1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د وتلو نامعلوم برخلیک

۱۳۹۹ بهمن ۳۰, پنجشنبه

ستولتنبرګ ویلي چې د ناټو د دفاع وزیرانو له افغانستانه د ځواکونو د راوتلو په هکله وروستۍ پریکړه نه ده کړې. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، د سولې خبرې وکړي او د القاعدې ملاتړ پریږدي.

Belgien Treffen NATO-Verteidigungsminister digital | Jens Stoltenberg
انځور: Olivier Hoslet/AP Photo/picture alliance

د ناټو د ۳۰ هیوادونو د دفاع وزیرانو د دوهمې ورځې غونډه د افغانستان او عراق پر سر بحثونو ته ځانګړې شوې وه. تر غونډې وروسته د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «اوس مهال موږ په [افغانستان] کې د خپل راتلونکي حضور په هکله وروستي پریکړه نه ده کړې.»

هغه یادونه وکړه چې که څه هم د ځواکونو د ایستلو له پاره ټاکل شوی د مې میاشتې د لومړي نېټې ضرب الاجل په رارسیدو دی «خو د ناټو متحدین به په راتلونکو اوونیو کې خپلې مشورې او همغږي جاري وساتي».

د ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې امریکا متحده ایالاتو او طالبانو یوه توافقنامه لاسلیک کړه چې له مخې یې د ۲۰۲۱م کال کې د می په لومړۍ نېټه باید ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي. د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې به د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه نه ترسره کیږي، له افغان حکومت سره به خبرې پیلوي او له القاعدې سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې ناټو په کلکه د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي او د دې د برخې په توګه یې «په افغانستان کې په څرګند ډول د خپلو ځواکونو شمیر راکم کړی دی».

د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډه وشوه خو تر اوسه په دغه بهیر کې ډیر کم پرمختګ تر سترګو کیږي. ستولنتبرګ وویل چې د سولې خبرې اترې نازکې دي او «پرمختګ ډیر ورو دی». هغه وویل چې دا مهمه ده چې یو ځل بیا د سولې خبرې چټکې شي.

ستولنتبرګ د چهارشنبې د ورځې خپله غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې «په ښه نیت د سولې خبرې وکړي، د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، او د نړیوالو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي». د هغه په خبره د ناټو هدف دا دی چې دا خبره یقیني کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای وا نه وړي چې «زموږ پر هیوادونو بریدونه وکړي». د ناټو عمومي منشي وویل چې د ناټو متحدین به د وضعیت ارزولو ته ادامه ورکړي او د خپلو ځواکونو د خوندي ساتلو له پاره به اړین ګامونه واخلي.

په جنورۍ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو نوي حکومت تر کار پیلولو وروسته وویل چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ شوی تړون ارزوي. په وروستیو کې طالبانو ګواښ کړی وو چې که چیرې متحده ایالات له افغانستانه د می په لومړۍ نېټه خپل ځواکونه و نه وباسي نو د هغوی پر ضد به جګړه پېل کړي. د ناټو تر غونډې دوه ورځې دمخه طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې له متحده ایالاتو وغوښتل چې له دوی سره پر شوي توافق باندې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه پر طالبانو باندې نیوکه کوي چې په تړون کې خپلې کړې ژمنې یې نه دي عملي کړي. ستولتنبرګ هم دې موضوع ته په اشاره سره وویل چې ناټو د تاوتریخوالي د کچې د زیاتیدو له کبله انديښمنه ده. هغه زیاته کړه: «د هر ډول تاوتریخوالی زیاتیدل د سولې پروسه له پوښتنې سره مخامخ کوي او طبعاً پسرلني عملیات د سولې لرلید کمزوری کوي. اصلا موږ د برعکس څه انتظار لرو. موږ تمه لرو چې طالبانو تاوتریخوالی راکم کړي او په دې سره د سولې مذاکراتو له پاره ښه نیت وښيې. د هر ډول تاوتریخوالي زیاتیدل به برعکس پیغام ولري.»

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل