1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خور د وژنې په جرم د دوو افغان ورونو د دایمې بند وړاندیز

۱۴۰۱ دی ۳۰, جمعه

د برلین څارنوالې د هغو دوو افغان ورونو د دایمي بند غوښتنه کړې چې خپله خور یې په ګډه وژلې ده. دغه دوه ورونه او خور یې تېرو کلونو کې له افغانستانه آلمان ته راکډوال شوي وو.

آلمان/د برلین محکمه
آلمان/د برلین محکمهانځور: picture-alliance/dpa/T. Gökalp

برلین کې څارنوالې انتونیا ارنست د پنجشنبې په ورځ د پلازمینې ایالتي محکمې مخې ته وویل، چې دا دوه ورونه په ګډه د خپلې خور مریم په وژنه مجرم پيژندل شوي دي.

ارنست د خپلو تفصیلي څرګندونو په دوام په ډاګه کړې چې څه ډول دغو دوو ۲۷ او ۲۳ کلونو ورونو غوښتل چې د خپلې خور ژوند د امکان تر بریده کنترول کړي.

د هغې په خبره دغو دوو تورنو خپلې خور ته ویلي ول چې ټیکری په سر کړي، له طلاق وروسته یې د هغې پر نویو اړیکو بندیز لګولی ؤ، د هغې ټیلفون یې څاره، د منظمې څارنې په موخه به یې هغې ته زنګ واهه او د اونۍ په پای کې به یې ترې غوښتل چې هغوی ته ډوډی چمتو کړي.   

څارنوالې زیاته کړې چې که چېرې د وژل شوې میرمن کوم کار د هغې د ورونو په اند تېروتنه وای، نو ځینې وخت به یې وهله ټکوله.په آلمان کې دوه افغان وروڼه د خور په قتل تورن شوي دي

څارنوالۍ د سزا غوښتنلیک کې چې لوستلو یې یو نیم سات وخت ونېوه، وویل چې ۳۴ کلنې مریم غوښتل چې ځان له دغه «زندان» څخه آزاد کړي او د یوې خپلواکې میرمنې په توګه ژوند وکړي.

څارنوالې ارنست وویل چې هغې په دې لړ کې یوه نوې عاشقانه اړیکه پيل کړې وه چې «د هغې په مرګ تمامه شوه.» هغې وویل چې «دواړو ورونو غوښتل چې د خپلې خور په وژلو سره هغې ته سزا ورکړي او له خپلې کورنۍ یې جلا کړي.» 

ددغه غوښتنلیک پر بنسټ، دواړو نارينه وو، مریم چې د دوو ماشومانو مور وه، د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولايي په ۱۳مه نیټه په یوه پلمه د برلین ښار نوي کولن ناحیه کې له دې دوو ورونو د یوه کور ته بېول شوې او د خولې او پوزې تر تړلو وروسته یې په یوه ټوټه مرۍ ورخفه کړې. ددې سربیره په مړي یې نښې نښاني ښيي چې هغوی د هغې مرۍ پرې کړې هم ده.

 څارنوالې توضیح کړې چې دغو دوو ورونو د خپلې خور مړی په یوه څرخ لرونکي بکس کې د ټکسي په واسطه په برلین کې د اورګاډي تم ځای ته لېږدولی او له هغه ځایه یې په اورګاډي کې بایرن ته لېږدولی دی. هغوی هلته دغه بکس د ۲۷ کلن تورن کس د اوسېدو ځای ته نیږدې د موټر په وسیله وړی ترڅو هلته مړی خاورو ته وسپاري. دغه صندوق یا بکس دواړو ورونو تر وژنې لږ څه وړاندې له خپلې خور سره یو ځای رانېولی وو.

اړوند مطالب:د خپلې خور په قتل د تورنو افغان ورونو محاکمه پيل شوه

 ۲۷ کلن تورن کس د تېر کال په سپتمبر میاشت یانې د محکمې تر پيل څلور میاشتې وړاندې ددې وژنې په تړاؤ خبرې کړې وې او په هغې یې اعتراف کړی وو. خو هغه ویلې ول چې دا کار یې په یواځې توګه کړی دی.

 څارنوالی د پنجشنبې په ورځ دغه ادعا یو «دروغ» وبلل او وې ویل موندنې ښيي چې دواړو ورونو دغه وژنه د یو ګډ پلان له مخې ترسره کړې ده. په برلین کې د اورګاډي په تم ځای کې ثبت شوې ویډیوګانې او د عیني شاهدانو څرګندونې دا هر څه ثابتوي.

هغوی له دې پېښې څو کاله وړاندې له افغانستانه آلمان ته کډوال شوي ول. ټاکل شوې چې د محکمې وروستی حکم د فبرورۍ په ۹مه نیټه اعلان شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل