1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

ناټو تر وتلو وروسته هم افغان امنیتي ځواکونه روزي

۱۴۰۰ خرداد ۱, شنبه

دغه خبره د ناټو عمومي مُنشي ینس ستولتنبیرګ د فرانسې د جمهورریس امانویل ماکرون سره د لیدني پروخت وکړه. هغه داهم وویل چي د کابل د هوايي میدان په امنیت کي همکاري کوي.

Belgien NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: John Thys/AP/picture alliance

ستولتنبیرګ په پاریس کي د امانوییل ماکرون سره پرون جمعه (د می میاشتي ۲۱ مه) تر لیدني کتني وروسته ژورنالسټانو ته وویل چي په افغانستان کي د اوسني ماموریت تر ختمیدو وروسته به یې ددغه هیواد سره د همکاری یو نوی فصل شروع سي.

هغه وویل چي په دغو همکاريو کي به «د مشورې ورکول، د امنیتي ارګانونو د ظرفیت لوړولو ملاتړ او مالي کومکونو ادامه » شامله وي

هغه دا هم وویل چي د افغانستان څخه دباندي په یوه بل هیواد کي به افغان امنیتي قواوو د خاصو عملیاتو پخاطر روزنه او ښوونه ورکول سي.» خو دا تر اوسه پوري معلومه نده، چي دغه روزنیز پروګرام به چیري او کوم هیواد کي تر سره کیږي.

 

د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د کابل د هوايی میدان د امنیت په اړه اندیښنې

دا هم تر اوسه پوري معلومه نه ده چي د خارجي سفارت خانو او کابل د هوايی میدان د امنیت د تأمین په هکله څه شي لازم دي او څوک د دغو تاسیساتو امنیت پر غاړه اخلي.

د ناټو عمومي مُنشي ویلي، په نظر کي لري چي « د دغو خدماتو ، له هغې جملې څخه د کابل د هوايي میدان د خدماتو او فعالیتونو» مالي ملاتړ کوي.