1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په میانمار کې کودتا ته سخت غبرګون ښوولی

۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبه

د مینانمار پوځ د دوشنبې په سهار د آنګ سان سوچي او ولسمشر په نیولو سره بیړني وضعیت اعلان کړی دی. سپينې ماڼۍ د دې کودتا په غندلو سره ویلي دي چې د عاملینو پر وړاندې به اقدام وکړي.

Myanma State Counsellor Aung San Suu Kyi
انځور: Athit Perawongmetha/REUTERS

د میانمار پوځ د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې لومړۍ نیټه) سهار وختي آنګ سان سوچي، ولسمشر وین مینت او څو لوړپوړي حکومتي چارواکي نیولي دي.

د حکومت ویاند او د ملي دیموکراسۍ اتحاد ګوند (NLD) غړي د دې خبر د اعلانولو تر څنګ د میانمار له خلکو څخه د آرامه پاتې کیدو غوښتنه وکړه. میو نیونت چې تمه کیږي پخپله هم ډیر ژر ونیول شي له خلکو وغوښتل چې د قانون مطابق چلن دې وکړي.

تر دې څو ساعته وروسته د میانمار پوځ د بیړني وضعیت اعلان وکړ. پوځي تلویزون اعلان وکړ چې ملکي حکومت له واکه لیري شوی دی. عیني شاهدانو ویلي دي چې د میانمار د لوی ښار رانګون په لویو لارو کې نظامي وسایط درول شوي دي. انټرنټ، د تلیفون او ګرځنده تکلیفونو شبکې هم بندې شوي دي.

د وروستیو خبرونو له مخې د څو کوچنیو ګوندونو مشران هم نیول شوي دي. د ملي تلویزون شبکې په فیسبوک کې لیکلي دي چې د تخنیکي مشکلاتو له امله خپل پروګرامونه نه شي خپرولی. د میانمار د بانکونو اتحادیي هم اعلان کړی دی چې د انټرنټي ظرفیت د کموالي له امله د هیواد ټول بانکونه بند یا رخصت شوي دي.

په ټاکنو کې لویه بریا

د ملي دیموکراسۍ اتحاد ګوند د نومبر په ټاکنو کې په لوی اکثریت سره بریالیتوب ته ورسید. خو د میانمار پوځ وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې ده. د پوځ تر ټولو لوړ مقام هم ګواښ کړی وو چې د اساسي قانون د نه مراعاتولو په صورت کې به د ټاکنو پایلې لغوه اعلان کړي.

جنرال مین آونګ هلینګ، د میانمار د پوځ مشرانځور: Soe Zeya Tun/REUTERS

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوتیرش، او ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو په میانمار کې د سیاسي تشنج څخه خبرداری ورکړ، د دې هیواد د پوځ مشرانو هڅه وکړه چې د کودتا په اړه ټولې آوازې خنثی کړي.

د سولې د نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې آنګ سان سوچي، او د ملي دیموکراسۍ اتحاد ګوند مشرې د ۸۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوه. په ټاکنو کې د ګډون کچه تر ۷۰ سلنه پورته وه. خو سره له دې هم سوچي د پوځ پورې وابسته وه. د ۲۰۰۸م کال د اساسي قانون له مخې د پارلمان یو پر څلورمه برخه چوکۍ د پوځي چارواکو په اختیار کې دی.

همدارنګه په اساسي قانون کې د یوې الحاقي مادې په اساس، سوچي ولسمشره کیدای نه شي، بلکې د حکومت د بلقوه رئیس او یا لومړۍ وزیرې په توګه خدمت وکړي. د پوځ له رضایت پرته په اساسي قانون کې تغیر هم ممکن نه دی. همدارنګه ټول مهم وزارتونه هم د پوځ په لاس کې دي.

۵۷ کلنه آنګ سان سوچي د برما د نظامي دیکتاتوري نظام پر مهال ۱۵ کاله په کورني حبس کې وه. نوموړۍ واک ته تر رسیدو وروسته د روهنګیا اقلیت مسلمانانو د سرکوبه کولو او همدارنګه د دیموکراتیکو اصلاحاتو د نه عملي کولو له امله په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخامخ وه. میانمار د آسیا په سویل لویدیځ کې واقع دی او ۵۰ میلیونه نفوس لري.

د واشنګټن شدید انتقاد

سپينې ماڼې د سوچي او نورو لوړپوړو چارواکو د نیول کیدو خبر تر لاسه کولو سمدستي وروسته د یوې دولتي اعلامیې په ترڅ کې وویل: «امریکا متحده ایالات به د انتخاباتو د وروستیو پایلو د تغیر هر ډول کوښښ او په میانمار کې د دیموکراسي د بهیر مخنیوی ردوي، او په هغه صورت کې چې وضعیت خپل مخکني حالت ته ونه ګرځي، د هغو کسانو پر وړاندې به اقدام وکړي چې مسئولیت لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن هم په عاجل ډول د میانمار د حکومتي چارواکو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. د آسترالیا حکومت هم د میانمار کودتا غندلې ده او په عاجل ډول د نیول شوو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د جاپان حکومت هم ویلي دي چې وضعیت څاري او د اوس له پاره له میانمار څخه د خپلو اتباعو د راغوښتلو پروګرام نه لري.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب