1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینې: ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

د ناټو هیوادونو سره توافق کړی دی چې په افغانستان کې خپل ماموریت په تدریجي ډول سره پای ته ورسوي. دا پریکړه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته شوې.

Belgien Pressekonferenz des NATO-Generalsekretärs Stoltenberg
انځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

ډیپلوماتیکو سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پریکړه د چهارشنبې په شپه د ناټو د ۳۰ غړو هیوادونو د بهرنیو او دفاع وزیرانو په غونډه کې شوې ده.

دا پریکړه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مې میاشتې په لومړۍ نیټه به له افغانستان څخه د خپلو پاتې ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړي او د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې پورې به خپل ټول ځواکونه له دې هیواد څخه اخراج کړي.

بریتانیا هم له امریکا سره سم له افغانستانه ځپل ځواکونه باسي

اوس مهال په افغانستان کې د ناټو د غړو او د دې سازمان د متحدو هیوادونو پوځیان میشت دي چې اصلي دنده یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغوی ته مشوره ورکول دي.

بایدن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په خپله وینا کې دې ته اشاره وکړه چې ناټو او متحدین یې یو ځای افغانستان ته تللي وو، او یوځای به له دې هیواد څخه راوځي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب