بدلون وموند. په دې مظاهرو کي اوس د حکومت ضد شعارونه ورکول کيږي.
انځور: picture-alliance/AA/Stringer د ایران په ښارونو کې د شپنیو اعتراضونو دوام
د ایران په ښارونو کې د واټونو پرسر اعتراضونه لاهم دوام لري. د جمعې په ماښام د ګلشهر او ګوهردشت سیمې د واټ پر سر د اعتراضونو شاهدې وې.
د تهران له اکباتان، ستارخان، نارمک او تهران پارس سیمو څخه هم په ټولیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په هغو کې «بې رېښې خامنه يي، ولسي پاڅون نه ختمیږي.»، «مرګ پر خامنه يي، لعنت پر خمیني»، «مرګ پر دیکتاتور»، «مرګ پر عسکر» او «ښځه، ژوند، خپلواکي» شعارونه ورکول کیږي.
اصفهان او مشهد هم د خلکو د شپنیو اعتراضونو شاهد ول. په ټولیزو شبکو کې حکومتي تبلیغاتي بیلبوردونو ته د اوراچونې ګڼ شمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي.