د ناسا فضايي بیړۍ د بینو کوچنۍ سیارې ته کښته کیږي
۱۳۹۹ مهر ۲۹, سهشنبهد ناسا د اوسیریس- ریکس فضايي بیړۍ د بینو د ۲۰۱۸م کال له ډسمبر مياشتي راهیسي د بینو پرکوچنۍ سیارې باندي راګرزیدله، دغي سیارې ته ۱۰۱۹۵۵ لمبر ورکول سوی دی. نن سه شنبه باید د ناسا د خپل دغه دوه کلن اږوده سفر په جریان کي بلاخره دغه احتمالي له خطره ډک ماموریت تر سره کړي.
اندازه ګیري، نمونه اخیستل او بیرته مځکي ته راتګ
د ناسا د اوسیریس- ریکس فضايي بیړۍ مختلف وظایف پرغاړه لري: د بینو کوچنۍ سیارې ته تر ورسیدو وروسته پرهغه باندي راګرزي، ارقام راټولوي او د سطحي اندازه ګیري یې اخلي، کومه چي د درو تیزرفتاره موټرانو د پارکینګ په اندازه غټه ده. د دې له پاره چي د بینو څخه نمونه واخلي، باید د یوه روبوتر د لاس څخه استفاده وسي.
د روبوتر لاس باید فقط پنځه ثانیې د سیارې سطح لمس او د نایتروجن ګاز پر ایله کړي، تر څو یوه کوچني ډبره ورڅخه راجلا سي. دغه نمونه به بیا په یوه لوښي کي ځای پر ځای سي. فضايي بیړۍ په کافي اندازه نایتروجن په داخل کي لري، تر څو دغه ډول درې کوښښونه تر سره کړي. ساینس پوهان د ۶۰ ګرامه څخه تر دوو کیلوګرامه پوري د موادو نمونه غواړي.
که څه هم د بینو سیارې قطر ۵۰۰ متره دی، خو هغه کیدلای سي د مځکي له پاره لوی خطر رامنځته کړي، که فرضأ هغه یو وخت د مځکي سره وجنګیږي. د دغي کوچنۍ سیارې څخه اخیستل سوي ارقام ښيي چي هغه کیدلای سي د ۲۱۶۹ او ۲۱۹۹ کلونو ترمنځ له مځکي سره وجنګیږي. خو د دې احتمال ۰،۰۷ فیصده دی.
ساینسپوهان مګر سربیره پردې وايي چي همدا خبره هم کفایت کوي چي موږ د بینو سیارې په باب ډیر تحقیقات وکړو.