1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مسلمانانو شمیر زيات سوی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

یوه نوې څیړنه ښيي چي په آلمان کي په دا وروستیو کلونو کي د مسلمانانو شمیر ډیر سوی دی. د دې کار علت په تیرو څو کلونو کي له اسلامي هیوادونو څخه مهاجرتونه په گوته سوي.

Deutschland Berlin-Neukölln, Straßenszene
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel

د هغو پلټنو نتیجه چي د جرمني د مهاجرت او پناه غوښتني چارو ادارې د دغه هیواد له کورنیو چارو  وزارت سره په گډه ترسره کړې او د چهارشنبې په ورځ په نورنبرگ کي وړاندي سول، ښيي چي په آلمان کي په دا وروستیو کلونو کي د مسلمانانو شمیر ډیر سوی دی.

د دغو پلټنو له مخي اوس د ۵،۳ او ۵،۶ میلیونو ترمنځ مسلمانان په آلمان کي ژوند کوي چي د دغه هیواد د ټول نفوس ۶،۴ تر ۶،۷ سلنه پوري دي. د هغو ارقامو په پرتله چي په ۲۰۱۵م کال کي وړاندي سوي ول، د مسلمانو په شمېر کي شاوخوا ۹۰۰ زره کسان زیاتوالی راغلی.

د دغو مسلمانانو یو پرپنځمه برخه یعني ۲۱ سلنه هغه کوچنیان او تنکي ځوانان دي چي عمرونه یې تر ۱۵ کلنۍ کم دي. ۲۲ سلنه له ۱۵ تر ۲۴ کلنۍ پوري کسان او ۵ سلنه بیا له ۴۶ کلنۍ څخه پورته کسان دي.

په آلمان کي د مسلمانانو تقریباً نیمايي برخه چي ۴۷ سلنه کيږي، د دغه هیواد تابعیت لري.

د جرمني د مهاجرت او پناه غوښتني چارو ادارې مشر هانس ایکهارد زومر په نظر: « په آلمان کي د مسلمانانو ډلي، په منځني ختیځ کي له اکثریت مسلمان لرونکو هیوادونو څخه له مهاجرتونو سره په ارتباط، په وروستیو کلونو کي رنگارنگي سوي دي».

د زومر په خبره ارزوني ښيي چي په آلمان کي د پناه غوښتونکو په ادغام کي د مذهب د نقش په اړه اکثره وخت مبالغه کیږي، دا په داسي حال کي چي د ادغام په بهیر کي تر دیني تعلقاتو، نور دلایل لکه، د اقامت اسناد، د کډوالۍ علتونه او یا هم ټولنیز حالت ډیر نقش لري.

PG/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل