1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

کیم جونګ اون: له امریکا سره جګړې له پاره اتومي ځواک چمتو کوو

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د شمالي کوريا واکمن کیم جونګ اون، د خپلو اتومي وسلو د پراخوالې پړه د امريکا په مشرتوب د سيمه ایز پوځي بلاک له لوري د اتومي وسلو پر «بې پروا پراخوالي» ور اچولې ده.

د شمالي کوريا رئيس جمهور کيم جونګ اون
کيم جونګ اون، زياته کړې چې د امريکا او د هغه د «تعقيب کوونکو» له خوا د متوجې ګواښ له امله د يوه پياوړي پوځي ځواک درلودل اړين دي.انځور: kcna/kns/dpa/picture alliance

د «کی سي ان ای» دولتي رسنۍ د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، ويلي دي چې هېواد به یې خپلې اتومي وسلې په «تصاعدي توګه» ډېرې کړي څو د امريکا متحده ایالاتو او د هغه له متحدينو سره جګړې ته چمتو وي.

کیم، د دوشنبې په ورځ وويل چې هېواد یې بايد «خپلې اتومي وړتياوې او د تیارسۍ حالت ته چمتووالی ونيسي څو هر وخت وکولی شي هغه په مناسبه توګه د خپل هېواد د امنيت د ساتنې د حق تضمينولو له پاره وکاروي.» نوموړي دا څرګندونو د هېواد د تاسيس د کلیزې په مناسب جوړې شوې غونډې ته د وينا په ترڅ کې کړي دي.

کيم جونګ اون، زياته کړې چې د امريکا او د هغه د «تعقيب کوونکو» له خوا د متوجې ګواښ له امله د يوه پياوړي پوځي ځواک درلودل اړين دي.

د ترنګلتياو ډېرېدل

په داسې حال کې چې کيم جونګ اون، په ماضي کې ورته اخطارونه ورکړي دي، کارپوهان په دې آند دي چې کيم، ښايي په امريکا کې په نوامبر مياشت کې د ولسمشرۍ د ټاکنو تر مخه د وسلو پارونکې آزموينې ترسره کړي.

پر دې سربیره نوموړی د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ پر نوي دفاعي لارښود هم انتقاد کوي چې موخه یې د شمالي کوريا سره د مقابلې له پاره د امريکا د اتومي او جنوبي کوريا د دودیزو وسلو سره مدغم کول دي. 

کيم، د سه شنبې په ورځ د وسلو د خپلو ذخيرو د پراخوالي له پاره دغه ياد پرمختګ ګرم وباله.

نوموړي وويل چې شمالي کوريا د امريکا په مشرتوب د سيمې د پوځي بلاک له لوري د وسلو د «بې پروا پراخوالي» له کبله د «يوه جدي ګواښ» سره مخامخ ده. هغه زياته کړه چې دغه بلاک اوس په اتومي وسلو په ولاړ بلاک باندې بدليږي.

په پام کې ده چې نن، سه شنبه جنوبي کوريا د ملګرو ملتونو د قوماندانۍ (يو ان سي) له غړيو سره وګوري. د دغه څو مليتي پوځي ځواک مشري په جنوبي کوريا کې مستقر امريکايي قوماندانان کوي.  

آلمان هم په اګست مياشت کې په جنوبي کوريا کې د دغه ځواک غړی شو.

دغه ځواک له شمالي کوريا سره د جنوبي کوريا د سرحد په ساتنه کې مرسته کوي او ژمن دي د جګړې په صورت کې د جنوبي کوريا دفاع وکړي.

شمالي کوريا په دغه ځواک کې د آلمان په شامليدو ناراضي ده او تر دې مخه یې «يو ان سي» يو «غير قانوني جګړه ایز سازمان» بللی وو.

اتومي چمتووالی

شمالي کوريا له ۲۰۲۲م کال راهېسې د اتومي وسلو خپل پروګرام ته په څرګند ډول وده ورکړې ده.

يو شمير شنونکي په دې باور دي چې په داسې حال کې چې شمالي کوريا اوس لا هم ښايي د اوږد واټن باليستيک میزايلونو د ترلاسه کولو په برخه کې چې د امريکا تر خاورې ورسېږي، خنډونه ولري، خو داسې وسلې لري چې کولی شي په جنوبي کوريا او جاپان کې کليدي اهداف په نخښه کړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل