1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د روسیې د احتمالي پرمختګ په مقابل کې خپل ځواکونه زیاتوي

۱۴۰۱ تیر ۷, سه‌شنبه

د ناټو سرمنشي اعلان کړی دی چې ناټو د خپل چټک غبرګون ځواکونو شمیر له ۴۰ زرو ۳۰۰ زرو سرتیرو ته لوړوي. دغه ځواکونه د لوړې درجې تیارسي حالت ته راوستل کیږي.

Belgien NATO Ukraine  Jens Stoltenberg
انځور: Olivier Matthys/AP Photo/picture alliance

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) اراده لري چې پر اوکراین د روسیې د برید په دلیل خپل د چټک غبرګون ځواکونو شمیر ۳۰۰ زرو ته لوړ او هغوی د لوړې درجې تیارسي حالت ته راولي. دا خبره د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۷ نیټه) په بروکسل کې کړې ده.

نوموړي «له سړې جګړې را په دیخوا خپل د ډله ایزې دفاع او مخنیوي د تر ټولو لویې بیا تنظیمونې» خبره کړې ده. د سټولټنبرګ په خبره د ناټو ۳۰ غړي هیوادونه به په مادرید کې د دغه نظامي بنسټ په ناسته کې په دې اړه پریکړه وکړي.

تر اوسه پورې د NRF په نامه د ناټو د چټک غبرګونو د ځواکونو په تشکیل کې شاوخوا ۴۰ زره عسکر ول. د دغو ځواکونو بیارغونه او پیاوړي کول د ناټو ځواکونو د عصري کونې پروګرام یوه برخه ده. په دې پروګرام کې د ځواکونو امادګي هم په لوړه کچه کې قرار نیسي.

د ناټو د نوي پروګرام په اساس، دغه ځواکونه په ځانګړو سیمو کې مستقر کیږي. د بیلګې په توګه آلماني سرتیري به د روسیې د برید په صورت کې د لیتوانیایي ځواکونو د ملاتړ مسئولیت ولري.

د ناټو ځواکونه په عادي حالت یا د سولې پرمهال د سیمه ایز پوځ تر قوماندې لاندې وي، خو د یوه جدي پرمختګ په صورت کې به په اروپا کې د ناټو د تر ټولو لوړې ردې له قوماندان څخه امر ترلاسه کوي. 

د دغو ځواکونو د امادګۍ د وخت په برخه کې هم بحث شوی دی او ټاکل شوې ده چې یو شمیر واحدونه به د تر ټولو لوړې کچې امادګۍ کې چې لس ورځې ده قرار ونیسي او پاتې به د ۳۰ یا ۵۰ ورځني امادګۍ سطحه کې وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز