1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ننګرهار: په جومات کې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ آبان ۲۱, جمعه

طالبانو ويلي دي چې د ننګرهار په یوه جومات کې د چاودنې له کبله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. په سيمه کې يوه اوسېدونکي ويلي دي چي په دې چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

 Afghanistan | Taliban in Jalalabad
انځور: Stringer/AA/picture alliance

د طالبانو یوه استازې د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته تائيد کړې ده چې د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنه شوې ده. چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

د سيمي يوه سپين ږيري د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي داسي ښکاري چي بم منبر ته نژدې په يوه لاوډسپيکر کې ځای پر ځای شوی وو.

هغه وويل: »کله چي لاوډسپيکر د آزان له پاره فعال شو نو انفجار يې وکړ.«

د سيمي د يوه روغتون چارواکي فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي تر اوسه پوري پکښې »درې کسان وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي«. 

وروسته له هغه چې طالبان د اګست میاشتي په نيمايي کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، په دغه هیواد کې د بریدونو یوه لړۍ پيل شوې ده.

همدا د نوامبر میاشتې په پيل کې په پلازمېنه کابل کې د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون برید کې ۱۹ کسان ووژل شول او ډیر شمیر نور ټپیان شول.

د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د خراسان څانګې د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی و. دغه ډله په افغانستان کې د نوو واکمنانو ضد او حریف ده او په دې وروستیو کې یې د څو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز