«موږ نه غواړو چې آذربايجانيان دې زموږ په کورونو کې ژوند وکړي»، دغه خبره د چارېکتار نومي کلي يوې اوسېدونکې وکړه. «ټول به نن خپلو کورونو ته اور ورواچوي.موږ ته تر نيمې شپې پورې ضرب الاجل ټاکل شوی څو دغه ځای پرېږدو.»
يوه آرمني سرتېري زياته کړه چې «نن يې وروستۍ ورځ ده، سبا به د آذربايجان عسکر دلته وي.»
په نورو کليو کې هم عام خلک د تېښتې له پاره خپلې کډې باروي.ځينې خلک د داديوانک په نوم د عبادتځايونو يوې مجموعې ته ورځي چې په يوه دره کې پرته ده. دغه ځای د آرمنستان د کليسا يو تر ټولو مهم ځای بلل کيږي. يوه ۴۰ کلنه ښځه په داسې حال کې چې په سترګو کې يې اوښکې غړېدلې دي، وايي چې «دا ډېر سخت او دردونکی حالت دی.موږ راغلييو څو مخه ښه وکړو.»
د ارزښتونو که د خاورې په سر جنګ؟
مسيحي راهب، پدري هوهانس مسلمان اکثريت لرونکي آذربايجان ته د دغه ځای د سپارلو په هکله دا هم وويل چې هغوی «زموږ په څېر عين ارزښتونه نه لري» او زياته يې کړه چې «دغه عبادتځای زموږ دی. زه نه شم تللی.»
آرمنستان او آذربايجان د اوونۍ په پيل کې د روسيې په منځګړتوب له سختو جګړو وروسته چې شپږ اوونۍ يې دوام وکړ، د سولې پر يوه تړون باندې توافق کړی وو. د دغه تړون له مخې دواړه جنګي خواوې کولی شي په ناګورني قره باغ کې هغه سيمې وساتي چې اوسمهال يې تر کنترول لاندې لري چې دا د آرمنستان له پاره د ډېرو سيمو د له لاسه ورکولو معنی لري.
uh/se/ن ص/خ ح
زموږ له آرشیف څخه:
د نګورنو قره باغ پر سرجګړه؛ بیه یې ملکیان پرې کوي
له یوې میاشتې زیاته موده کیږي چې د آذربایجان او ارمنستان ځواکونه د نګورنو قره باغ پر سره جګړه کوي. تر اوسه درې اوربنده مات شوي دي. خو د دغه جګړې لویه بیه دواړو لورو ته ملکیان پرې کوي.
انځور: Julia Hahn/DWد هستوګنې سیمې پر کنډوالو اوښتي
ارمنستان او آذربایجان پر یو او بل تورې پورې کوي چې په هدفي توګه ملکیان بمبار کوي، لکه د نګورنو قره باغ په شوشا ښار کې. په دغه ښار کې د نوولسمې پیړۍ د مشهورې جامع کلیسا یوه برخه د اکتوبر میاشتې په اوایلو کې ویجاړه شوې ده. د نګورنو قره باغ د چارواکو د معلوماتو له مخې د آذربایجان ځواکونه له دغه ښار څخه یوازې څو کیلومتره وړاندې دي چې له ستراتیژیک لحاظه مهم ګڼل کیږي.
انځور: Hayk Baghdasaryan/Photolure/Reutersرقیبه ګلایفا، د خپل پخواني کور په ویجاړیو کې ولاړه ده. د هغې کور چې د آذربایجان په دوهم ستر ښار ګنجه کې موقعیت لري د یوه توغندي د لګیدو له کبله ویجاړ شوی دی. هغه وایي: «زه په پخلنځي کې ووم، چې ناڅاپي راباندې د ودانۍ لرګي او تیږې راولویدې. زما له وسه چې څومره کیده هغومره مې چیغې ووهلې.» ګنجه ښار د جګړې له کرښې څو کیلومتره وړاندې پروت دی. آذربایجان د ارمنستان ځواکونه د دغه برید له پاره مسوول بولي.
انځور: Julia Hahn/DWد آذربایجان د چارواکو په وینا، پر ګنجه ښار باندې د برید په پایله کې ډیر شمیر انسانان وژل شوي دي. د ګلایفا لمسی هم وژل شوی دی چې ۱۳ کلن وو. د هغه په یاد په ځانګړو مراسمو کې ښوونکي او ټولګيوال یې برخه اخلي. د رسمي ارقامو له مخې دواړو لورو ته د وژل شوو ملکیانو شمیر لږ تر لږ ۱۳۰ تنه ښوول شوی دی.
انځور: Julia Hahn/DWد جګړو په کرښو کې داوطلبان
د نګورنو قره باغ د چارواکو د معلوماتو له مخې د سپتمبر په پای کې د جګړې له پیلیدو راهیسې تر اوسه شا او خوا ۱۲۰۰ عسکر وژل شوي دي. آذربایجان بیا خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دواړو لورو ته په ټوله کې د ۵۰۰۰ کسانو د وژل کیدو خبره کړې وه. خو پر دې سربیره هم ځوانان په داوطلب توګه د جګړې کرښو ته ځي.
انځور: Aris Messinis/AFPد نګورنو قره باغ کړکیچ څو لسیزي پخوانی دی. دغه سیمه د ارمنستان د بیلتون غوښتونکو له لوري کنترولیږي خو د نړیوالو قوانینو له مخې د آذربایجان سره تړاو لري. کابو ۳۰ کاله مخکې د جګړې په ترڅ کې د دغه سیمې کنترول د آذربایجان له لاسه ووت. له ۱۹۹۴م کال راهیسې یو نازک اوربند برقرار دی. په باردا، کې په یوه ښوونځي کې دغه رسامي د یوه وژل شوي عسکر ده.
انځور: Julia Hahn/DWپه مطلق العنانه توګه اداره کیدونکي آذربایجان کې پروپاګند او د جګړې په هکله خبرې ورځنۍ چاره ده. د باکو حکومت د وسلې او د پیوستون په شکل کې ملاتړ له ترکیې څخه ترلاسه کوي. روسیه بیا د ارمنستان د حکومت د ساتونکي ځواک په توګه انګیرل کیږي. څارونکي خبرداری ورکوي چې دواړه سیمه ایز قدرتونه په فعاله ډول کې په دغه شخړه کې ښکیل کیدی شي.
انځور: Julia Hahn/DWد نګورنو قره باغ ځایي چارواکي اټکل کوی چې د دغه سیمې کابو نیمایي اوسیدونکي يې یعني ۷۵۰۰۰ تنه له جګړې څخه تښتیدلي دي. باقي نورو بیا د کورونو په تهکاوۍ او نورو خوندو ځایونو کې پناه اخیستې ده.
انځور: Stanislav Krasilnikov/ITAR-TASS/imago imagesد جګړې په ساحه کې د کرونا ویروس
د نګورنو قره باغ په مرکز استپاناکرت، په تهکاویو او ځمکې لاندې خوندي ځایونو کې ژوند کول د ډیری خلکو ورځنۍ چاره ګرځیدلې ده. ځایونه ډیر تنګ دي چې په سم ډول ورته تازه هوا هم نه رسیږي. که څه هم په دغو ځایونو کې خلک له بمونو یو څه خوندي دي خو ډاکټران په چټکۍ سره د کرونا ویروس له خپریدو څخه خبرداری ورکوي. په دې اړه دقیق ارقام نه شته خو ویل شوي چې زیاتره خلک چې په استپاناکرت کې ژوند کوي په کرونا اخته شوي.
انځور: Vahram Baghdasaryan/Photolure/Reutersد ښوونځي پر ځای بیړنۍ سرپناه
په آذربایجان کې هم خلک له جګړو تښتیدلي دي، لکه د تیرتر په څیر له سیمې څخه چې د جګړې کرښې ته څیرمه پرته ده. ځینې کسان د باردا ګاونډۍ سیمې ته تللي چې له نګورنو قره باغ څخه ۲۰ کیلومتره وړاندې موقعیت لري. د سپتمبر له وروستیو راهیسې په دغه ځای کې ډیری ښوونځي د بیړنۍ سرپناه په توګه کارول کیږي. خو دا ځای هم ډاډمن نه دی.
انځور: Julia Hahn/DWد جګړې د کرښې رانزدې کیدل
جګړه همداسې ادامه لري. د آذربایجان حکومت له نګورنو قره باغ څخه په بشپړ ډول د ارمنستان د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. د ارمنستان د حکومت مشر نیکول پاشینیان اوس په رسمي ډول له خپل متحد روسیې څخه د مرستې غوښتنه کړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي که چیري جګړه د ارمنستان خاورې ته وغځیږي نو «ټولې اړینې مرستې» به وړاندې کړي.
انځور: Julia Hahn/DWجګړه همداسې ادامه لري. د آذربایجان حکومت له نګورنو قره باغ څخه په بشپړ ډول د ارمنستان د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. د ارمنستان د حکومت مشر نیکول پاشینیان اوس په رسمي ډول له خپل متحد روسیې څخه د مرستې غوښتنه کړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي که چیري جګړه د ارمنستان خاورې ته وغځیږي نو «ټولې اړینې مرستې» به وړاندې کړي.
انځور: Vahram Baghdasaryan/Photolure/Reuters