ډاکترانو د سه شنبې په ورځ د هند په دغه سويلي ښار کې چې د يوې مرموزې ناروغۍ له کبله پکې په سونو مريضان روغتونو ته انتقال شوي دي، په ناروغانو کې د درنو عناصرو چې نيکل او سرپ پکې شامل دي، نخښې موندلي دي.
د اندرا پرديش ايالت په ایلورو ښار کې د شنبې په ورځ ۵۵۵ کسانو چې بې هوښه شوي ول، ډاکترانو ته مراجعه وکړه.
حکومت په سملاسي توگه دغه ښارگوټي ته د څېړنو او ناروغۍ د علت معلومولو له پاره کارپوهان واستول.
د ای. اس. رام د دولتي روغتون يوه ډاکتر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ځیني خلک وايي چې دا يوازې د خلکو وارخطايي ده خو داسې نه ده. هغه زياته کړه: «زياتره مريضان په ناڅاپي توگه د بې هوښۍ او پر ځمکه لوېدو له کبله پر مخ او سر له کوچنیو ټپونو سره راځي خو زياتره یې تر دوو يا دريو ساعتونو وروسته بيا ښه وي.»
تر اوسه يو تن د بې هوښۍ تر حملو، خوا گرځېدنې او دردونو وروسته مړ شوی دی.
اړونده موضوع:په چین کې يوه مرموزه ناروغي او د خلکو وارخطايي
تر اوسه تر ۳۰۰ زيات ماشومان هم اغیزمن شوي چې زياترو یې د زړه بدۍ، سر دردۍ او سرگيجۍ څخه شکايت درلود او د بې هوښۍ حملې هم پرې راتللې. د ټولو اغیزمنو کسانو د کرونا تيست منفي وو.
سرپ او نيکل
د ايلورو د دولتي روغتون مشر ای. وي موهان وويل چې د لسو ناروغانو د وينې په نمونو کې د سرپ او نيکل نخښې موندل شوي دي. د نوموړي په حواله خو په وينه کې د دغه درنو عناصر مقدار دومره کم دی چې تر اوسه ډاډه نه يوو چې همدا دې د ناروغۍ علت وي.
د دې عناصر د سرچينې د موندلو او دا چې څرنگه خپاره شوي دي، په اړه پلټنې پېل شوي دي.
اړونده موضوع:هند: د جذام پر وړاندې مبارزه
په سيمه کې د کيمياوي توکو کومه فابريکه نه شته او اوبه او شېدې هم معاينه شوي دي. د طب د ملي انستيتويت کارپوهانو د خوراکي تېلو، وريجو او همدا شان د انسانانو د ادرارو نمونې هم د آزموينې له پاره راټولې کړي دي.
سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې په پيستیسايد يا د بوټو د مرضونو په درملو کې کيمياوي موادو ښايي په دې کې نقش لرلی وي. د اندرا پرديش څخه د پارلمان يوه غړي ناراشيما راو وويل چې د روغتيا له حکومتي کارپوهانو سره یې خبري کړی دي او د ناروغۍ علت «ښايي زهري اورگاني کلورينونه وي.»
دغه کيمياوي مواد ښايي د سرطان د رامنځته کيدو سبب شي او په يو شمير هيوادونو کې پرې بندیز لگول شوی دی. له دې موادو سره تماس د ريږديدو، سر دردۍ، سر گنگسۍ، زړه بدۍ، قي، کمزورۍ، د لاړو د بهيدو او يا خوله کیدو باعث کيږي.
ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, dpa)
زموږ له آرشيف:
د هند له فلمي نړۍ څخه له تازه خبرونو څخه يو دا هم دی چي ايکټر عرفان خان د سرطان په ناروغۍ اخته سوی دی. خو د هغه تر مخه هم ډير هندي ايکټران په دغه ناروغي اخته سوي دي چي ځيني يې دلته پېژندلای سئ:
د باليوود ايکتري سونالي بندرې د يو ټويټر پيغام له لاري خپل مينه والو ته خبر ورکړ چي هغه د سرطان په ناروغي اخته ده. هغې ويلي دي چي په بدن کي يې د سرطان ناروغي خپره سوې ده چي دغې مرحلې ته د مېتاستازو خپرېدنه هم ويل کيږي. نوموړې په نيويارک کي د خپلې کورنۍ تر نظارت لاندي تر درملنې لاندي ده.
انځور: DW/P. ManiTtewariعرفان خان چي د يو شمېر نورو بريالي فلمونو تر څنګ په «پان سينګهـ تومار» او «مقبول» نومي فلمونو کي د رول له کبله ډېر ستايل سوی، د سرطان په خطرناکه ناروغي اخته دی. هغه پر ټولنيزو رسنيو يو ډېر له احساساتو ډک پيغام هم ليکلی چي وايي په ژوند کي هيڅ شی هم يقيني او دايمي نه وي. د نوموړي له دغه پيغام وروسته د هغه مينه والو د هغه له پاره دعاوي پېل کړي دي. يو پنځوس کلن عرفان خان په لندن کي تر درملنې لاندي دی.
انځور: STRDEL/AFP/Getty Imagesوينودهـ کهنا چي د باليوود يو له مشهورو ستورو څخه وو، په ۲۰۱۷م کال يې له دې نړۍ سترګي پټي کړې. هغه د سرطان په ناروغي اخته و. کهنا نه يوازي دا چي مشهور ايکټر وو، بلکي د هند په سياست کي يې هم ځان ته نوم ګټلی وو. نوموړي د بي جي پي ګوند د پارلمان غړی هم وو. کهنا په ۲۰۱۵م کال د وروستي ځل له پاره په يو فلم کي تمثيل وکړ. دغه فلم د شارخ خان «دل والې» فلم وو.
انځور: Getty Images/AFP/STRDELراجېش کهنا د «آنند» په نوم فلم کي د يو داسي مريض رول لوبولی وو چي په سرطان اخته وي. نوموړي د تمثيل په يو ديالوګ کي ويلي ول: «ژوند او مرګ د هغه چا يه لاس کي دی هغه چي تر ټولو هسک دی.» خو راجيش کهنا وروسته په خپله هم په رشتيا په دغه ناروغۍ اخته سو. نوموړی د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۱۸مه نېټه د سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: APپه ۲۰۱۲م کال د مانيشا کويرالا داسي انځورونه خپاره سول چي د سرطان د درملنې له کبله يې د سر ټول ورېښتان رژېدلي ول. هغې په دغه وخت کي د نورو ښځو سره مرسته کوله چي د سرطان د ناروغۍ سره په مبارزه کي زوړه ورتيا ښکاره کړي. مانيشا کوپرالا له دغې ناروغۍ څخه ژوندۍ پاته سوه او لږ وخت تر مخه په خپور سوي «سنجو» فلم کي يې تمثيل کړی دی.
انځور: Getty Imagesانوراګ باسو د «ګېنګستر»، «مردر» او «برفي» په شان مشهورو فلمونو دايرېکتر دی. هغه په ۲۰۰۴م کال داکترانو خبر کړ چي د سرطان په ناروغۍ اخته دی او دا چي ډېر کم ژوند يې پاته دی. خو باسو د سرطان سره په مبارزه کي بريالی او ژوندی پاته سو. هغه د خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره په ممبی کي ژوند کوي.
انځور: APنامتو ايکټره ممتاز په ۲۰۰۲م کال د سرطان په ناروغۍ اخته سوه. هغې شپږ بېلې شېمو تېراپياني او ۳۵ د شعاعو درملنې وکړې. هغه وخت دا ۵۴ کلنه وه. نوموړې له دغې ناروغۍ ژوندۍ پاته سوه او کله په لندن کي او کله په ممبی کي د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
انځور: I. Mukherjee/AFP/Getty Imagesد خپل وخت مشهوره ښځينه ايکتره نرګس دت چي د سنجېدت مور هم ده، په سرطان اخته وه. هغې په نيويارک کي ژوند کاوه او درملنه يې هم هلته روانه وه. خو هغې ونه کولای سوای چي له دغې ناروغۍ ژوندۍ پاته سي. د سنجېدت د لومړي فلم «روکي» و خپرېدو ته درې ورځي پاتي وې چي نرګس وفات سوه.