1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارزونه: ناټو د اروپا په دفاع کې ځیني تشي موندلې

۱۴۰۳ مرداد ۴, پنجشنبه

د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د اوکراین جګړې او د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر دغې سرمشریزې خپل سیوری غوړولی وو، خو له عامه انتظارو ور هاخوا د ناټو نظامي پلان جوړونکي د اروپا پر دفاع باندې د لوړو مصارفو پر ارزوني متمرکز ول.

په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزه
په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د اوکراین جګړه او د امریکا ولسمشرۍ ته انتخاباتو پر دغې سرمشریزې خپل سیور غوړولی وو.انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

له سړې جګړې وروسته د ناټو لومړی جدي بیارغونه به د افغانستان په څېر سیمو کې له کلونو اوږدو ماموریتونو وروسته، د روسیې د احتمالي برید پر وړاندې د اروپا د دفاع له پاره د ناټو د بیارغونې لامل شي.

د ناټو پوځي تړون مشرانو په داسې حال کې چې د روسیې له لوري د مخ پر ډیریدونکي ډول احتمالي یرغل څخه په ویره کې ول، تیر کال یې په تیرو دریو لسیزو کې د لومړي ځل له پاره د خپلو دفاعي وړتیاوو د بیا کتنې پر ارزونې توافق وکړ. ناټو سازمان د یوه نظامي پلان جوړونکي په حواله، چې نه غواړي هویت یې بربنډ شي، د دې پوځي تړون چارواکي د یاد پلان د عملي کولو له پاره له هغمې مودې راهیسې د حد اقل دفاعي اړتیاوو ارزونه کوي، او دغه ارزونې یې په وروستیو اونیو کې د ناټو د غړو هیوادونو حکومتونو ته سپارلي دي.

د نوموړي پوځي پلان جوړونکي په خبره، دغه حد اقل اړتیاوې په کلیدي برخو کې د ناټو په پوځ کې د نیمګړتیاوو په اړه توضیحات ورکوي، چې له مخې یې معلومیږي چې د حل کولو له پاره یې څومره میلیارده یورو لګښتونو ته اړتیا ده.

ناټو په پام کې لري چې دا اړتیاوې د هر هیواد د حکومتونو له پاره په پابندو اهدافو باندې بدلې کړي، داسې اهداف چې حکومتونه اړ دي هغه عملي کړي ترڅو د ۲۰۲۵م کال تر مني موسم پورې، هغه مهال چې د ناټو د دفاع وزیرانو بله غونډه رابلل کیږي، د اروپا د دفاع له پاره یې چمتو کړي.

ناټو په شپږو برخو کې نیمګړتیاوې لیرې کوي

رویترز خبري آژانس په اروپا کې له ۱۲ پوځي او ملکي چارواکو سره د دغو سري پلانونو په هکله خبرې کړي. د دغو چارواکو په خبره، د ناټو ۳۲ غړو هیوادونو په شپږو برخو کې نیمګړتیاوې مشخصې کړي دي، کومې چې اوس  ورته رسیدګي تر ټولو مهمه ګڼل شوې ده.

د ناټو سازمان له چارواکو سره د رویترز خبري اژانس په خبرو کې څرګنده شوې ده چې په دغو برخو کې هوايي دفاع، د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو، د سرتیرو د شمېر، وسلو او تجهیزاتو، لوژیستیکي ستونزې او د جګړې په ډګر کې خوندي دیجیتالي اړیکې شاملې دي. 

یادو چارواکو چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، یادونه کړې ده چې پر امنیت اړوند مسایل باید لا ډیر په آزاد ډول بحث وشي. ناټو تر اوسه پورې د دغو ارزونو او د هغوی د عملي کولو د لګښت په هکله څه ویلي نه دي.

موندنې ښیې چې ناټو په داسې وخت کې خپلو اهدافو ته د رسیدو له پاره لاس په کار شوې ده، چې په ناټو کې د اروپا د مهمو غړو هیوادونو ترمنځ د بودیجوي خنډونو او د روسیې په اړه د دریځ په اړه د اختلافاتو له امله یووالی له ازمیښت سره مخامخ دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې او پر ناټو یې اغیز

بله مهمه موضوع په امریکا متحده ایالاتو کې سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې دي، چې له کبله یې دا ویره را ټوکیدلې چې د ناټو دغه مخکښ غړی هیواد به د یوه داسې چا له خوا رهبري شي چې په خپله د ناټو سازمان منتقد دی. د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ تر دې وړاندې پر خپلو اروپايي متحدینو تور پورې کړی وو چې دوی د امریکا له پوځي ملاتړه ګټه اخلي.

د روان میلادي کال د جولای میاشتې له ۹ نه تر ۱۱ نیټې پورې په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزې پرمهال، ځینو اروپايي پالیسي جوړونکو په ښکاره ډول دا ومنله چې هر څوک چې د امریکا ولسمشریز ټاکنې وګټي، په هرصورت کې د اروپا لویه وچه د خپلو پوځي مصارفو لوړولو ته اړتیا لري.

د بریتانیا دفاع وزیر جان هیلي د ناټو سرمشریزې په څنډه کې وویل: «موږ باید د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته په کتو چې هر چا وګټلې، دا درک کړو چې لومړیتوب به اندو-پاسیفیک ته واوړي داسې چې د ناټو اروپايي هیوادونه باید د بار د پورته کولو له پاره لا ډیر څه وکړي.»

د رویټرز د پوښتنې په ځواب کې، د ناټو یوه چارواکي وویل چې د ناټو سازمان مشرانو په واشنګټن کې موافقه کړې چې په ډېرو مواردو کې د نیمګړتیاوو د حل له پاره به د خالصو داخلي عوایدو تر ۲ سلنه ډیرو مصارفو ته اړتیا وي. نوموړي چارواکي یادونه وکړه چې د ناټو ۲۳ غړي هیوادونه اوس د مصارفو لږ تر لږه ۲ سلنه پوره کوي او یا تر هغه زيات مصارف پر غاړه اخلي.

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

03:15

This browser does not support the video element.

ناټو اوس له سړې جګړې راهیسې د خبرداري په تر ټولو لوړه درجه کې ده، د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریس، په ګډون د دغه تړون یو شمیر چارواکو د روسیې له لوري په راتلونکو پنځو کلونو کې د اروپا پر سرحدونو د برید په اړه خبرداری ورکړی دی.

د کارپوهانو په باور په داسې حال کې چې د روسیې اقتصاد لا دمخه د جګړې له کبله اغیزمن شوی، د اروپا حکومتونه که چیرې دوی د مالیه ورکونکو څخه د دفاعي لګښتونو له پاره د ډیرو پیسو غوښتنه وکړي، ښايي له مقاومت سره مخ شي، داسې مالیه ورکوونکي چې له وړاندې نه د جګړې له کبله د لوړو لګښتونو سره لاس او ګریوان دي.

په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د بايدن او زیلنسکي ليدته کتنهانځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

ناټو لا ډیرو سرتیرو او لګښتونو ته اړتیا لري

د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته، د ناټو لومړی جدي بیارغونه به د افغانستان په څېر سیمو کې له کلونو اوږدو ماموریتونو وروسته، د روسیې د احتمالي برید په وړاندې د اروپا د دفاع په برخه کې د ناټو د بیارغونې سبب وګرځي.

رویټرز خبري آژانس تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د ناټو پلان جوړونکي په دې باور دي چې د روسیې د برید سره د مقابلې له پاره به ناټو د ۳۵ نه تر ۵۰ پورې نورو پوځي لواوو ته اړتیا ولري. د ناټو یوه پوځي لوا له ۳۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ سرتیرو پورې لري چې مجموعي شمیر یې د ۱۰۵ زرو نه نیولې تر ۳۵۰ زرو سرتیرو پورې رسیږي.

دا په دې معنې ده چې د بیلګې په توګه آلمان به د ۳ نه نیولې تر ۵ پورې اضافي لوا ګانې جوړوي چې د سرتیرو شمیر یې د ۲۰ او ۳۰ زرو ترمنځ رسیږي. د آلمان د دفاع وزیر په دې هکله له تبصرې ډډه کړې ده.

امریکامتحده ایالات په ناټو سازمان کې تر ټولو لوړ لګښت ورکوي. د ناټو د اټکلونو له مخې چې په جون میاشت کې خپاره شوي، متحده ایالات به په ۲۰۲۴م کال کې د دفاع له پاره ۹۶۷،۷ میلیارده ډالر مصرف کړي، آلمان به ۹۷،۷ میلیارد ډالر په دوهم مقام کې دی چې د امریکا په تناسب لس چنده کم لګښتونه دي. د ۲۰۲۴م کال له پاره د ناټو ټول نظامي لګښتونه ۱۴۷۴،۴ میلیارد ډالر اټکل شوي دي.

ha/Z (AG)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب