1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

متحده ايالات په آلمان کې اوږد واټن ويشتونکي توغندي نصبوي

۱۴۰۳ تیر ۲۱, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دی چې په آلمان کې د لېرې واټن ويشتونکو وسلو د ځای پر ځای کولو چاره به په ۲۰۲۶م کال کې پېل کړي. د ناټو په سرمشريزې کې له اوکراين سره د ۴۳ میليارډ ډالرو مرستې ژمنه شوې.

د ناټو سر مشریزه؛ د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د اوکراين ولسمشر د ليدنې کتنې په حال کې
د ليرې واټن ويشتوونکې امريکايي وسلې به په ۲۰۲۶م کال آلمان ته انتقال شيانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزې په ترڅ کې په خپره شوې يوه اعلاميه کې آلمان او د امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چې «پړاویزو ځای پر ځای کولو» ته چمتووالی نيول کيږي چې له مخې یې اوږده موده د وسلو ساتل امکان ولري. په دې وسلو کې اس ام – ۶، توماهاوک او هغه تيارېدونکي هايپر سونک يا تر غږ چټکۍ وسلې هم شاملې دي چې په اروپا کې له موجودو هغو په پرتله به تر لېرې واټن پورې ويشتل کولی شي.

په اعلاميه کې زياته شوې: «د دې عصري وسلو استعمال به له ناټو سره د امريکا وابستګي او د اروپا له پاره د کلک ملاتړ ښکارندوی وي.»

ناټو د دې سرمشریزې په ترڅ کې له اوکراين سره «په راتلونکي کال کې» د اضافي ۴۳ ميلياردو ډالرو مرسته هم اعلان کړې ده.

اوکراين ته د اف – ۱۶ جنګي جټ الوتکې ورکړه

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، د ناټو په دې غونډه کې اعلان وکړ چې له هالند او دنمارک څخه اف – ۱۶ جنګي جټ الوتکې اوکراين ته پر لاره دي.

بلېنکن، وويل چې د امريکا جوړ دې الوتکو لومړۍ جوپه لا تر مخه انتقال شوې ده.

نوموړي زياته کړې: «او دا جټ الوتکې..... به په روان دوبي کې د اوکراين په هوايي قلمرو کې وي څو اوکراين د روسیې د اشغال په مقابل کې د ځان اغيزمنه دفاع وکړای شي.»

بلېنکن، وويل چې د اف – ۱۶ انتقال به «د ولاديمير پوتین ذهن پر دې حقیقت متمرکز کړي چې پر اوکراين به برلاسی نه شي، هغه به پر امريکا برلاسی نه شي او که چېرې [خپلو کړنو] ته دوام ورکړي نو روسیې او ګټو ته یې رسېدونکی زیان به دوام پيدا کړي او نور به پسې ژور شي.»

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

02:33

This browser does not support the video element.

بلېنکن، زياته کړه: «سولې ته د رسېدو چټکه لاره د اوکراين ځواکمن کول دي.»

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، له امريکا، دنمارک او هالند څخه د دغه هېواد د هوايي ځواک د پياوړي کولو له کبله مننه وکړه.

په دې منځ کې د ناروې لومړي وزير هم اعلان کړی دی چې هيواد یې اوکراين ته د اف – ۱۶ جنګي جيټ الوتکې د ورکړې اراده لري.

پر ناټو د چين نیوکې

چين د مسکو سره د اړيکو په حواله د دغه هيواد په اړه د «پارونې» ډکو څرګندونو له کبله ناټو ته خبرداری ورکړی دی.

د يادولو وړ ده چې ناټو په خپله سرمشریزه کې پر چين تور لګولی دی چې په اوکراين کې د روسیې د جګړې په ترڅ کې مهم نقش لوبوي.

د چهار شنبې په ورځ د ناټو مشرانو ويلي ول چې پيکنګ «د اوکراين پر وړاندې د روسیې د جګړې په يوه پرېکړنده ملاتړي اوښتی دی.»

په اروپايي ټولنه کې د چین د ماموريت وياند وويل چې د ناټو دا پلان شوې څرګندونې د «جنګي لفظي حملو» ډکې دي.

دغه وياند زياته کړه چې ناټو باید د چين په اصطلاح ګواښ او دښمنۍ ته لمن و نه وهي. هغه وويل: «لکه څرنګه چې موږ ټول پوهيږو چين د اوکراين شخړه نه ده رامنځته کړې.»

ب. ص/ ن. ز (afp, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب