1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینه:‌ ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیږي

۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبه

د ناټو څلورو جګپوړو سرچینو ویلي چې د امریکا او طالبانو د توافق سربیره، نړیوال ځواکونه د روان کال تر می میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې کیږي، داسې یو اقدام چې ښايي د طالبانو له غبرګونو سره هم مخامخ شي.

Joseph Dunford neuer NATO Kommandant in Afghanistan
انځور: REUTERS

د ناټو څلورو جګپوړو سرچینو د رویترز خبری آژانس ته ویلي دي چې د امریکا او طالبانو د توافق سربیره، د ناټو په چوکاټ کې نړیوال ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي. د ناټو یوه چارواکي په دې هکله وویل: «د [ناټو] د متحدینو له لوري به د اپریل په میاشت کې [له افغانستانه] د بهرنیو ځواکونو اخراج صورت ونه نیسي.»

یادې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم د نه ښولو په شرط زیاته کړه چې شرایط نه دي برابر شوي او دا چې د امریکا د نوې ادارې سره به په سیاست کې بدلون راشي او [له افغانستانه] د بهرنیو سرتیرو د عاجل وتلو ستونزه به حل شي او په دې برخه کې به د سرتیرو د اخراج یوه محاسبه شوې تګ لاره عملي شي.

د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره د تیر میلادي کال په لومړیو کې یو داسې توافق لاسلیک کړی وو چې له مخې به یې د روان کال تر می میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او د دې کار په بدل کې به طالبان یو شمیر امنیتي تضمینونه هم ور کوي.

انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

دا چې په افغانستان کې د اپریل تر میاشتې وروسته به د بهرنیو ځواکونو سرنوشت څنګه کیږي، اوسمهال د ناټو په سازمان کې د بحث یوه اساسي موضوع ده. د سرچینو په حواله په روانه (فبروری) میاشت کې به د ناټو د غړو هیوادونو په غونډه کې دغه موضوع هم د اجندا مهمه برخه وي.

د کارپوهانو په باور، له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال امریکا متحده ایالاتو ناټو سازمان څنډې ته کړی وو او په اوس وخت کې د دغه پوځي سازمان نقش بیرته د خپل ارزښت موندلو په درشل کې دی.

بل لوری ته د ناټو سازمان ویاندې اوانا لونګسکو ویلي چې د ناټو هیڅ غړی هیواد نه غواړي چې د اړتیا پرته خپل پوځي حضور په افغانستان کې وساتي او دا چې موږ په دې برخه کې ډیره واضح تګلاره لرو او هغه دا چې زموږ حضور په شرایطو پورې تړلی دی. د هغې په خبره، د ناټو متحدین اوسمهال هم وضعیت ارزوي او د راتلونکې تګلارې په هکله سلامشورې کوي.

انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د ناټو یادو سرچینو ویلي چې د امریکايي ځواکونو په شمول اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره بهرني سرتیري موجود دي او ښايي دغه شمیر سرتیري د روان کال تر مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي خو زیاتوي چې تر هغې وروسته بیا پلانونه لا واضح نه دي.

په عین حال کې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت له وړاندې نه له طالبانو سره د توافق د بیا ارزونې خبر ورکړی دی. د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي چې طالبانو د توافق په اساس خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او دا چې واشنګټن دغې پروسې ته متعهد دی او د سرتیرو د راتلونکي شمیر په هکله یې تر اوسه پریکړه نه ده کړې.