1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د ګوښه کولو له پاره فشارونه ډیر شوي

۱۳۹۹ دی ۲۲, دوشنبه

د امریکا د استازو مجلس مشرې، نانسي پلوسي، د دونالد ترمپ د ګوښه کولو له پاره د هغه مرستيال مايک پنس ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی دی. که مايک مرسته و نه کړي، په مجلس کې ديموکراتان به يو ځل بيا د ترمپ په استيضاح لاس پورې کړي.

USA Interview Nancy Pelosi
د امریکا د استازو د مجلس مشره، نانسي پلوسيانځور: Cbs/60 Minutes/ZUMA Wire/picture alliance

په امریکا کې د دونالد ترمپ د واک دوره نور خپلو ورستيو وروځو ته ورنژدې کيږي. ديموکراتان د دې له پاره چې د دوهم ځل له پاره د ترمپ د نوماند کیدو مخنیوی يې کړی وی، غواړي چې هغه استيضاح کړي.

د امريکا د استازو په مجلس کې د ترمپ استيضاح، په قطعي توګه تصويب شوې ده. خو د هغه استيضاح د سنا د مجلس د دوه پر دريمې برخې رايو تاييد ته هم اړتيا لري.

نانسي پلوسي د امریکا «سي بي اس» خبري شبکې سره په خبرو کې وويل، امریکا د چهارشنبې ورځې د جنوري شپږمې په تاوتريخوالو کې د ترمپ نقش «مجرمانه» بللی او د هغه د محکمې غوښتونکې شوې ده.

د امریکا د استازو مجلس مشرې، اعلان کړی دی چې د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۱۱مه) د ترمپ د ګوښه کیدو او استیضاح په برخه کې به اقدام کوي.

پلوسي د یکشنبې ورځې په ماښام (د جنوري ۱۰مه) د استازو په مجلس کې د ديموکراتانو فراکسيون ته د یوه ليک په استولو، رسماً د ترمپ د استيضاح د پريکړه ليک د طرحې له چمتو کولو څخه خبر ورکړی.

په دغه پريکړه ليک کې له مايک پنس څخه غوښتنه شوې چې پرته له ځنډه دې د اساسي قانون پر ۲۵ متمم اجراات وکړي او د ترمپ د ګوښه کولو په برخه کې دې ګام واخلي.

د دغه متمم پر اساس، پنس کولای شي د کابينې د اکثریت په مرسته، د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ ګوښه کړي.

پلوسي د دغه اقدام له پاره ۲۴ ساعته وخت ورکړی دی. که چيرته پنس د ديموکراتانو پر دغې غوښتنې عمل ونه کړي، په هغه صورت کې به ديموکراتان د ترمپ د استيضاح طرحه په رسمي توګه په جریان کې واچوي.

د امریکا په دواړو مجلسونو کې د دغې طرحې د تصويب کيدو په صورت کې، ترمپ به د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې له نوماندۍ څخه منع کړل شي.

د دغې طرحې تصويبېدل، کیدای شي حتی د جنورۍ میاشتې له ۲۰مې او د جو بايدن د کار تر پيلدو وروسته هم ترسره شي.

دونالد ترمپ، د استيضاح د پريکړه ليک په طرح کې د امریکا د ملی امنيت، ديموکراسۍ او اساسي قانون له پاره يو ګواښ ياد شوی دی.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب