1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځايي رسنۍ: طالبانو مولوي عبدالکبیر رئیس الوزرا ټاکلی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان ځايي رسنيو خبر ورکړی دی چې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده د یوه فرمان پر اساس مولوي عبدالکبیر د دوی د حکومت سرپرست رئیس الوزرا ټاکل شوی دی. ويل شوي دي چې مخکنی رئیس الوزرا ملا محمد حسن ناروغه دی.

Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

د افغانستان رسنيو د راپورونو پر اساس د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د خپل حکومت سرپرست رئیس الوزرا ته د ورپيښې ناروغۍ له کبله مولوي عبدالکبیر نوی سرپرست رئیس الوزرا ټاکلی دی.

طالبانو د رئیس الوزرا ګوښه کیدل او په کابینه کې بدلون رد کړ

د طلوع نیوز سیمه ایزې رسنۍ په حواله د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د یوه ځانګړي فرمان په ترڅ کې ملا محمد حسن له دندې ګوښه او پر ځای یې په سیاسي چارو کې د طالبانو د رئيس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د نوي چارسمبالي لومړي وزير په توګه ټاکلی دی.

د سرچینو په حواله دا چې د ملا محمد حسن روغتیایي وضعیت اوس ښه نه دی نو له کبله يې له دندې ګوښه کړای شوی او تر هغې چې روغتیایي وضعیت یي بیرته ښه کیږي مولوي عبدالکبیر به د طالبانو په حکومت کې د سرپرست په توګه د ریاست الوزرا چارې پرمخ وړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي دی چې ملا محمد حسن اخند د لنډ وخت له پاره د درملنې او استراحت په موخه کندهار کې دی او مولوي عبدالکبیر به د ریاست الوزرا کارونه د کفیل په توګه پر مخ وړي. 

 

 د پژواک خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د مولوي عبدالکبیر د مطبوعاتي دفتر مسئول محمد حسن حقیار هم د سرپرست رئیس الوزرا په توګه د مولوي عبدالکبیر ټاکل کیدل تائید کړي دي.

 

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته تر رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.انځور: AFP

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک تر نیول کیدو راهیسې ملا محمد حسن اخوند د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا په توګه دنده ترسره کوله.

طالب چارواکو د ملا حسن د ناروغۍ تفصیلات نه دي ورکړي، خو د طلوع نیوز په حواله نوموړی د زړه په ناروغۍ اخته دی.

مولوي عبدالکبیر څوک دی؟

مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی او د طالبانو د تیرې واکمنۍ پرمهال (له ۱۹۹۶-۲۰۰۱م کاله پورې) د ننګرهار والي و.

مولوي کبیر د طالبانو یو له هغو لوړپوړو کسانو څخه دی چې په قطر کې یې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو په برخه کې مهم نقش درلود. د همدغو خبرو اترو په پایله کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته تر رسیدو وروسته وار په وار پر ښځو د ژوند ساحه تنګه کړې ده چې په غبرګون کې یې د هیواد په مختلفو برخو کې د ښځو له خوا احتجاجونه ترسره کیږي.انځور: AFP/Getty Images

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته مولوي عبدالکبیر په لومړي سر کې د ملاحسن اقتصادي مرستیال او بیا یې په سیاسي چارو کې مرستیال وټاکل شو.

ملا حسن اخوند وايي ملت بايد د طالبانو د واک له کبله منندوی اوسي

د سرپرست رئیس الوزرا د بدلیدو پریکړه په داسې وخت کې کیږي چې ویل کیږي د طالبانو د رهبرۍ او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ترمنځ په ځینو مسائلو کې اختلافات موجود دي.

په مارچ میاشت کې بیا حقاني په غیر مستقیم ډول پر ملا هيبت الله اخندزاده نیوکه وکړه. نوموړي د طالبانو له خوا د واک تر نیول کیدو وروسته په هیواد کې د امنیت د ثبات له پاره د صبر او زغم څخه کار اخیستنې او په بیړه پریکړو کولو څخه د ډډې کولو پر ضرورت ټینګار کړی و.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب