د ناسا د پيرسيورنس په نوم روبات چې يوه کوچنۍ څرخۍ الوتکه هم ورسره ده د پنجشنې ورځي په ماښام (۲۰۲۱م کال د فيبرورۍ ۱۸مه) په بريا سره په مريخ يا سرې سيارې کي کښته سو.
انځور: NASA/JPL-Caltech/AP/picture alliance
پيرسيورنس
د پيرسیورنس په نوم روبات (لکه په انځور کي چي ښکاري) تر نورو ټولو هغو پیچلی دی چې دغي ادارې مریخ ته لیږلي دي.
انځور: NASA/JPL-Caltech
هر څه چمتو دي
د ناسا انجینرانو د ۲۰۲۰م کال د جولای مياشتو په لومړيو کې پيرسيونس روبات د Atlas V په نوم راکټ ته وسپاره او د ياد کال د جولای مياشتي پر ۳۰ نېټه يې مريخ ته سفر پيل سو.
انځور: NASA
د روبات ننداره
دغه روبات په ۲۰۱۹م کال کې په يوه پاکه خونه کي خلکو ته نندارې ته وړاندې شو. دا د ناسا تر ټولو عصري او ځیرک روبات دی. د دغه روبات وزن تر یو ټن لږ زيات دی چي په دې سره تر پخواني هغې ۱۰۰ کيلو ګرامه زيات دی. او تر دروې ميترو لس سانتي متره اوږد دی.
انځور: NASA/JPL-Caltech
ډیر کار کوي
په دغه روبات کي تر پخواني هغې د څېړني ډېر ابزار او سنسورونه ځای پر ځای سوي دي او پر هغو لاسونو باندي چي يو شی راپورته کوي د کمرو او کاري سامانونو په نصبولو سره نور هم پياوړی دی. دغه روبات کولای سي له مريخ څخه نموني راټولي کړي. هغه ۲۳ کمرې او نور وسايل لري. یوه دنده یې دا ده چي و آزمایي چې د مریخ له ډبرو څخه د اکسیجن رایستل امکان لري کنه؟ خو دغه کوچنی څیز څه شی دی چي د روبات څنګ تر پر مځکه ولاړ دی؟
انځور: NASA/JPL-Caltech
یوه کوچنۍ څرخۍ الوتکه
دغه روبات یوه کوچنۍ هلیکوپټر لري. تر دې وړاندې هیڅکله د سیارو په ماموریت کې داسې څه نه ول پیښ شوي.
انځور: NASA/Cory Huston
کيوريوستي روبات
کيوريوستي روبات له ۲۰۱۲م کال راهيسي په ماموريت بوخت دی. له هغه وخت راهيسي ۲۲،۳۱ کيلومتره گرځېدلی او تر اوسه هم هماغه شان کار کوي. دا په حقيقت کي تر هغه څه لوړ دی چي ياديږي. د هغه رسمي نوم «د مريخ د ساينس لابراتوار» دی. او په رښتيا سره دا يو بشپړ لابراتوار دی.