د آخوندزاده په پیغام کې د افغانستان پر موجوده حکومت یا د هغه په ټګو پر «شرعي نظام او امن» پر ساتلو ټینګار شوی او په دې برخه کې ېې په ځانګړې توګه د ديني علماو، چارواکو او مشرانو د مسئولیتونو یادونه کړې ده.
هر کال په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې او نورو دلایلو پر اساس، یو شمیر حاجیان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تېرکال د حج په مراسمو کې ۱۳۰۱ کسان مړه شول. د مړینو یو دلیل د حج د مراسمو پر مهال ګرمه هوا وه چې د حرارت تر ۵۱ اعشاریه ۸ درجې پورې لوړه شوې وه.
له آرشیف څخه (27.06.2023):
د عرفې ورځ: د حج د مراسمو تر ټولو مهم رکن
سږ کال د نړۍ له څه نا څه ۱۶۰ هېوادونو څخه تقريباً دوه میلیونه مسلمانان د حج مراسمو د ادا کولو له پاره مکې معظمې ته رسېدلي او نن د جون مياشتې ۲۷مه نټیه د حج د تر ټولو مهم رکن د ادا کولو له پاره د عرفات غونډې ته ورغلي دي.
انځور: Mohamed Abd El Ghany/REUTERS
د عرفې ورځ: د حج د تر ټولو مهم رکن
د عرفان میدان چې له مکې معظمې څخه ۲۰ کیلومتره لیري دی له نن څخه څه د پاسه ۱۴ سوه کاله مخکې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص پر همدې غونډۍ مسلمانانو ته خپله تاریخي وینا او وروستې خطبه اورولې وه. حاجیان به سه شنبه د ماسپښین او مازیګرلمانځه تر ادا کولو وروسته مذدلفې ته ورشي او تر هغې وروسته به بیرته منی ته ستانه شي.
حج په هغو مسلمانانو فرض دی چې د ادا کولو توان یې ولري او د حج سفر لپاره له سالمې روغتیا څخه برخمن وي. په هرصورت، په نړۍ کې له نږدې ۲ میلیارد مسلمانانو څخه هرڅوک نشي کولی، چې د حج له پاره مکې ته سفر وکړي. حاجیان د حج لپاره ځانګړې سعودي ویزې ته اړتیا لري چې دا د سهمیې پر اساس ویشل کیږي.
انځور: Ashraf Amra/APAimages/IMAGO
د حاجيانو له پاره خواړه او د استوګنې ځايونه
دا د مکې د اوسیدونکو دود دی چې حاجیانو ته له رسیدو سره سم خواړه او اوبه ورکړي. حاجيان به د ځايي خلکو په کورونو کې اوسېدل هم، خو په وروستيو کلونو کې دغه دود له منځه تللى دى. اوس دوی کولی شي له خیمو څخه له جوړو شويو کورونه نیولې تر لوکس هوټلونو پورې، هر يو یې انتخابولی شي.
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images
د کعبې لمس کول
په مکه کې د لوی جومات په مرکز کې د اسلام ترټولو سپیڅلی زیارت لمس کول د حاجیانو لپاره یوه ځانګړې تجربه ده. دا ښځه د دې ځانګړي شیبې عکس د خپل موبایل په واسطه اخلي.
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images
د تودوخې لوړه درجه
په سعودي عربستان کې دا مهال د ورځې په اوږدو کې تودوخه تر ۴۵ درجې سانتي ګراد (۱۱۳ درجې فارنهایټ) پورې رسیږي. د سهار په لومړیو ساعتونو کې هم د تودوخې درجه تر ۳۰ لوړه وي. دا هرڅه په تېره بيا د ډېر عمر لرونکو له پاره روغتيايي پایلې لري.
انځور: Ashraf Amra/APAimages/IMAGO/APAimages
د حج سپینې جامې یا احرام
ټول نارينه حاجیان د حج د ادا کولو پر وخت احرام تړي چې دا د پاکوالي سمبول دی. ميرمنې هم داسې جامې اغوندي چې بدن پکې پټ وي. دا په دې معنا هم ده چې د برانډ او يا قيمتي لباس په اغوستو سره دا څرګنده نه شي چې کوم کس شتمن او کوم غريب دی څو وښوول شي چې خدای ته غريب او شتمن يو ډول دي او هیڅ توپير پکې نشته.