1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: طالبان دې امریکا سره د شوي تړون پر پريکړو عمل وکړي

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

د ناټو سازمان افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وښکلو په اړه تر نهايي تصميم مخکې، له طالبانو غوښتي چې امریکا سره دې د شوي تړون شرایط رعایت کړي. ناټو د فبروري مياشتې په منځ کې د خپلو ځواکونو د وتلو پر موضوع غونډه جوړوي.

Brüssel Jens Stoltenberg NATO-Generalsekretär
انځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

د ناټو سازمان مخکې له دې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه نهايي پريکړې ته ورسيږي، له طالبانو غوښتي چې د امریکا متحده ايالاتو سره ېې د کړي تړون پر شرایطو عمل وکړي.

له بروکسل څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله، د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبرګ، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۴مه) وويل چې د ناټو په غونډه کې به په «ډير دقت» سره پر دې موضوع بحث وشي چې آیا ناټو به واقعا وشي کړای د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د می مياشتې تر پايه خپل ځواکونه له دغه هيواده وباسي او که نه. د ستولتنبرګ په خبره، په وروستيو کې د تاوتريخوالو ډيريدل د ناټو  له پاره د «شدیدو انديښنو» سبب ګرځیدلي دي.

ينس ستولتنبرګ، د بلجيم له لومړي وزير الکساندر دکرو سره په پوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان د مدني ټولنې پر غړو او خبريالانو باندې د تاوتريخوالو ډيريدو ته اشاره وکړه او وې ويل چې د ناټو تړون غواړي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتل، د طالبانو له خوا د تاوتريخوالو کمولو پورې مشروط کړي. د ناټو عمومي منشي دغه راز وويل چې طالبان بايد «د القاعده شبکې په ګډون له ټولو نړيوالو تروريستي ډلو سره خپلې ټولې اړيکې» پرې کړي.

په پام کې ده د ناټو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزیران، د روانې ميلادي مياشتې (فبروري) په منځ کې په افغانستان کې د دغه تړون د ماموريت د غځولو په اړه غونډه وکړي.

امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې طالبانو سره د کړي تړون پر اساس، دغې دلې سره ژمنه کړې چې د ۲۰۲۱م کال د می مياشتې تر پايه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي. د دغه تړون له روښانه شرایطو څخه یو هم د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تاوتريخوالو کمول او د القاعده شبکې او نورو تروريستي ډلو سره د مناسباتو پرې کول وو. د دې سربير، طالبانو افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو ژمنه کړې، خو دغه مذاکرات چې د تیرکال سپتمبر مياشتې په نيمايي کې په دوحه کې پيل شوي، تر اوسه بې نتيجې پاتې دي.

Nf/af      /m.k.s./a.a./(AFP)