د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پيل شوه
۱۴۰۰ فروردین ۳, سهشنبهد وروستي ځل له پاره د ناټو غونډه چې د بهرنیو چارو وزیرانو پکې په فزیکې ډول حضور درلود په ۲۰۱۹م کال کې د کرونا ویروس تر خپریدو مخکې په بروکسل کې ترسره شوې وه. اوس یو وار بیا د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې سره ويني.
د رپوټونو په حواله د دغې غونډې موضوع د نوموړي تړون د راتلونکي سرمشریزې له پاره پر امادګۍ سربیره د ستراتیژیکو طرحو ارزونه، اصلاحات او د نوموړي پيمان د غړو هیوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پياوړې کول په ګوته شوي دي.
د دغو مسائلو ترڅنګ همدارنګه په افغانستان کې د ناټو ماموریت راتلونکی او له روسیې سره مناسبات چې په اوس وخت کې په شدت سره متشنجه شوي دي، په دې غونډه کې د مطرحو مواردو له جملې څخه دي.
د ولسمشر په توګه د جو بایدن د کار تر پیلولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د لومړي ځل له پاره په دې غونډه کې ګډون کوي.
تمه کیږي چې بلینکن به د دې غونډې په څنډه کې له خپل آلماني سیال هایکو ماس سره هم وويني.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ غونډه چې هغوی پکې په فزیکي ډول حضور درلود د کرونا وبا تر خپریدو مخکې د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې همدا په بروکسل کې ترسره شوې وه. په هغه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت په استازیتوب په هغه غونډه کې ګډون کړی وو.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز