تر دې دمخه پاکستان نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی وو چې که چېري د افغانستان اقتصادي کړکېچ دوام وکړي نو «پایلې به یې جدي وي.» دغه هيواد له همدې کبله د نړيوال مشرانو څخه غوښتنه کړې چې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په دې ترڅ کې وويل چې کې د بحران ژوريدل به ښايي د پراخې لوږې، د مهاجرو د سېلابه او په افراطيت کې د ډېروالي سبب وګرځي. نوموړي دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزير امیر خان متقي ترڅنګ د امريکا متحده ایالاتو، چين، روسیې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازي هم پکې موجود وو، وويل: «موږ د اقتصادي سقوط خطر له پامه نه شو غورځولی.»
د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم وويل چې نړۍ دې ته اړتيا لري چې طالبان له عادي افغانانو جلا کړي. نوموړي وويل: «ما ملګرو ملتونو ته په ځانګړي توګه ويلي چې دوی بايد د افغانستان حکومت له ۴۰ ميليونو افغانانو جلا کړي، سره له دې چې له طالبانو سره د تېرو شلو کلونو راهيسې په شخړه کې ښکیل دي.»
نوموړي همدا راز وويل چې «هر هيواد جلا دی او په هره ټولنه کې د بشري حقونو نظر او برداشت مختلف وي«.
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له پاره نړيوالو ديني عالمانو د يوې ډلې د ټاکلو پريکړه هم کړې ده، څو له طالبانو سره پر نورو سربيره «په اسلام کې د زغم او اعتدال او د ښځو له پاره زده کړو د مساوي لاس رسي» د موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.»
تر اوسه هیڅ هيواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی او د طالبانو د ښکيلولو پرته افغانستان د مرستې د ليږدولو له يوې ډېرې حساسې دندې سره مخ دي.
کله چې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي څخه وپوښتل شول چې آیا پر طالبانو فشار اچول شوی څو د ښځو د حقونو په څېر موضوعاتو کې ډېر ټولوشموله و اوسي، نوموړې وويل: «څرګنده ده چې دوی دا احساس لري چې هغوی [طالبان] دې لوري ته حرکت کوي.» خو قريشي زياته کړه چې «هغوی وايي موږ به په دې اړه پريکړه پر خپل وخت وکړو.»
د اسلامي همکاريو سازمان په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي هم ګدون کړی وو، خو په غونډې کې يوه جلا څوکۍ ورکړل شوې او د کوم هيواد نوم یې له بيرغ سره نه وو ليکل شوی. نوموړی همدا راز د غونډې د ګډون په رسمی انځور کې نه وو راڅرګند شوی.
د اسلامي همکاريو سازمان دا غونډه په اسلام آباد کې تر سختو امنيتي تدابير لاندي ترسره شوه.
دا د هغو ورونو د ژوند انځورونه دي چي د ژوندي پاته کیدو له پاره يې یو وار بیا د غالیو اوبدل پیل کري دي. افغانستان له ستر اقتصادي او انساني کړکېچ سره مخامخ دی. قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته زیات خلک بې روزګاره شوي.
انځور: Hector Retamal/AFP
د تیر نظام تر راپرځیدو او قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانان له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. وچکالي، د دولتي ادارو غیر فعاله کیدل، د پيسو نه شتون او د افغانستان د مالي سرچینو بندیدل، ټول هغه مسایل دي چي د افغانانو مصیبتونه يې لا پسي ور زیات کړي دي.
انځور: Hector Retamal/AFP
د (حیدري) په نوم دغو څلورو ورونو د خپل ژوند د سمون او پيسو پیدا کولو له پاره یو ځل بیا په خپلو زړو کارګاوو کي د غالیو اوبدل پيل کړل. دوی د خپلي کورنۍ له ټولو غړو سره قابو تمامه ورځ غالۍ اوبدي. د دغي کورنۍ تیر نسل هم د غالیو اوبدلو کار کاوه.
انځور: Hector Retamal/AFP
د غالیو د خرڅلاو له پاره د پیرودونکو لټون هم د دوی له پاره خورا غټه ستونزه ده. د یادي کورنۍ مشر ورور غلام سخی وايي: «موږ باید خپله کورنۍ له همدې لاري ژوندي وساتو. بله چاره نشته.» دغي کورنۍ د طالبانو تر راتګ دمخه د غالیو اوبدل پریښي ول او د ودونو د مراسمو له پاره به يي تازه ګلان خرڅول.
د غالۍ په بشپړیدو سره کورنۍ د شپږو زرو ډالرو د لاس ته راوړلو تمه لري. دا هغه بیه ده چي اوس يې په افغانستان کي کم کسان د ورکولو توان لري.
انځور: Hector Retamal/AFP
د افغانستان د غالیو اوبدونکو د انجمن مشر نور محمد نوري، وايي چي اوس د افغانستان د ۳۸ ميلیونه اوسیدونکو له ډلي نه څه کم دوه ميلیونه کسان د غالیو اوبدلو په کاروبار بوخت دي. په افغانستان کي د غالیو اخیستو غوښتنه کمه شوي ده، خو افغاني غالۍ په نړیوال بازار کي لاهم خپل خوښوونکي لري.
انځور: Hector Retamal/AFP
په کابل کي غالۍ خرڅونکی کبیر رووف وايي چې په دي وروستیو میاشتو کي د هري ورځي په تیریدو سره لا زیات کسان غالیو اوبدلو ته چې د افغانستان ملي شتمني ده، مخه کوي. رووف وايي دا مهال زیاتره هغه نجوني چې ښونځی ته نشي تلای او هغه مېرمني چې پر کور ناستي دي د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.
انځور: Hector Retamal/AFP
هرات چي له ایران سره پر پوله پروت دی، هغه ولایت دی چي اوس يې خلک تر هر وخت زیات په غالیو اوبدلو بوخت دي. حاجي عبدالقادر چې اوس يې اتو کورنیو ته د غالیو اوبدلو کار برابر کړی، وايي چې خلک يې هره ورځ د کار له پاره پوښتي. د هغوی ډېری هغه کسان دي چي د غالیو اوبدلو هیڅ تجربه نه لري، خو اوس بله دنده او کار نشته.
انځور: Hector Retamal/AFP
د طالبانو راتګ د افغانستان پر تجارتي روابطو هم بد اثر کړی دی او غالۍ چې په لویه کچه بهر ته ليږدول کیدلې اوس په سختۍ سره نړیوالو بازارونو ته رسیږي. حاجي عبدالقادر چي په اونۍ کي نږدې پنځه غالۍ رانیسي، وايي چې له بانکونو څخه په هفته کي یوازي ۴۰۰ ډالره اخیستی شي او دا پیسې يې د کارګرانو معاش هم نه پوره کوي.
انځور: Hector Retamal/AFP
حاجي عبدالقادر وايي: »اوس د غالیو له پاره پیرودونکي هم نشته. هیڅ بهرنۍ د غالیو اخیستو له پاره نه راځي.« د هغه په وینا له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو سره سم يې د غالیو کاروبار هم خراب شوی، خو هغه لا هم خوشبینه دی، ځکه د راپورونو پر اساس خلیجیيهیوادونو ته له افغانستان څخه د هوا له لاري سفرونه پيل شوي دي او دا کار د افغاني غالیو د بازار پیدا کولو هیلي لازیاتوي.