1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا کوم هېوادونه افغان پناه غوښتونکي مني او کوم نه

۱۴۰۰ مرداد ۲۹, جمعه

د اروپاي اتحاديې غړو هېوادونو د داخلي چارو وزيرانو د افغان پناه غوښتونکو د وضعيت په اړه د ضطراري ناستې غوښتنه کړې. باید د هغو سره مرسته وشي، چې په افغانستان کي د لويديځو هېوادنو سره د همکارۍ له کبله اوس په خطر کي دي.

Spanien | Afghanistan-Evakuierungsflug ladet am Flughafen in Madrid
انځور: Paul White/AP/picture alliance

د اروپا د اتحاديې د داخله چارو پخواني وزير يو وار بيا د خپلو سيالانو د انسانی ضمير يادونه وکړه. د لوکزامبورګ داخله چارو وزیر ینس آسلبورن وويل:« موږ د هغه افغان پناه غوښتونکو له پاره چې په قانوني لار اروپا ته داخليږې، سهمیه ورکولو ته اړتیا لرو.»

آسلبورن د اطريش پر دريځ باندي سخت انتقاد وکړ او وې ويل:« د اروپايي اتحاديې غړې هېوادونه په پای کې بايد دا وښيې چې موږ له انسانانو سره مرستې ته چمتو يوو. هغه زياته کړه:«دا په ريښتیا سره ډيره ويروونکي ده او انسان ناهيلې کوي. دغه ډول پوپولیستې خبرې يوازې ويره او ډار خپروي. بايد مسايل سره په ګډه حل کړو.موږ نه شو کولی د افغانستان انسانان د سپوږمۍ کرې ته ګوزار کړو.»

اتريش

د اتريش داخله چارو وزير کارل نهامر، د افغان پناه غوښتونکو د نه قبلولو په اړه په سخته لهجه غږيدلې دې. د هغه په خبره:« تر ټولو لومړي توب دا دې چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو سره خبرې وشي،تر څو وکړای شی چې حفاظت او مرسته په خپله په سیمه کي ورته تضمين شي.»

د نهامر په نظر د اروپایي اتحادیه  پردې برسیره د خپلو سرحداتو  لا زياته ساتنه وکړي. هغه وايې:« هيڅ کوم دلیل شتون نه لري،چې ولې اوس باید افغانان اتريش ته راشي.»

يونان

انځور: Panagiotis Balaskas/AP/picture alliance

ليسبوس په ټاپو کې د کاراتپه په نوم د پناه غوښتونکو کمپ

يونان هم د افغان پناه غوښتونکو قبلولو ته حاضر نه دې. د دغه هېواد د مهاجرت وزير نوتیس ميتاراکي په دي اړه وویل:« چې يونان به يو ځلې بيا اروپا په لور د پناه غوښتونکو په بې قاعدې هجوم باندې بدل شی.» نوتس یتاراکی زیاته کړه: په اوسنيو شرايطو کې مسله دا ده چې د بشردوستۍ له مخې ځينو کسانو او د هغوي کورنيو ته پناه ورکوو،چې په افغانستان کي د ناټو د ماموريت پر مهال يې د يونان نظامي ځواکونو سره مرسته کړي،چې شمير يې څو سوو ته رسیږې. هغه وویل د افغانانو ته تر ټولو مناسب ځای اوس ترکیه ده.

فرانسه

د فرانسې دولت همدا اوس کوښښ کوي چې د هېواد جمهور ریس امانويل مکرون خبري يو څه سمې کړي، کومې چې په داخل کي له سختو نيوکو سره مخ شوي دي. مکرون په تلويزيوني خبرو کي له افغانستان څخه د (پناه غوښتونکو د بې قاعدې) بهیر پر وړاندې خپل مخالفت اعلان کړ. د دولت وياند ګابريل آتال د چهارشنبې په ورځ د (اګست ۱۷مه) وضاحت ورکړ،چې هر کال په فرانسه کې په زرونو افغان پناه غوښتونکي قبليږې،چې د جګړو له کبله خپل هېواد څخه يې تيښته کړي. هغه  زياته کړه:« موږ په دي ډول د پناه غوښتونکو قبلولو د چمتووالې بهير ته دوام ورکوو.» فرانسې د چهارشنبې په شپه کابو ۱۸۰ کسان د بشردوستۍ له مخې له کابل څخه وليږدول.

انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

ایټالیا

د ايټالیا لومړي وزير ماريو دراګی  تر اوسه هم له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو په اړه خپل دريځ نه دی څرګند کړی. هغه ویلي: د اروپايانو لومړيتوبونه دا دي، هغه افغانان قبول کړي،چې له لويديځوالو سره يې همکاري کړي او يا يې د ښځو حقوقو له پاره کوښښونه کړي دي.

هالنډ

په هالنډ کي هم اوس په دي خبرې او بحثونه کیږي،چې د هغه افغانانو سره چې د ناټو ماموريت په چوکاټ کي یې له مرسته کونکو سازمانونو سره همکاري کړې وي،  پناه ورته ورکړل شی.په دوی کې يوازي څو سوه کسان راځي. په خواشینۍ سره چې د هالند لومړنۍ الوتکه د دغه کسانو ليږدولو له پاره د کابل په هوایي ډګر کې د ګډ وډيو له کبله مجبوره شوه هالنډ ته خالي راستنه شی.

اسکاندیناوي هېوادونه

دنمارک په تيرو میاشتو کي خپل د پناه غوښتني سیاست دومره سخت کړي، چې حتی سوريايې مهاجرو د پناه غوښتنې يې هم رد کړی او دمشق ته د اجباري بيرته ګرزيدلو تر خطر لاندې راغلي دي. نو ځکه په دغه هېواد کي د افغان پناه غوښتونکو قبليدل په اوسنيو شرايطو کې امکان نه ليدل کېږې.په سويډن کې هم ورته وضعيت دې.ائتلافي دولت په کمزوري موقعيت کې دې او د پناه غوښتونکو د قبلولو په اړه د ليبرالانو پخوانی سیاست د ښې اړخو ګوندونو د فشارونو قرباني شوی دی.

په سويډن کې هم ورته وضعيت دې.ائتلافي دولت په کمزوري موقعيت کې دې او د پناه غوښتونکو د قبلولو په اړه د ليبرالانو پخوانی سیاست د ښې اړخو ګوندونو د فشارونو قرباني شوی دی.

انځور: Jean MW/Geisler-Fotopress/picture alliance

د پناه غوښتونکو قبليدلو له پاره مظاهرې

آلمان

د آلمان تصوير په دې برخه کي ډير روښانه نه دی. د تيرې اونۍ په وروستيو کي د برلين د محاسبو له مخې هغه شمير افغانان چې په تير مهال کې د آلمان له پوځ سره همکاري کړې ده، مدنی فعالان او غير دولتي سازمانونه چې هغوی بايد د بشري دلایلو له کبله قبول شی،کابو ۱۰ زره کسان دي. برسیره پر دې د آلمان صدراعظمې انګيلا میرکل د اروپايې اتحاديې د همغږي کیدلو غوښتنه کړي ده.

کابو دوه ميلونه افغان پناه غوښتوکي په پاکستان کی اوسيږې.

انځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture alliance

د پاکستان پلازمنيې اسلام آباد ته نږدې د افغان پناه غوښتونکو د اوسیدلو یو کمپ

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب