د مارچ میاشتې په ۲۸ یوې زورورې زلزلې په ټول میانمار کې ویجاړۍ رامنځته کړې، ودانۍ یې ونړیدلې او زیربناو ته یې سخت زیان واړولو.
د میانمار د دولتي رسنیو په حواله د هغو کسانو شمیر چې د دې زلزلې په سبب یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ۳۳۵۴ او د ټپیانو شمیر ۴۵۰۸ ته رسیدلی دی. د تازه شمیرو له مخې ۲۲۰ کسان اوس هم لادرکه دي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله له زلزلې یوه اونۍ وروسته اوس هم په میانمار کې ډیر شمیر خلک بې له سرپناو څخه تر شنه آسمان لاندې ژوند تیروي، ځکه کورنه یې په زلزله کې ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د اټکلونو له مخې د ریشتر په مقیاس ۷،۷ درجې زلزلې په میانمار کې له ۳۰۰ زرو ډیر کسان اغیزمن کړي دي. دغه کسان لادمخه د کورنۍ جګړې له کبله له سختو مشکلاتو سره مخامخ ول.
د لا زیاتو مرستو غوښتنه
د ملګرو ملتونو سازمان د مرسته رسونې فعالیتونو مشر نن د شنبې په ورځ په منډالي کې له زلزله ځپلو سره ولیدل. منډالي د زلزلې مرکز ته نزدې واقع دی چې دغې زورورې زلزلې اغیزمن کړی دی.
ټایم فلیچر، په ایکس شبکه کې لیکلي: «رامنځته شوې ویجاړۍ د باور کولو وړ نه دي، نړۍ باید د میانمار د خلکو د مرستې له پاره رامخته شي.»
چین، روسیه او هند د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي چې تر ټولو دمخه یې تر ویجاړیو لاندې د بند پاتې شوو کسانو د ژغورنې له پاره مرستندویه ټیمونه واستول.
د واشنګټن له خوا د جمعې په ورځ وویل شول چې امریکا دمیانمار له زلزله ځپلو سره پر دوه میلیونه اعلان شوو مرستو سربیره، ۷ میلونه دالره نوره مرسته هم کوي.
موچا توپان په میانمار او بنګله ديش کې په لکونو خلک اغیزمن کړي
د «موچا» په نوم توپان له ۲۰۰۷م کال راوروسته تر ټولو ځواکمن سمندري توپان بلل شوی دی. د دغه توپان له کبله تر اوسه یو شمېر کسان مړه شوي او په سلګونو زره خلک اړ شوي چې امنو سیمو ته ځانونه ورسوي.
انځور: SAI AUNG MAIN/AFPد موچا توپان سرعت په یو ساعت کې ۲۱۰ کیلومتره دی. ډېر چټک باد د يو شمیر کورونو چتونه الوزلي او حکومت امن سیمو ته د لکونو خلکو د ایستلو هڅې کوي.
انځور: via REUTERSد ستو بندري ښار ته ډېر زيان اوښتی
په میانمار کې تر ټولو ډير زیان بندري ښار، ستو (Sattu)، ته اوښتی. دغه ښار چې یونیم لک نفوس لري، ډير کورونه په کې تر اوبو لاندې شوي دي. چارواکي وايي چې په دې ښار کې له ۷۰۰ ډير کسان ټپیان شوي او له ۲۰ زره ډير نور کسان لوړو ودانيو، ښوونځیو او عبادت ځایونو ته انتقال شوي دي.
انځور: Myanmar Military True News Information Team/AP/dpa/picture allianceد پنځو کسانو مړينه تائيد شوې
د میانمار د راخين ایالت مواصلاتي لار سخته زیانمنه شوې چې حاضردمه ېې د اوښتو تاوانونه د اندازې لګول ستونزمن کار دی. په راخين ايالت کې د پنځو کسانو د مړېنه تصدیق شوې ده.
انځور: SAI AUNG MAIN/AFPپه بنگله ديش کې هم د توپان د ويجاړيو خبر ورکړل شوی دی خو تر اوسه د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
انځور: SAI AUNG MAIN/AFPپه کوکس باراز کې د خلکو کړاو
بنګله ديشي چارواکي وايي چې په کوکس بازار کې له لس لکو ډیر روهنګیا مهاجر هم له دغه توپانه اغیزمن شوي، خو د ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
انځور: Al-emrun Garjon/AP/picture alliance د چارواکو په خبره توپان د روهنګیا مهاجرو په کمپونو کې نژدې ۳۰۰ خیمې تخریب کړي دي.
انځور: Zakir Hossain Chowdhury/AA/picture alliance خوندي ساحو ته د خلکو انتقال
بنګله دیشي چارواکو ويلي چې ۷نیم لکه افراد ېې امن ځایونو ته انتقال کړي او وايي چې د توپان له کبله څوک مړه شوي نه دي
انځور: Mohibullah Mohib/DWد هند په څينو برخو کې د اورښتونو وړاندوېنه
د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې توپان، د بنګله دیش په جنوبي ساحل کې له ۳۰۰۰ ډير کسان مړه کړل او د میليونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه ېې اړولي ول. ګاونډي هیواد هندوستان هم موچا سمندري توپان ته په کتو په یو شمیر شمال شرقي سیمو کې د ورښتونو وړاندوېنه کړې ده.
انځور: SAI AUNG MAIN/AFP