د ننګرهار والي، ضیاالحق امرخیل الماني خبري آژانس،dpa سره په خبرو کي په دغه پيښه کي د یوه فامیل د حداقل اتو تنو غړو د وژل کیدو څخه خبر ورکړی دی. د هغه په خبره دغه کسان د جلال اباد ښار د نهمي ناحیې په یوه مسجد کي د تراویح پر مهال د وسله والو کسانو لخوا ویشتل سوي دي.
د والي په خبره لمړنۍ پلټني ښيي، چي «دغه واقعه د یوې ټوټې شخصي مځکي پر سر دعوې په نتیجه کي رامنځته سوې ده.»
په افغانستان کی د مځکي پر سر شخړي او جنګونه یوه عادي موضوع ده. دغه ډول واقعې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کي د کورنۍ د غړو یا شریکانو تر منځ رامنځته کیږي.
د تیر ۲۰۲۰ م کال په اپریل کي په دغه ولایت او یوه عین پيښه کي د یوه قوم حداقل شپږ تنه ووژل او ۲۰ نور زخمیان سول. د هغوی ترمنځ جنګ تر څو ورځو وروسته بلاخره پای ته ورسیدی.
د جلال اباد د پولیسو قومانداني ویلي دي، چي په دې هکله یې تحقیقات شروع کړي، خو تراوسه پوري يې د هغه په ارتباط څوک نیولی نه دی.
د ننګرهار د والي په حواله دغه پيښه چي پرون شنبه شپه د نهو بجو په شاوخوا کي رامنځته سوه، په هغه کي «د حاجي عبدالوهاب پنځه زامن او درې وروڼه په قتل رسیدلي دي. دغه کسان چي د لمانځه ادأ کولو پر وخت وه، د نامعلومو کسانو لخوا ورباندي فیرونه وسول.»
آ./م.ق./ا.ا.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د کیندنو په ترڅ کې د ۱۶۰ قلمه تاریخي اثارو د موندنې خبر ورکوي. نور معلومات د انځورونو په دې ګالرۍ کې ترلاسه کولی شئ.
انځور: Informations- und Kulturabteilung der Provinz Nangarharد ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايي چې دغه اثار د اسلامي، کوشاني او بودايي دورو سره تعلق لري، چې د لرغون پېژندونکیو له لوري تر کیندنو او تشخیص وروسته یاد ریاست ته وسپارل شول.
انځور: DW/O. Deedarدغه اثار له سبزاباد تاریخي سیمې تر لاسه شوي، چې کیندنه یې ۱۳۹۸ل کال کې پیل شوې او شپږ میاشتې یې دوام وکړ. د ځایي مسوولینو په خبره پر دې منقولو اثارو سربېره یې په سیمه کې ۱۱ غیر منقول اثار چې اطاقونه دي، هم ترلاسه کړل.
انځور: DW/O. Deedarد ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د تاریخي ابداتو او لرغون پيژندنې مسئولین وايي چې تمه ده د سبز اباد په تاریخي سیمه کې ډېر نور هم د مخکنیو دورو اثار ترلاسه کړي.
انځور: DW/O. Deedarدغه کیندنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودیجې له مخې ترسره شوې. د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼی وایي په ختیځ کې موزیم نشته، چې د جوړولو او منظورۍ په موخه یې هڅې روانې دي.
انځور: DW/O. Deedarپه همدې حال کې د سبز اباد تاریخي اثارو د کیندنې مسئول او د لرغون پيژندنې ریاست غړي محمد مبين وايي، چې د دوی په ترلاسه شویو اثارو، کې سکې، کنډولونه، ګچي مجسمې او نور بېلابېل اثار تر لاسه شوي.
انځور: DW/O. Deedarد ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي وایي چې دوی غواړي په سبز اباد تاریخي سیمه کې د تاریخي اثارو کیندنو او پلټنو ته لا دوام ورکړي او دغه راز په همدې سیمه کې یو موزیم هم جوړ کړي.
انځور: DW/O. Deedarد ننګرهار فرهنګي کړۍ د دغو اثارو پر موندلو خوښي ښيي او له اطلاعاتو او کلتور وزارت غواړي، چې په نورو تاریخي سیمو کې هم دغه ډول کیندنې وکړي، څو تاریخي اثار پیدا او قاچاق وژغورل شي.
انځور: DW/O. Deedarد څلوېښتو کلونو جګړو له امله هېواد کې ګڼې تاریخي سیمې ویجاړې شوي، اثار یې قاچاق شوي او یا هم له منځه وړل شوي دي.
انځور: DW/O. Deedar