آلمان: په مونشن کې اورلګېدنې د يوه کس ژوند اخیستی
۱۴۰۴ مهر ۹, چهارشنبه
د چهارشبنې په سهار د مونشن ښار په شمال کې د لرشناو شتراسې د سيمې پر مرکزي سړک باندې ډېر شمیر د اتفاعیې کاروونکي او پولیس موجود ول. د دې سيمې په يوه کور کې د اور تر لګیدو وروسته پوليسو دلته پراخ بيړني عمليات پیل کړل او له خلکو وغوښتل شول چې له سيمې لېرې پاته شي.
اړونده موضوع: مونشن: د بيرو په کلني جشن کې نهه تنه ټپیان شوي
د پوليسو د يوه وياند په حواله دمګړۍ خلکو ته کوم خطر متوجې نه دی. په دې پېښه کې يوه کس ژوند له لاسه ورکړی او يو ټپي شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې ترڅ کې د فېرونو خبرونه هم ورکړل شوي ول.
د آلمان د پوليسو په حواله د مونشن ښار چې د اکتوبر فيست (د بیرو مېلې) له پاره شهرت لري، خوندي دی.
د پوليسو يوه ویاند وويل چې خلکو ته خطر نشته خو د پېښې له کبله ترافيک ډېر اخلال شوی.
پوليسو نور څه ويلي؟
پوليسو د ټولنیزو رسنيو د ایکس شبکې له لارې موټر چلوونکو ته لارښوونه کړې ترڅو چې عمليات روان دي، له سيمې څخه دې لېرې واوسي.
د «بيلډ» ورځپاڼې د پېښې په ځای کې د ډزو په اړه هم خبرونه ورکړي دي او ویلي یې دي چې د پلټنو په ترڅ کې د يوه کس مړی او بل په ټپي حالت کې موندل شوی. خو پوليسو په سملاسي توګه د فېرونو خبر نه دی تائيد کړی.
اړونده موضوع: د هامبورګ ښار په یوه روغتون کې اورلګېدنه؛ ۳ ناروغان مړه او له ۵۰ ډېر ژوبل شوي
د بيلډ ورځپاڼې په حواله يوه کس احتمالاً د خپل مور او پلار کور ته اور اچولی او هلته یې چاوديدونکی توکي هم ځای پر ځای کړي ول چې ترې دې وروسته یې احتمالاً ځان وژنه کړې ده. لږ تر لږه يو بل کس موندل شوی چې په ډزو ټپي دی.
د پولیسو ویاند توماس شیلشورن، وويل چې دا پېښه په اکتوبر فیست پورې هيڅ اړه نه لري. اکتوبر فيست په نړۍ کې د بیرو تر ټولو ستره کلنۍ مېله ده چې دمګړۍ په دغه ښار کې روانه ده.